د سعودي ولیعهد: یوازي مي مرګ له پاچاهي را ګرځولای شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۶ل): د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د یوې امریکايي تلویزوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، ددې معلومات خو نه لرم چې څومره ژوند به وکړم، خو په راتلونکو پنځوسو کلونو کې که زه ژوندی وم او حالات سم وه، یوازي مرګ به وکولای شي چې زما څخه د سعودي پاچاهي واخلي.

نوموړی اوس مهال امریکې ته په رسمي سفر تللی دی او تمه ده چې سبا د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات وکړي.

نوموړي د ایران په اړه هم په مرکه کې خبرې وکړې او وې ویل چې ایران په نړیواله سطحه په لویو قوتونو کې نه دی شامل او نه هم د سعودي څخه په اقتصادي برخه کې مخکي دی.

هغه وویل کچیري ایران اټومي وسله جوړه کړي، سعودي به هم ډېر ژر ورته ګام اوچت کړي.

محمد بن سلمان ټینګار وکړ چې په دې وروستیو کې د سعودي امیرانو او تجارانو نیونه په اصل کې د فساد پر ضد د مبارزې یوه برخه وه، دوی وتوانیدل چې په ریټزکارلټون هوټل کې د ساتل شویو کسانو څخه ۱۰۰ ملیارده ډالر تر لاسه کړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې دی ولي خپله ډیر زیات مصارف کوي، وویل: «زه مالداره سړی یم، فقیر نه یم زیږېدلی، زه نه ګاندي یم او نه هم مانډیلا».

نوموړي وویل چې سعودي به ډېر ژر د هغو بندیانو په اړه معلومات خپاره کړي چې په هیواد کې يې نیولي، تر څو نړۍ ته معلومه شي چې دغه هیواد څومره د سخت دریځۍ پر ضد ګامونه اوچت کړي.

ابن سلمان وویل چې مونږ تر ۱۹۷۹ پوري یو طبیعي هیواد وو او په طبیعي توګه د پرمختګ پر حال وو خو له دغې نیټې وروسته پر سعودي سخت دریځی اسلامي فکر مسلط سو.

نوموړي وویل، تاسو د ۱۹۶۰ څخه بیا تر ۱۹۷۰ پوري زمانې عکسونه را واخلئ، سعودي یو عادي هیواد وو، هلته ښځو موټر چلوی، کارونه یې کول، سینماوي وې، موسیقي او کانسرټونه تر سره کېدل خو د کال ۱۹۷۹ وروسته دا هر څه بدل شول، مونږ اوس بیا ښځو ته حقوق ورکوو، هغوی ته د کار کولو فرصت ورکو، په پوځ کې د شمولیت اسانتیا ورکوو، کنسرټونو او د لوبو میدانونو ته یې تګ اسانه کوو.

او زیاته یې کړه: د ښځي او نارینه تر منځ هیڅ فرق نشته، زمونږ ځیني سخت دریځي ښځې د نارینه و سره د یو ځای والي مخالفت کوي، خو دا خلک د اسلام په اصلي معنا نه دي پوهه شوي.

د سعودي ولیعهد وویل چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پولیسو اختیارات یې هم را کم کړي دي، په اسلام کې ښځو ته د ښه لباس اغوستلو امر شوی دی، هیڅ داسي شرعي دلیل نشته چې ښځې به حتما په توره چادري او یا تور ټیکري سر پټوي. ښځې پوره ازادي لري چې څرنګه عزت مند او ښایسته لباس واغوندي.

او زیاته یې کړه: د القاعده تنظیم مشر اسامه بن لادن د شرق او غرب تر منځ فاصله ایجاد کړه. هغه غوښتل چې د عربي هیوادونو او امریکا تر منځ اړیکې خرابي کړي، او تر یوه حده کامیابه هم شو خو مونږ په تیرو ۳ کلونو کې ډېره هڅه وکړه چې دغه اړيکې بیا ورغوو چې تر ډېره بریالي هم یو.

د اخوان المسلمین په اړه یې وویل چې د سعودي په مدارسو کې دوی له پخوا څخه ډیر نفوذ درلود خو اوس به ډېر ژر د دغه ګوند عناصر له بیخه وباسي.

د بشري حقوقو په اړه یې وویل چې دی یې مني خو معیار یې د امریکا په نسبت په سعودي کې بیل دی.

