دیني، سیرت او تاریخ

شوری د اسلام له نظره – لومړۍ برخه «۳/۱»

د سرمؤلف مرستيال عنايت الله عادل

د شوری تعريف :

شوری په لغت کې له «شور» څخه اخستل شوې او په زياتو معناوو استعمال شوې ده، لکه د موم له قالب څخه د شاتو ایستل او د هغه تصفيه کول. د یوه حيوان سر، پښې او شاوخوا ليدل د اخستلو په نيت، د جنګ په ميدان کې ځان وړاندې کول، د مرکب (آس يا قچرې يا نورو) ځغلول د هغه د قوت معلومولو په خاطر.
خو د رأيې د غوښتلو او دهغې رأيې د پلټلو په معنا چې حق ته ډېره نږدې يا عيناً حق وي ډېره استعمال شوې ده.
شوری په اصطلاح د هغو خلکو د رأيې له اخستلو څخه عبارت ده چې په موضوع ښه باخبره وي او هغه نظر ته ځان رسوي چې حق او صواب ته ډېر نږدې وي.

ځینو شوری داسې تعريف کړې ده: شوری د ژوندانه په قضایاوو کې د يوې قضيې په هکله د مختلفو رأيو پلټنه او پوهو او عالمو خلکو ته شا او مخ کول دي چې حق يا هغه نظر ته چې حق ته ډېر نږدې وي ورسيږي او په هغه عمل وشي او ښې پايلې ورڅخه لاس ته راشي.

په هره توګه د شوری مفهوم همدا دی چې انسان په خپل فکر او نظر بسنه ونکړي، د موضوع د ښې روښنايۍ او سم او دقيق فهم په وجه هغه د علم، تجربې او درايت له خاوندانو سره مطرح کوي څو غوره نظر لاس ته راوړي او په هغه عمل وکړي او د څو نظرونو او څو رأيو د عمل توپير د یوه فرد د نظر په پرتله ډېر زيات دی او دا هغه څه ته ورته دی چې د يوه تن مخې ته يوه مڼه کېښودل شي او د بل نفر مخې ته څو مڼې کېښودل شي، لومړنی نفر پرته له دې، چې همدا مڼه پورته کړي، که ښه ده يا بده بله چاره نه لري او دا احتمال لري، چې تر ټولو غوره مڼه به همدغه وي خو دا احتمال ډېر ضعيف دی اما دویم نفر چې خپلې مخې ته څو مڼې لري د هغو له منځ څخه غوره خوښوي او هغه خوري د دې دواړو تر منځ لکه څنګه چې وينئ ډېر توپير دی، دلته هم څوک چې مشوره نه کوي يوه رأیه خپلې مخې ته لري او په ذهن کې يې ځای نيولی دی او هرکله چې په خپله هم بشر دی له يوې خوا يې عمل ناقص او له بلې خوا هر کله چې بشر دی د سهوې او خطا سره مخ کيدونکی دی، نو دا احتمال چې په هغه مشخص مورد کې غوره نظر ولري او نظرونه ډېر کم ليدل کېږي هغه څوک چې شوری ته پابند او په هغه عقيده درلودونکی وي په هره موضوع کې څو رأيې او نظرونه يې مخې ته ايښودل کېږي او هغه په خپلې پوهې او درايت سره هغه ښه غوره کوي وروسته هغه د عمل په ساحه کې ايږدي او ګټورې پايلې ورڅخه په لاس راوړي.

د شوری ارزښت:

شوری په اسلام کي له ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده . الله جل جلاله چې د انسانانو خالق دی د خپل مخلوق په طبیعت باندي خورا ښه پوهیږي هغه جل جلاله خپلو بنده ګانو ته په داسې شرایطو او حالاتو کي په شوری باندي امر کړی چې پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) وروسته له دي چې د اُحد په جنګ کي له مدینې منوري د صحابي په مشوره وځي او ماتي خوري خو بیا هم الله جل جلاله په شوری باندي امر کوي . او حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سربیره په عامو مسایلو حتی په خپلو شخصي مسایلو کي به یې هم مشوره کوله لکه چې د افک په واقعه کي یې له حضرت علي (رضی الله عنه) او زید بن ثابت (رضی الله عنه) سره مشوره وکړه . او د فرانسې د ستر انقلاب لویه لاسته راوړنه د مسیحي اروپایې هیوادونو تر منځ د شوری رامنځته کول وو او دا یې درک کړه چې شوری د بشر یو طبیعي او نظري اړتیا ده ، اسلام چې پوره او کامل دین دی له نن څخه ( ۱۴۳۸) کاله وړاندې یې مسلمانانو ته شوری وړاندې کړې وه او حتی د قران کریم له سورتونو څخه یو د شوری په نوم نومولی دی . په حدیث شریف کي راغلي : « مَا خَابَ مَنِ اسْتَخَارَ، وَلَا نَدِمَ مَنِ اسْتَشَارَ» ژباړه : هغه څوک ناهیلی نه شو چې استخاره یې وکړه او هغه څوک پيښمانه نه شو چې مشوره یې وکړه .

