ایه: وأمرهم شورى بينهم

شوری د اسلام له نظره – دریمه برخه «۳/۳»

د سرمؤلف مرستيال: عنايت الله عادل

(مخکنۍ برخې دلته لوستلای شئ)

د شوری په هکله د علماوو نظريې

د سيد جمال الدین افغاني وينا: ۱ـ علامه سيد جمال الدین افغاني د ۱۲۵۷ هـ ش کال متوفی ويلي دي: هغه ملت چې په خپلو کړو وړو کې په خپله د پرېکړو اختيارات ونه لري او په قومي امورو کې د بهبود په کارونو کې د دوی مشوره او هيلې داخلې نه وي او یا دا ملت تر داسې حکم لاندې وي چې د هغه اراده قانون وي او د هغه غوښتنه د حکومت نظام وي څه چې غواړي هغه کوي او څنګه يې چې زړه غواړي هغسې حکم کوي نو داسې ملت به هېڅکله په يوه حال پاتې نشي او نه به ترقي وکړي.

۲ـ شيخ محمد عبده رحمه الله وايي: د شريعت له واجباتو څخه يو واجبي امر شورائيت دی که موږ دا حکم پريږدو چې په شريعت کې واجب ګرځول شوی دی نو ښکاره به د ګناه مرتکب وګرځو.

۳ـ علامه عبدالکریم زیدان وایي: کله چې د رياست مشر د مشاورت حکم پريږدي نو هغه د قدرت نه لرې کول په کار دي. ځکه مشاورت د ده د هغه حقيقت ښکاره کوونکی دی چې اصل اختيارات د اسلامي ټولنې په لاس کې دي او د حکومت مشر د ټولنې وکيل دی نه دا چې خپل اختيار او مطلق العنان اوسي.

۴ـ علامه ابن خويز منداد رحمه الله ويلي دي: په ديني امورو کې د حاکم لپاره د علماوو څخه مشوره اخستل واجب دي او په جنګي امورو کې د جنګ د ماهرينو او د ملت د ښيګڼو او ګټو لپاره د ملت د وکيلانو د وجوه الناس څخه او د مملکت د ترقۍ او تعميري امورو کې د سکرتر، وزيرانو او نورو حکامو څخه مشوره اخستل په کار دي.

۵ـ علي رضي الله عنه وايي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې اې د الله رسوله ! که چېرې موږ ته داسې موضوع پيدا شي چې په هغه کې د کولو حکم او يا نه کولو نهي شتون ونه لري نو د داسې موضوع په هکله موږ ته څه حکم کوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د داسې موضوع په هکله د عابدينو او دينداره شريعت پوهانو سره مشوره وکړئ خصوصي او انفرادي رأیه غوره نکړئ.

۶ـ علامه ابن عابدین شامي رحمه الله وايي: که په يوه نوې مسئله کې د احنافو د امامانو څخه کوم څرګند قول نه ؤ او متأخرينو صرف يو قول پکې کړی ؤ نو په همغه يو قول عمل کېدای شي که د متأخرينو تر منځ اختلاف راشي متعدد اقوال منقول وي بيا په اکثريت عمل کېږي.

۷ـ ابوبکر صديق رضي الله عنه به چې کله د کومې مسئلې حکم په قرآن کریم اونبوي سنتوکې ونه موند نو مشران صحابه به يې را جمع کړل او د دوی سره به يې مشوره کوله په څه به چې د دوی اتفاق راغی نو په هغه به يې فيصله کوله.

۸ـ حصن بصري رحمه الله ويلي دي: هر قوم چې په شوری عمل کړی وي نو هغه ته د نېکۍ او ښې رأيې توفيق ورکړی شوی دی.

۹ـ قتاده رحمه الله وايي: کله چې یو قوم د الله د رضا په خاطر مشوره کړې نو دوی ته د صحيح کار په لوري الله تعالی هدايت کړی دی.

۱۰ـ ځینو پوهانو ويلي دي: ښه او صحيح رأیه د مشورې نه پرته په بل څه سره نه حاصليږي، خو په نعمتونو کې برکت له خلکو سره د همدردۍ پرته په بل څه نه حاصليږي او کينه او دښمني له کبر پرته په بل څه سره نه پيداکېږي.

مصادر او مراجع :

ددې مقالې دليکلو لپاره له لاندې ماخذونو څخه استفاده شوې ده:

قرآن کريم ، تنزيل من الرب العلمين او د هغه ځينې تفاسير.

الهداية او فقه اسلامي وادلته – دوکتور وهبة الزحيلي.

