
ننګرهار: د حکمتیار غونډې ته نږدې چاودنې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۶ل):د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله ۳ ملکیان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، چاودنه نن ماسپښین هغه ځای کې شوې، چېرته چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار او د پلویانو غونډه روانه وه.
دی وايي، چاودنه د حزب اسلامي پر پلویانو شوې او وژل شوي او ټپیان هم د حزب اسلامي غړي او پلویان دي.
د خوږیاڼي په خبره، چاودېدونکي توکي په يو موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او پر ملکي خلکو یې چاودنه کړې ده.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، د پېښې له ځایه اته ټپیان وروړل شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت ښه نه دی.
نن د جلال اباد ښار د فوټبال په لوبغالي کې د حزب اسلامي د مشر او پلویانو غونډه وه، چې د غونډې له پیل کېدو څو ساعته وروسته چاودنه وشوه.
د نننۍ غونډې موخه ښکاره نه وه؛ خو د حزب اسلامي مشر په خپلو خبرو کې پر حکومت ځینې نیوکې وکړي او د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه یې وکړه.
د مور شیدې
د انګرېز دوه مزدوران څنګ په څنګ ناست او د راتلونکو توطئو د عملی کولو په لیارو چارو سره د خوله خواله کوی.
عجب زمانه ده
یو خلکئ مجاهد! شو او یو اخوانئ! هم خلکئ شو.
خطرناکی لوبی به ولیدلی شی.