﴿فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ﴾ سورت آل عمران۱۵۹.

ژباړه: اې پيغمبره! دا د الله جل جلاله لوی رحمت دی چې ته د دې خلکو لپاره ډېر نرم خويه جوړ شوی يې که داسې نه وای او ته توند خویه او سخت زړی وی نو دا ټول به ستا له شاوخوا نه خواره شوي وو، نو هغوی معاف کړه او د هغو د خطاوو بښنه له الله نه وغواړه. او د دين په چارو کې هغو ته هم په مشوره کې برخه ورکړه، بيا چې ستا اراده په کومه رأیه ټينګه شي نو پر الله توکل وکړه د الله تعالی هغه خلک خوښيږي چې د هماغه په ډاډينه کار کوي.

ابن منظور رحمه الله ليکي چې: الامر نقیض النهی.. والامر الحادثة (امر د نهی په مقابل کې او د امر معنا حادثه او واقعه هم راځي.

د لغت د امامانو له دې تشریح څخه معلومېږي چې د امر معنا حکم او حکومت هم راځي او د مهمو او د (مهتم بالشان واقعې) په معنا هم استعماليږي او د آیت مفهوم دا دی چې اې نبي صلی الله علیه وسلم د حکومت په چارو کې او د مهمو واقعو په هکله د صحابه کرامو رضي الله عنهم سره مشوره کوه.

ابن جریر طبري د امام جصاص حنفي، امام بغوي، امام فخر الدین الرازي، امام قرطبي، علامه نسفي، علاءالدین بغدادي، قاضي ثناؤالله پاني پتي او علامه الوسي رحمة الله علیهم ټولو په خپلو تفسيرونو کې ليکلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د مشورې د اخيستو حکم په دې خاطر ورکړی شوی ؤ چې امت ته د شورائیت سلسله سنت پاتې شي، څو راتلونکې کې امت د آمريت په لاره ولاړ نشي او د شورائیت په شرعي قاعدې باندې ټينګ او مستحکم و اوسي.

د شوری د ارزښت په هکله ډېر احاديث هم راغلي دي د بيلګې په توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«ما خاب من استخار، وما ندم من استشار» ژباړه: ناهيلی نشو چا چې استخاره وکړه او پښيمانه نشو چا چې مشوره وکړه.

همدارنګه حديث کې راځي، عن عبد الرحمن بن غنم ان النبي صلی الله علیه وسلم قال لابي بکر و عمر: « لو انکما تتفقان علی امر واحد ما عصیتکما في مشورة ابدا ». ژباړه: په يو روايت کې له عبدالرحمن بن منعم څخه روایت شوی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم ابوبکر او عمر رضي الله عنهما ته وفرمايل: که چېرې تاسو دواړه په یوه کار کې سره متفق شئ زه به هېڅکله ستاسو له مشورې څخه مخ ونه ګرځوم.

همدارنګه ابو هریرة رضي الله عنه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په هکله وايي: «ما رأیت احدا قط کان اکثر مشورة لاصحابه من رسول الله صلی الله علیه وسلم». ژباړه:هېڅوک مې نه دي ليدلي چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په پرتله له خپلو صحابه وو سره زياته مشوره وکړي.

