افغانستان

کندهار: په غلچکي برید کې د پولیسو یو قوماندان ووژل شو

نن ټکی آسیا: طالبانو د یوه غلچکي برید په پایله کې د کندهار ښار د حاجي عرب په سېمه د پولیسو یو مشهور قوماندان وژلی.

د طالبانو ویاند وایي، چې تېر ماخستن شاوخوا نهه بجې د دوی چریکي ملګرو د کندهار ښار د حاجي عرب په سېمه کې د ظاهر په نوم د پولیسو یو قوماندان چې په ژړۍ ولسوالۍ کې يې د یوې پوستې مشرې کوله، په ډزو وژلی.

قاري یوسف احمدي وویل، چې قوماندان ظاهر د ژړۍ ولسوالۍ د سیاچوی په سېمه کې پوسته لرله.

د کندهار امنیتي چارواکو د پېښي په تړاو څه نه دي ویلي.

ویل کېږي، چې برید کوونکي له برید وروسته په تېښته بریالي شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x