افغانستان

د دفاع وزیر ننګرهار ته د ډاډ لپاره تللی

د هېواد د دفاع وزیر نن ننګرهار ته سفر درلود، چې له رسنیو پټ ترسره شو. د ننګرهار ولایتي مسوولین وايي چې دفاع وزیر ورته د دویم پړاو ټاکنو اړوند د امنیت لپاره د تجهیزاتو ژمنه کړې ده.د ننګرهار د والي ویاند وايي چې جنرال بسم الله محمدي ورته د ټاکنو د با امنه ترسره کېدو ډاډ ورکړی دی. د هغه په خبره نوموړی د ننګرهار له والي سره په ننګرهار کې په شته امینتي ستونزو وغږېد.

ويل کېږي چې د دفاع وزیر د حصارک، اچین، شیرازدو، خوږياڼو، کږې، شینوارو او ځینو نورو هغه ولسوالیو اړوند اندېښنه وښوده، چې تر امنيتي ګواښ لاندې دي.
دا په داسې حال کې دی، چې یواځې نن د ننګرهار په ګاونډ کنړ کې د پاکستان له لوري دوه دېرش توغندي بیا توغول شوي، چې د ولایتي چارواکو له خولې مرګ ـ ژوبله نه لري.
د دفاع وزیر بسم الله محمدي د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو په ناسته کې پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې که بیا ورته ګام واخلي له ورته غبرګون سره به مخ شي.
بل خوا د را روانو ټاکنو مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په خپله رسمي برېښنا پاڼه کې بسم الله محمدي او د کورنیو چارو وزیر د سیال ټيم په ګټه د درغلیو سرلاري بللي او ترې غوښتي يې دي، چې په راروانو ټاکنو کې دې د تېر په څېر کړنې نه تکراروي. دا چې بسم الله محمدي ننګرهار ته له رسنیو پټ تللی او هلته يې هم له رسنیو سره نه دي ليدلي، د اشرف غني د ټیم اندېښنې ډېرې کړې دي.
ټاکنې به د روانې جوزا میاشتې په څلورویشتم ترسره شي، په داسې حال کې چې طالبانو له خلکو غوښتي چې په راتلونکو ټاکنو کې دې د تېر په څېر خپل پرېکون وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x