شوری په اسلام کې له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده او الله جل جلاله په خپل رسيدلي حکمت او کامل او شامل علم د انسانانو ټولنيزه اړتيا (چون د دوی پيداکوونکی دی) د انسان او د بل هر مخلوق په پرتله ښه پيژني او پوهيږي چې د انسانانو ټولنيز ژوند د نظر او مشورې په تبادلې سره چې د هر فرد د نظریاتو نقص او کمی په هغه کې جبيره کېږي، اشده اړتيا لري، نو ځکه يې انسانانو ته د شوری توصيه کړې څو له هغې څخه د يوه اصل او يوه مهم کار په توګه کار واخلي او دا د اسلامي ټولنو په هکله يو الهي لطف او احسان دی ( د انساني په ځای مو ځکه اسلامي وويل چې له مسلمان پرته بل څوک له دې دين څخه استفاده نشي کولای.)

ظلم او تیری يې له بنسټ څخه رد کړی او پرته له کړاو او زحمته يې شوری د دوی په برخه کړې ده، او که داسې نه وي دا اړتيا نورو بشري ټولنو د فطرت په غوښتنه او د هغه اړتيا په غوښتنه چې دوی يې لري، درک کړې ده؛ خو ډېر په تکليف او کړاو يې هغه لاس ته راوړې ده. اروپا چې نن ورځ خپل نظامونه شورايي نظامونه ګڼي په ډېرو هلو ځلو او بې شماره کوښښونو او ګڼو قربانيو وتوانيدل چې د شوراوو خاوندان شي.

د فرانسې لوی انقلاب د هغو څرګنده بيلګه ده اما مسلمانان د وحې له لومړي پیل څخه را په دېخوا له دې نعمت څخه برخمن دي، د دې پرځای چې خلک د اړتيا په اساس مشرتابه محکم را ونيسي چې کارونه يې بايد د شوری په سیستم وي، الله جل جلاله خپل پيغمبر صلی الله علیه وسلم چې د اسلامي دولت لومړنی بنسټ ايښودونکی او د مسلمانانو امام او مقتداء دی، په شوری مامور کړ او پيغمبر صلی الله علیه وسلم پرته له دې چې خلک په خپلو پښو ودريږي او د شوری په اصل د عمل غوښتونکي شي په خپله ده مبارک به له صحابه وو کرامو مشوره غوښتله ان تردې چې په خپلو شخصی مسائلو کې به يې هم مشوره غوښته او په ځینو وختونو کې يې له سپيڅلو بيبيانو سره هم مشوره کړې ده.

شوری چې د انسانانو یو فطري او طبيعي ضرورت دی له ياغي او باغي خلکو پرته نور څوک ورڅخه سر غړونه نه کوي د شوری ارزښت ټولو ټولنو درک کړی او په ځانګړې توګه پر مخ تللي هیوادونه په جدي توګه په هغه معتقد دي او همدا د شورايي نظام سيستم د خپلو هېوادونو د پرمختګ لپاره غوره کوي او طبيعي خبره ده چې په غوره رأیه او بهترین نظر سره کړه وړه غوره پايلې رامنځ ته کوي چې دا کار په خپله د ترقۍ او پرمختګ لپاره لاره پرانيزي.

د شوری د اهميت له وجې الله تعالی په قرآن کریم کې يو سورت د شوری په نامه نومولی دی او په دې سورت کې د مؤمنانو د صفتونو په ترڅ کې د دوی يو صفت دا په ګوته شوی چې د دوی کارونه په مشورې سره ترسره کېږي او تر ټولو مهمه دا چې دا صفت د نورو ډېرو غوره او اساسي صفتونو ( لکه لمونځ، صدقه، له بې حیاييو څخه په ډډه کولو) سره پيوست راغلی دی چې نور ارزښت يې هم ورڅخه معلومېږي.

او بل د شوری ارزښت له دې څخه جوتيږي کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو صحابه وو سره د احد په غزا کې مشوره وکړه که څه هم ظاهراً يې ډېرې دردونکې پايلې او ډېر تلفات رامنځ ته کړل ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نظر دا ؤ چې بايد د مدينې له داخل نه دفاع وکړو اما يو شمير ډېر صحابه کرام رضی الله عنهم اجمعین په دې نظر ټينګ ولاړ وو او اصرار يې کاوه چې نه له مدينې څخه بيرون وځو او له دښمن سره مقابله کوو همغه ؤ چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم د دوی په مشوره عمل وکړ او الهي تقدير داسې تللی ؤ چې اويا تنه صحابه شهیدان او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک غاښ شهيد او مبارک مخ يې ټپي شو، خو سره له دې آسماني وحې په همدې حالت کې خپل پيغمبر ته امر کوي چې ﴿ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ﴾ یعنې له دوی سره مشوره کوه.

