نظــر

شيخه!/ډاکټر وهاج افغان

انجنير حکمتيار دې ظالم بللو، څو کرته مې د هغه په اړه ستا له خولې دا حديث اورېدلی دی: (من مشى مع ظالم ليعينه وهو يعلم أنه ظالم فقد خرج من الإسلام)
ژباړه: «هر څوک چې د يو ظالم سره د هغه د مرستې لپاره قدم واخلي، او دی پوهيږي چې هغه ظالم دی؛ نو يقينا له اسلام څخه ووت».
شيخه!
دا حديث به ستا په دفترونو کې په لوحو ليکل شوی او ځړېدلی وو.
شيخه!
وروسته دې طالبان ظالمان وګڼل، د سرنوشت ظالمان په نوم کتاب دې پرې وليکه
خو شيخه! کله دې د ځان په هکله سوچ کړی دی؟
ظالمو او اشغالګرو امريکايانو ته دې د خپل مسلمانو وروڼو په مقابل کې لاس ورکړ، ته ووايه دا ظلم او د ظالمانو ملګرتيا نه ده؟
د خپلو مسلمانو وروڼو په مقابل کې دې له هغو ډېرو خلکو سره دې اتحاد غوره کړ، چې تا به يې د يو شخص وجود له هغه بېلر اوبو سره مشابه کاوه؛ چې يو څاڅکی بولې په کې وغورځيږي، او د ټول بېلر اوبه پرې مردارې شي، ته ووايه دا ظلم او د ظالمانو ملګرتيا نه ده؟
نن دې يو ځل بيا د ظلم او د ظالمانو سره د ملګرتيا عهد تجديد کړ، نن ته په هغه ډله کې ولاړ يې چې ټول ظالمان، غله، چپاولګر، پاټکيان، د بيت المال چور کوونکي او د شر او فساد عناصر په کې را ټول شوي دي.
نن ته د هغو خلکو په صف کې ولاړ يې چې له ښځو يې سينې پرې کولې، رقص مرده يې پر انسانانو کاوه، په سرونو کې يې مېخونه ورټک وهل؟
شيخه! اوس ووايه:
آيا له اسلام څخه وتلی يې؟ او که هغه اسلامي نصوص ناسم وو؟
د ظالمانو تشخيص نشې کولی؟
او که خدای درکړی علم دې د ظلم او ظالمانو سره د ملګرتيا په وجه درڅخه سلب شوی دی؟
آيا انجنير په مراتبو تر تا ښه نه دی؛ چې نه يې امرېکايانو ته لاس ورکړ؛ او نه يې دغو ټولو يادو ظالمانو سره اتحاد ته غاړه کېښوده؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x