ابن منظور ، لسان العرب ج ۶، ص ۱۰۳ ـ مختار صحاح ص ۳۵۰.

دین و دولت يا اصول اساسي نظام سیاسي اسلام.

تفسیر ابن جریر ج ۴، ص ۱۴۲، تفسیر مظهری ج ۲،

رواه الطبرانی. في الاوسط ص ۶۶۲۳.

دين و دولت يا اصول نظام اساسي اسلام ص ۳۷۱ او ۳۷۲.

تفسیر قرطبي ج ۳، ص ۱۴۹۱.

احکام القرآن للجصاص ج ۲، ۲۳۰.

السیاسة الشرعیة في ضوء نصوص الشریعة ومقاصدها . دکتور یوسف القرضاوي. ص. ۱۱۴.

سیرة ابن هشام ابن اسحق ج ۲، ص ۳۱۷.

تفسیر کشاف زمخشري ج ۱، ص ۴۷۴.

سراج الملوک لطرطوسی ص ۶۸.

روه الطبرانی. في الاوسط ص ۶۶۲۳.

صحیح البخاري کتاب الشروط حدیث ۲۷۳۲.

البدایة والنهایة ج ۵ ‎، ص ۲۲۷ طبع دار الفکر.

هدایة کتاب القضاء ـ بَدَائِع الصَّنَائِع للكاساني ط، الثَّانِيَة ج۷، ص۳.

المغنی د ابن قدامه ج ۲، ص ۳۶ ـ بدایة المجتهد ج۲، ۴۲.

جوامع السیر د ابن حزم ص ۳۳۲.

مرقات ۱۰ ټوک ۹۸ مخ د پاکستان ملتان چاپ.

موضوعات کبير ۲۲۳مخ.

صحیح بخاري کتاب الشروط لومړی ټوک ۳۸۰مخ.

فتح الباری ۶ټوک ۲۷۵ مخ الشروط.

صحیح بخاري المغازی غزوه خندق ۲ټوک ۵۸۹مخ.

تفسیر مظهري په حاشیه ۲ټوک ۱۵۳مخ.

الاصابه ابن حجر ۴ ټوک ۳۴۱مخ ـ الاستیعاب د ابن عبدالبر په حاشیه الاصابة ۲ټوک ۲۴۱مخ و اسد الغابة ۵ټوک مخ ۴۸۷ په حواله د ابن عبدالبر او ابو نعیم اصفهان.

الاستیعاب ابن عبد البر په حاشیه الاصابه ۴ټوک ۳۳۵مخ.

صحیح بخاري کتاب الجهاد د لومړی ټوک ۴۰۳مخ.

صحیح بخاري کتاب الجهاد د لومړی ټوک ۴۰۳مخ.

طبقات د ابن سعد ليکنه ۸ټوک ۸۱مخ د بیروت چاپ کال ۱۹۵۸م.

تفهیم القرآن ابو الأعلی مودودی ۴ټوک ۹۰ مخ حاشیه ۴۸ سورت الاحزاب.

د ابن ابی شیبه مصنف ۱۵ټوک مخ، مستدرک د حاکم ۳ټوک ۱۱۹مخ.

طبقات ابن سعد ۸ سعد ټوک ۸۴مخ مصنف ابن ابی شیبه ۱۰ ټوک ۳۶۰مخ.

طبقات د ابن سعد ليکنه ۸ټوک ۸۱مخ د بیروت چاپ کال ۱۹۵۸م.

شرح نووي په صحيح مسلم باب خروج النساء الی المساجد.

تفهیم القرآن سورت النور حاشیه ۴۹ ټوک ۳مخ ۳۹۰ ـ ۳۹۶. ـ المغنی لابن قدامه حنبلی ۲ټوک ۲۰۲مخ، فقه اسلامي و ادلته د دوکتور وهبة زحیلی ليکنه ۲ټوک ۱۰۰مخ.

هدایه مع فتح القدیر لومړی ټوک ۵۲۹مخ، درمختار مع رد المختار لومړی ټوک ۵۲۹مخ.

اسلامي رياست ابو الأعلی مو دودی ۸ باب، ۳۷ ۹مخ چاپ کال ۱۹۸۵م.

اسلامي رياست ۱۱باب ۵۱۳مخ.

روح المعانی ج ۴، ص۳۷.

القیود الواردة ص ۱۷۱ ـ ۱۷۳.

الادب المفرد محمد بن اسماعیل البخاري ص ۳۵۱.

الوابل الصبیب ص ۲۳۵.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د