افغانستان

طالبان: د روانې لانجې د هوارولو واقعي هڅو ته هرکلی وایو، اسماعیل خان دي سیاسي دفتر ته مراجعه وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۶ل):  طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان پخوانیو تنظیمي مشرانو ته بلنه ورکړې چې د اشغال د خاتمې په خاطر او د سولې راوستلو په خاطر دي د دوی د سیاسي دفتر سره په اړیکه کي شي او د «بهرني اشغال د خاتمي، اسلامي نظام د حاکمیت او سولې د لارو چارو په اړه خپل نظریات (دي ور) سره شریک کړي».

طالبانو په خپلې خبرپاڼه کې ویلي چې ټولې هغه واقعي هڅې ستايي چې د افغانستان د شخړي د هوارولو په موخه تر سره کیږي.

خبرپاڼه چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته منسوب ده، زیاتوي، دوی له تیرو ۱۷ کلونو راهیسي د پخوانیو جهادي تنظیمونو مشران په درنښت یاد کړي او له دوی څخه یې غوښتنه کړې «چې د جهاد په مقدس صف کي د خپل ولس ترڅنګ ودریږي، ځکه چې اشغالګر په مجموع کې افغانستان او افغانانو ته هیڅ د خیر اراده نه لري.»

مجاهد ټینګار کړی چې پر دوی فرق نه لري، هر څوک که د هیواد څخه د اشغال د پای ته رسیدو لپاره هلي ځلي کوي، دوی یې هرکلی کوي او بلنه ورکوي چې ددوی له سیاسي دفتر سره په اړیکه کې شي او خپل نظریات ورسره شریک کړي.

باید وویل شي چې طالبانو تر اوسه د کابل پروسې پر مهال د اشرف غني وړاندیزونو ته رسما مثبت یا منفي جواب نه دی ورکړی.

خبرپاڼه چې نن ټکی اسیا ته هم رسیدلې په لاندي ډول ده:

د تنظیمي چارواکو غوښتنو ته د غبرګون په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په هرات ولایت کې د کب د څلورویشتمې د شهیدانو د پرتمینې ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د هرات پخواني والي محمد اسمعیل خان له اسلامي امارته وغوښتل چې که د سولې په اړه د ګډ حکومت وړاندیزونو ته غبرګون نه ښيئ نو د جهاد له لويې كورنۍ سره دې خبرې وكړي چې په ګډه د هېواد ناورين او روانې جګړې ختمې شي.

اسلامي امارت اساسا د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي چې د هیواد د روانې لانجې د واقعي هواري په اړه تر سره کیږي.

همدارنګه د پخوانیو جهادي تنظیمونو مشران په تیرو ۱۷ کلونو کې د اسلامي امارت مشر تابه په خپلو پیغامونو کې په کراتو په ډیر درنښت مخاطب کړي او له هغوی څخه یې غوښتي چې د جهاد په مقدس صف کي د خپل ولس ترڅنګ ودریږي، ځکه چې اشغالګر په مجموع کې افغانستان او افغانانو ته هیڅ د خیر اراده نه لري.

د اشغالګرو د اشغالګرانه هڅو له امله هیواد ورځ تر بلې د بحران خواته بیول کیږي او نن دوی خپله هم دا حقیقت درک کړی چې اشغالګران د افغانستان د جوړولو په پلمه د هغه د تباه کولو په لټه کې دي.

اوس چې ښاغلي اسماعیل خان د پخوانيو جهادي مشرانو په استازولي له اسلامي امارته له دوئ سره د تفاهم او خبرو په اړه د غبرګون غوښتنه کړې، اسلامي امارت هر هغه چاته چې د دغې غمیزي چې د هیواد اشغال دی دپای ته رسیدو لپاره هلې ځلې کوي او د اشغالگرو حمایت نه کوي هغه که جهادي شخصیتونه وي اویانورڅوک، ټولوته بلنه ورکوي چې د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره د تفاهم لپاره وویني ترڅو په افغانستان کې د بهرني اشغال د خاتمي، اسلامي نظام د حاکمیت او سولې د لارو چارو په اړه خپل نظریات سره شریک کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ښه مي په ياد دي چي د طالبانو واکمني وه، په کندهار کي آوازه سوه چي تورن اسماعيل له کندهاره تښتېدلي توپکيان را په مخه کړي دي او غواړي پر کندهار بريد وکړي. د کندهار ټول خلک د طالبانو په پلوي را پاڅېدل، په مساجدو کي يې طالبانو ته پيسې او وسلې ټولولې. زما پلار چي د کابل شاه په مسجد کي امام وو. پټو غوړولی وو او خلک يې د طالبانو په پلوی پيسو ورکولو ته هڅول . ډېرو خلکو پيسې، وسلې او ګرنيتونه او ان د ښځو ګېڼې په پټو کي ور واچول. بيا هغه وو چي د… نور لوستل »

توکل

زما په نظر دا خلک په اصطلاح پخوانی مجاهدین د قدرت وژی دی، ددوی دا ناری ففط د امتیازاتو لپاره دی او بس. د دوی سره د زری برابر د اسلامی نظام فکر نشته. یو مثال، چا خبره کړی وه چه طالبانو ته د یو ځو ولایات ورکړی شی. خو سیاف ( ریس المنافقین) ویل چه که طالبانو ته کوم ولایت ورکړل شی هفه به د فساد ځای وی. دوی ټول یو شا ن د امریکایانو په جم دی. هغه بل مجددی وایی چه اشرف غنی باید دا د سلولی امتیازات نه وای منلی. جکمتیار بیا وایی چه دا نامقدس… نور لوستل »

جبار

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو انسان جاعز الخطا دی تورن اسمایل خان هم خطا کاره سری به وه اوس بیی توبه کری وی دته دی اسلامی امارت فرصت ورکری چی خپل وفاداری و اسلام ته سابته کری خدای دی اغه نورو مشرانو ته هم لگ حقل اوتوفیق ورکری چی اسمایل خان غوندی یو حرکت وکری او یو اسلامی نظام او خلگ له تبایی سخه را وباسی وسلام

م عثمان احسان

هغه لیکنه مناسبه وي چې د لیکوال د حیثیت سره برابره وي! د مجاهد صیب پر اعلامیه مي نن دوه ډوله نیوکي تر سترګو سوي. لومړی نیوکه کونکي هغه کسان دي چې د قومیت او پښتونولی عینکي یې پر سترګو کړی دي، د دوی ټول ذهنیت پر دې خبره جوړ یا ور جوړ سوی دی چې پښتون، پښتون او ….. بیا پسي پښتون، خو چې کله پوښتنه ور پسي وکړي، دی محترم به د هغه حکومت کارکونکی وي چې د پښتون نسل کشي یې وکړه. دغه محترمینو ته به دومره ووایو چې اسلامي امارت د افغانستان د ټولو اقوامو یو… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

همت صاحب نیکی هیلی مو ومنه ! مونږ هم تر یوی کچی ستاسی د فرمودی سره توافق لرو چه ( ازموده را ازمودن خطا است ) مګر د افغانستان جګړه د اسلامی نړی او یا د ټول مظلوم بشریت اخری حګړه ده ګټل او بایلل یی د ټول امت ګټل او بایلل دی دا هغه د اخری دوه پیاوړو لوبغاړو جګړه ده . زمونږ هڅی باید دا وی چه پخوانی غلامان هم د صلبیانو او یهودانو له ملتیا راواړوو ، یا لږ ترلږه دا ورته پاتی نه شی چه دوی نه پوهیدل ، خکه دا هر څه الهی ارزموینه ده… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x