سبا له اماراتو سره سیالۍ او افغان لوبډلې ته د مخکې تګ چانسونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ملي لوبډله سبا سه شنبه د عربي اماراتو لوبډلې سره د غوراوي سیالیو په سوپر سیکس پړاو کې خپله دویمه مهمه لوبه ترسره کوي.

افغانستان لوبډلې لپاره راتلونکې لوبه، او له هغه وروسته په ۲۳ مارچ د آیرلېنډ پر وړاندې لوبه ګټل اړین دي، چې د نړیوال جام ته د لار موندلو لپاره ددوی چانس قوي کولو کې مرسته کوي.

افغانستان په تېره لوبه کې د ویسټ انډيز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، چې اټکل کیږي سبا عربي اماراتو لوبډلې ته هم ماتې ورکړي.

ملي لوبډلې مشر راشد خان هیله ښکاره کړې چې په راتلونکو دوه لوبو کې به عربي اماراتو او آیرلېنډ لوبډلو ته ماتې ورکوي.

نوموړي په یوه خبري کانفرانس کې وویل: “موږ به خپله پوره هڅه وکړو چې په پاتې دوو سیالیو کې ښه لوبه وکړو، په تمه به شو چې د ګروپ پایله څه کېږي، لوبغاړي اماده دي او هر یو په خپله دنده پوهېږي، هیله ‎مند یم په پاتې دوو لوبو کې هم بریا خپله کړو”.

افغانستان لوبډلې که څه هم د غوراوي سیالیو په لومړي پړاو کې ښه لوبه ترسره نه کړه، خو د سوپر سیکس پړاو پېل یې په یوې سترې بریا سره وکړ، چې د نورو سیالیو ګټلو هیلې یې هم ښکاره کړې.

افغان لوبډله څنګه نړیوال جام ته لار موندلی شي؟

دوی ته په کار دي لومړی خپلې راتلونکې دواړه لوبې وګټي، بیا به نورو لوبډلو ته په تمه شي، ددې لپاره به سکاټلېنډ او زمبابوې خپلې وروستۍ لوبې وبایلي (سکاټلېنډ له ویسټ انډيز سره او زمبابوې له عربي اماراتو سره سیالۍ لري)، که داسې وشول افغانستان به ویسټ انډیز سره نړیوال جام ته ولاړ شي.

تر دې دمه ویسټ انډيز په جدول کې شپږو نومرو سره لومړی، زمبابوې او سکاټلېنډ پنځه پنځه نومرو سره دویم او درېیم، آیرلېنډ څلورو نومرو سره څلورم او افغانستان ۲ نومرو سره پنځم مقام لري، چې عربي اماراتو لوبډله له صفر پواینټ سره شپږم نمبر باندې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د