څو هغه حالتونه او پيښې چې رامخکې شوې وې د راتلونکو مشورو په هکله د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په زړه او دماغ کې څه را ونه ګرځي او سره له دې چې داسې نتيجه د دوی په مشوره مرتبه شوې وه او سره له دې چې د جنګ په وروستيو صحنو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د څو محدودو کسانو سره يوزاې پاتې شوی ؤ خوبیا هم الله تعالی امر ورته کوي چې د دوی سره مشوره کوه او دوی ته عفوه کوه او د الله نه ورته بښنه غواړه، نو له دې څخه معلومه شوه چې شوری په اسلام کې له څومره ارزښت څخه برخمنه ده.

البته دا اهتمام او پاملرنه شوری ته يوازې په دولتي چارو کې نه ده بلکې د يوې کورنۍ د کارونو په هکله چې د ټوليز امت د جوړښت لومړنۍ ماده تشکيلوي هم په جدي توګه مطرح کوي.

مثلاً الله تعالی د البقرة سورت په (۲۳۳) آيت کې فرمايي: ﴿فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَنْ تَرَاضٍ مِنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا﴾ سورت بقره ۲۳۳.

ژباړه: که د مور او پلار مشوره راغله چې ماشوم د دوو کلونو په پوره کيدو له شيدو رودلو بيل کړي نو دا کار کولی شي او څه ګناه نشته پکې.

د شوری حکم :

شوری کوم نفلي او يا مستحب امر نه دی چې که مشرتابه وغواړي شوری کوي او که نه نه يې کوي بلکې دشوری حکم واجب او لازمي دی پر وجوب يې تر ټولو پياوړی دليل الهي امر دی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته يې کړی: ﴿ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ﴾ اود اصولو د قواعدو سره سم امر د وجوب غوښتنه کوي څو چې د وجوب نه د ګرځيدو په هکله قرينه پرې موجوده نه وي، هر کله چې شوری د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هکله چې د اسماني وحې په واسطه رهبري کيده اود پيغمبرۍ له عصمته برخمن ؤ،واجب وه نو له ده څخه د وروسته کسانو په هکله خو په اولی توګه واجب او لازم ده.

همدارنګه د وجوب دليل يې دا الهي وينا ده: ﴿وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ﴾ سورت الشوری ۳۸ ژباړه: او هغو کسانو چې د خپل پروردګار فرمان او حکم منلی او لمونځ يې اداء کړی او کار يې په خپلو منځو کې په مشوره سره دی او زموږ له ورکړې روزۍ څخه مصرفوي.

دلته وينو چې شوری يې په الله تعالی باندې د ايمان، لمانځه او زکات له څنګه چې ټول د فرائضو له ډلې څخه دي ذکر کړې ده، دا کار په خپله د شوری پر عظمت او لويۍ دلالت کوي او واجبوالي يې تاييدوي.

امام قرطبي په خپل تفسیر کې د ابن عطیه نه د شوری پر وجوب اجماع را نقل کړې ده ابن عطیه وايی:

والشوری من قواعد الشریعة و عزائم الاحکام و من لا یستشير اهل العلم والدین فعزله واجب هذا مالا خلاف فيه.

ژباړه: شوری له شرعي قواعدو او د احکامو له عزايمو څخه ده او څوک چې له علماوو او دين دارو خلکو سره مشوره نه کوي د هغه عزل او ګوښه کول واجب دي، دا خپله یو حقيقت دی چې هېڅ اختلاف پکې شتون نلري.

همدارنګه د خپل تفسير په څلورم جلد او ۲۵ صفحه کې وايي: ابن خویز وايي: په چارواکو لازم دي چې په څه نه پوهيږي او په هغه څه کې چې پوهه يي ور باندې مشکله شوې وي له علماوو سره مشوره وکړي او د لښکر له قوماندانانو سره د جنګ په هکله مشوره وکړي او د قوم له مخورو خلکو سره د مصلحتونو په هکله او له مشهورو ليکوالانو او سکرترانو او وزيرانو او واليانوسره د هېواد د مصلحتونو او د هغه د آبادۍ په اړه مشوره وکړي.

