هلمند: د طالبانو په چاپه کې اوه اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۶ل): د د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته نیژدې په ناوه ولسوالۍ کې تېره شپه طالبانو د محلي پولیسو (اربکیانو) پر یوې پوستې چاپه اچولې چې له امله یې د ځايي چارواکو په وینا ۳ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د ټولنیزي شورا مشر حاجي عتیق الله رسنیو ته تایید کړې چې تېره شپه د عینک په سیمه کې د «قاسم ماما» پر امنیتي پوستې برید وشو چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.

د ناوه ولسوالي چې تېر کال دولتي ځواکونو د طالبانو څخه بیرته ونیوله، یو ځل بیا د جګړو په مرکز بدله شوې، تېره ورځ طالبانو وویل چې د سرخدوز او تریخ زابر په سیمو کې يې د اربکیانو او پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې يې ۱۵ تنه دولتي عسکر ووژل شول او ۱۶ تنه یې نور ټپيان شول.

د یادونې وړ ده چې د جګړې په ډګر کې دواړه لوري يو بل ته د درنو تلفاتو اړولو خبرونه ورکوي خو دغو خبرونو ته تر هغو د شک په سترګه کتل کیږي، تر څو چې يې دریم اړخ تایید نه کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیداکبر
میلمه
سیداکبر

ماشاالله