او زیاته یې کړه چې په یمن کې د حوثیانو ملیشې د نړیوالو د تایید تر لاسه کولو لپاره د انساني اړخ څخه استفاده کوي، چې باید وې نه کړي.

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورالدین
میلمه
نورالدین

دالله جل جلالہ تقدیر بیا نوری فیصلی کوی

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د سلمان زویه دمور شیدې دی سه پدې ډبرین استدلال. اصلاً بله خبره: د ابلیس ژوند د رب الجلیل په اراده د قیامت تر ورځی پوری تضمین دی یعنی ابلیس به تر قیامت پوری ژوندئ وی څو د بندګانو د اغوا غریضه همداسی ژوندۍ وساتی بناً د ابلیس د تکبر ریښه پدې کی نده پرته چه مثلاً ووائي زه تر قیامت پوری ژوندئ یم او هیڅوک می نشی محو کولای بلکه د تکبر ریښه ئې کومه بله ده چه فعلاً زموږ د بحث نه بهر ده امّا: که یو دوه دېرش کلن ځلمئ د نړیوال استعمار او نړیوال استکبار د… نور لوستل »

خالد
میلمه
خالد

لمړی خو د سعودي د ولیعهد خبره د صریح قرآنی نص سره په ټکر کې ده، الله فرمایي (ترجمه): هیڅوک نه پوهیږي چې سبا به څه پېښیږي او هیڅوک نه پوهیږي چې په کومه ځمکه به مري. دویم دا چې تاسو د وېبسایټ چلوونکو ته یوه مشوره درکوم چې د هرې لیکنې لږ تر لږه عنوان او سرلیک ته پام کوۍ، ددې لیکنې په سرلیک کې دوه ډوله ستونزې دي، لمری دا چې د (ی) ګانو مراعات مو ندی کړی، د (یوازي، مي، پاچاهي) پر ځای به ښه وو چې د (یوازې، مې، پاچاهۍ) کلیمې کارولې وای. او دوهمه ستونزه… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه

ای پروردګاره ! ای رب العلمينه! دغه جهول او ظلوم ، ټيټ ساکښ چي له غوښو، وينو او او هډوکو څخه جوړ بېلر دی او له منو، منو مرداريو ډک دی ، دا څه غرتي ولي. الهي ! دغه د انګرېز او امريکې ګوډاګيان (د آل سعوذ ناولې کوزنۍ) ته به خپل قهر او غضب اخته کړې او د تکبر او لويۍ له تخته يې هر څه ژر را وپرځوې! هو، لويه څښتنه زموږ په عاجزۍ او عذر او زاريو درته دغا ده چي ستا پر کور (کعبه مبارکه) او ستا د سپېڅلي پېغمبر پر سپېڅلې مېنه (مدينه منوره) ستا… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

سعودی یو سپیڅلی او پاک ځای دی او د سعودی عزت د هر مومن مسلمان عزت دی دا عزت اوس دا امرکایی الاصله سلمان او ځویی غواړی چی په اوبو لاهو کړی او د سعودی پت او عزت برباد کړی تر اوسه چی کوم کارونه دی پلار او زوی کړی دا ټول د اسلامی شریعت خلاف کارونه دی او دا د سعودی بربادی ښیی مونږ له الله نه غواړی چی یاالله ته دا دواړه ژر ترژره هلاک او تباه کړی او سعودی د دوی له حاکمیت څخه خلاص کړی ګنی دوی به سعودی داسی بی عزته کړی چی بیابه هیڅوک… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

همدا یی د حماقت او غلامی لمړی نښه ده چه د مسلمانانو او حتی خبلی کورنی په مقابل دومره فرعون او د ترمپ دجال او اسراییلی دجالانو په مقابل کی تر دی کچی غلام دی چه خپلی میرمنی یی د ترمپ د لور د خلوت د پاره ورته د امریکایانو او اروبایانو په شان ازادی ورکړه چه د امریکایانو ځانګړو هوتلو ته به ځانله میکپ شوی رانندګی کوی او د هغوی خوشالی به مشبوع کوی یعنی ټول سعودی او حرمین یی اسراییلو ته تسلیم کړل ، ترمپ هله د القدس تسلیمی اعلان کړه چه کعبه یی هم تسلیم کړی وه… نور لوستل »