جصاص حنفي رحمه الله د هغه پاچا په رد کې چې شوری واجب نه ګڼي وايي: {و غیر جائز ان یکون الامر بالمشاورة علی جهة تطییب نفوس الصحابة و رفع اقدارهم کما ذهب بعض الفقهاء لانه لو کان معلوما عند المستشارین انهم اذا استفرغوا جهدهم في استنباط الحکم الذی ستشاورون فيه لم یکن معمولا به لا یتلقی القبول فلم یکن في ذلک تطییب نفوسهم ولا رفع اقدارهم بل فيه ایجائهم و اعلامهم بان اراءهم غیر مقبولة ولا معمول بها فهذا تأویل ساقط لا معنی له}. ژباړه: د دې وينا مفهوم دا دی چې: دا خبره غلطه او ناروا ده چې څوک ووايي چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو سره د دوی د خوشحالۍ او د دوی د عزت او کرامت په وجه مشوره کوله، ځکه که دوی پوهيدل چې دا مشوره یوازې د زړه د خوشحالۍ په خاطر ده او په هغه عمل نه مرتب کیږي نو دا خبره د دې پر ځای چې زړه يې خوشاله کړي لا يې ځورولو، نو دغه تایل ساقط دی کومه معنی نلري.

لکه څنګه چې مشوره اخستل واجب دي همدارنګه له چانه چې مشوره غوښتل کېږي مشوره ورکول هم پر هغه واجب دي پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: « و اذا ستشار احدکم اخاه فلیشر علیه». ژباړه: هرکله چې څوک له خپل ورور نه مشوره وغواړي بايد ده ته مشوره ورکړي.

ځینو علماوو شوری مستحب ګڼلې ده او په دې هکله يې څه دلايل هم راوړي دي اما زما په نظر تيرو شوو دلايلو ته په کتو او دا چې امت ډیر ضرورت ورته لري نو د وجوب دلایل يې ډېر قوي او واضح معلومېږي.

د شوری نتيجه مُلزمه ده يا مُعلنه :

لکه څنګه چې د شوری په حکم کې دعلماوو ترمنځ د نظر اختلاف شتون لري ځینو هغه واجب او ځینو مستحب ګڼلې ده. د شوری د نتيجې او پايلې په هکله هم اختلاف لري په داسې توګه ځینې د اکثريت په رأیه کړه وړه واجب بولي یعنې امام باید د شوری د اکثريت په نظر التزام وکړي او وروسته له دې چې د اکثريت نظر معلوم شو په خپله رأیه او یا د اقليت رأيې ته را ونه ګرځي او دا چې وايي شوری ملزم ده منظور يې همدا دی او ځینې نور په دې نظر دي چې شوری مُعلم ده یعنې شوری د مشورې اخستونکي لپاره موضوع روښانوي او په قضيه کې مختلف نظریات ټاکي او د امام مخې ته يې ایږدي.

اوس د امام کار دی چې د مشورو په روښنايۍ کې څه هوډ او فيصلې نيسي یعنې ددې ډلې د علماوو د نظر په بنسټ امام د اکثريت د نظر او فيصلې په کړو وړو مکلف نه دی، هغه موضوع ګانې چې شوری ورباندې بحث او څيړنه کوي په غوره توګه په دوه ډوله دي:

۱ـ هغه موضوعات دي چې د شوری د اهل له ځانګړتياوو څخه دي.

۲ـ هغه موضوعات دي چې د امير له صلاحيتونو څخه دي او يا د ده په شخصي چارو پورې اړه لري.

په هغه موضوعاتو کې چې د شوری وړ کسانو له صلاحيتونو او ځانګړتياوو له ډلې څخه دي په هغو کې د شوری فيصله باید ملزمه وي ځکه که چېرې يې فيصله د ده په ځانګړتیاوو کې ملزم نه وي، نو د شوری شتون يو اضافي او بې ارزښته کار دی او قيمت به ونه لري.

