ورزش

پي ایس ایل: په لاهور کې به د لوبو پر مهال تلیفوني شبکې بندي وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۶ل): نن د پاکستان په لاهور ښار کې د سوپر لیګ (پي ایس ایل) سیالیو کوالیفایر لوبه د پيښور زلمي او کویټه ګلیډییټر تر منځ تر سره کیږي، چې د امنیت نیولو په خاطر یې د لوبې پر مهال د لاهور ټول ښار تلیفوني شبکې بندیږي.

د پاکستان ایکسپریس نیوز ویب پاڼې د خبر سره سم نن د سې شنبې په ورځ د ماښام شپږو بجو څخه بیا تر ۱۲ بجو د تلیفوني شبکو د بندیدو امکان شته، ځکه چې په وینا یې امنیتي ادارو د کورنیو چارو وزارت څخه غوښتي تر څو د لوبې پر مهال د امنیت په خاطر تلیفوني شبکې بندي کړي.

باید وویل شي چې د دواړو لوبډلو لوبغاړي لاهور ته رسیدلي او تمه ده چې نن پر اوه بجې ماښام لوبه تر سره شي.

د پاکستان د کرکیټ میدانونه وروسته تر هغه له لوبو څخه محروم شول کله چې په ۲۰۰۹ کې په لاهور ښار کې د سریلانکا پر لوبډلې وسلوال برید وشو.

د پاکستان کرکیټ بورډ هڅه کوي د پي ایس ایل لوبو په ترسره کولو سره دا ثابته کړي چې په پاکستان کې امنیت سم شوی او د کرکیټ لوبډلې کولای شي چې ددغه هیواد په میدانونو کې د پاکستان پر خلاف ولوبیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x