نن ورځ په دنيا کې د شوراګانو، پارلمانونو او سنا د مجلسونو او داسې نورو کارونه داسې تنظيم شوي چې کاري صلاحیتونه او ځانګړتياوې يې مشخصې دي او په اسلامي نظامونو کې هم د شوری ځانګړتياوې او صلاحيتونه مشخص دي خو واضح او بهتره تنظيم ته اړتيا لري په هغه صورت کې چې د اعتماد ورکول او یا د اعتماد سلبول له حکومت څخه او یا د بودجې تصويب او يا د جنګ او صلحې فيصله په شوری پورې اړيکې ونيسی په هغه صورت کې يې فيصله پر امام ملزم ده او يوازې په هغه صورت کې امام يې له التزام څخه سرغړونه کولای شي چې نه شرعي والي يې په دلائلو وښودلی شي چې د دې کار احتمال شاذ او نادر دی.

۲ـ هغه موضوعات چې د امام له ځانګړتياوو او صلاحيتونو او يا د هغو کارونو له ډلې څخه وي چې شخصاً تر امام پورې اړه لري، نو که امام دا مسائل شوری ته محول کړي څو وکولای شي د ګڼو افکارو او نظرياتو په روښنايۍ کې مناسب هوډ ونيسي په هغه صورت کې د شوری اکثريت نظر ملزم نه دی بلکې دی په خپله د فيصلې خاوند دی او په هر ډول چې ورته خوښ، معقول او مناسب معلوم شو خپل هوډ او تصميم نيسي او زما په نظر که چېرې د اکثريت نظر په دارنګه توپير سره په ذکر شوو موضوعاتو کې مطرح شي نو څه ستونزه او اختلاف به پاتې نشي او مسلماً په اوله برخه کې د اکثريت نظر ملزم او په دویمه برخه کې معلم دی.

هغه موضوعات چې شوری پکې رامنځ ته کېږي : په دې کې شک نشته چې د شوری د کار دایره د دولت په سطح معینه او موضوع ګانې يې ټاکلې دي او هره موضوع مطلقاً شوری ته نه وړاندې کېږي ځکه په زیاتره کارونو کې د شارع نص موجود او حکم يې واضح دی او شوری ته ضرورت نه لري مثلاً داسې موضوع هېڅکله شوری ته نه وړاندې کېږي چې په خپلو بانکونو کې سودي معاملاتو ته اجازه ورکړو يا نه، ځکه د ربا (سود) حکم واضح او قطعي دی او سودي چلند حرام دی او د خلکو نظر يې هېڅکله پر وحې باندې نشي مقدم کیدای، همدارنګه په هغه څه کې چې د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم فيصله موجوده وي د هغو وړاندې کول شوری ته څو هغه نظر ورکړي حرام دی او په نور ټولو کارونو کې مسلمانان مشوره کولی شي لکه چې قرآن کريم فرمايي: ﴿وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ﴾ سورت الشوری ۳۸. د مسلمانانو ټول کارونه په مشورې سره دي خو ټول علماء په دې متفق دي چې منظور له «امر» څخه هغه امر دی چې نص پکې نه وي راغلی یعنې د شوری د کار ساحه اجتهادي چارې وي نو همدا وجه ده چې صحابه کرامو په کومه خبره یا کار کې مخکې له دې چې له پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د نظر اظهار وکوي پوښتنه يې کوله چې ايا دا خبره او يا دا کار د آسماني وحې په اساس دی او که محض نظر او رأیه ده که به هغه د وحې په اساس و هېڅکله يې پکې نظر نه څرګنداوه او که به نظر او رأیه وه نو بیا به یې خپل نظر ظاهر وه.

د مثال په توګه د بدر په غزوه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اوبو څخه لرې ځای د مرکز لپاره خوښ کړی ؤ حباب بن منذر رضي الله عنه ورته وويل: اې د الله رسوله ايا دغه ځای دې چې مرکز نيولی، الله تعالی درته تعين کړی او موږ ته يې د تغيير حق نشته او یا دا چې د جنګی تکتيک د هغه په وجه دې ټاکلی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل: د امې د جنګی تکتيک د فکر په اساس ټاکلی دی. نو حباب رضي الله عنه وويل: اې د الله رسوله ! کله چې خبره داسې ده دا ځای د مرکز نیولو لپاره نه دی بل مناسب ځای يې ور وښود نبي کریم صلی الله علیه وسلم يې مشوره قبوله کړه.

د حديبيې په صلح کې چې کله خبره خط ليکلو ته ورسيده د هغې په ځينو مادو عمر رضي الله عنه له خپل ځای څخه پورته شو او خيز يې وواهه او ابوبکر صديق ته راغی د هغه سره يې مجلس وکړ، بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ويې ويل: اې د الله رسوله ایا ته د الله پيغمبر نه يې؟ وې فرمايل بلې د الله پيغمبر يم. عمر رضي الله عنه وويل آیا موږ مسلمانان نه يو؟ ويې فرمايل ولې نه. عمر وويل: ایا هغوی مشرکان نه دي؟ ويې فرمايل مشرکان دي. عمر رضي الله عنهوويل نو ولې په دين کې ذلت قبول کړو، البته منظور يې هغه ماده وه چې که د مشرکانو څخه څوک مسلمانيږي هغه به بيرته دوی ته سپارو اوکه زموږ څخه څوک مرتد کېږي هغه به موږ ته نه سپارل کېږي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:« زه د الله تعالی بنده او پيغمبر يم. د هغه له امر څخه مخالفت نه کوم او الله به ما نه ضايع کوي» کله چې عمر وپوهيده چې موضوع تر وحې پورې اړيکه لري قانع شو او سکوت يې غوره کړ.

ابوبکر ابن العربی وايي: {قال علماءنا المراد به استشارة في الحرب}. یعنې منظور له دې څخه مشوره په جنګ کې ده او ځینې علماء وايي مشوره تر دنيوي چارو ځانګړې ده.

زمخشری وايي: {في الحرب و نحوه مما لم ینزل فيه وحي}. په جنګ او نورو چارو کې ده چې وحې نه وي پکې راغلې.

درېيمه ډله دا عقيده لري چې د شوری موضوعات ټول هغه امور دي چې نص پکې نه وي نازل شوی او د قرآنی آیتونو او نبوي احاديثو څخه معلومېږي چې همدا درېیم نظر قوي او جامع دی زما په نظر، ځکه الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مطلق فرمايلي دي:

﴿ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ﴾ او د مؤمنانو په صفت کې يې فرمايلي: ﴿وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ﴾ دلته امر مطلق ذکر شوی او دا چې منصوصي شيان ورڅخه استثناء دي دا په دې خاطر چې د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم په حکم کې انسان ته د مشورې اخستلو حق نشته ځکه الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ﴾ ژباړه: کله چې الله تعالی او د هغه پيغمبر په يوه څيز کې حکم وکړي نو مؤمن او مؤمنې ته جائز نه دي چې له دې حکم سر وغړوی.

د شوری وړ کسان څوک دي او څرنګه غوره کېږي : هغه عمومي قرآني او نبوي نصوص چې د شوری پر مشروعيت دلالت کوي له ټولو مسلمانانو څخه عبارت دي ځکه په دواړو آیتونو ﴿و شاورهم في الامر﴾ ﴿و امرهم شوری بینهم﴾ کې پرته له دې چې مواصفات يې مشخص وټاکل شي ټولو مسلمانانو ته راجع دي.

اما دا چې د خلکو په استعدادونو کې تفاوت دی او د ټولو راجمع کول په يوه ځای کې ناممکن دي او دا چې خلک د ژوند په امورو مصروف دي، نو نشي کولای، چې مستقيماً په خپل فزيکي حضور سره په هغه عمل وکړي، نو دلته د ملت د استازيو مسئله را منځ ته کېږي چې بايد ملت خپل استازي وټاکي خو د استازيو په ټاکلو کې د اهليت او کفايت مسئله باید مطرح وي څو د دې کار توان ولري او هغه په بريا سره ترسره کړي او دا کار بايد د يوه تکليف په صفت وپيژندل شي نه د تشريف په توګه یعنې دا ډېر دروند کار دی بايد واجد شرایط کسان ورته مکلف شي، د عالم او غیر عالم تر منځ توپير وشي ځکه الله تعالی فرمايي: ﴿هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ﴾ سورت الزمر ۹.

﴿وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ﴾ سورت النساء ۸۳.

ژباړه: او که دوی ته د امن او يا ويرې خبر راشي نو دوی دا خبر تيتوي او که يې دوی پغمبر يا اسلامي فرمان چلوونکی ته حواله کړي نو هغه کسان به پوه وو چې د دې خبر پايله را ايستی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x