نړۍ

د اردوګان د ترور هڅه شنډه کړای شوه

ترکي رسنۍ وايي، چې د ترکيې د لومړي وزير رجب طيب اردوګان د وژلو يو هڅه کوونکی د ترکيې امنيتي ځواکونو لخوا هغه مهال ونيول شو، چې غوښتل يې پر رجب طيب اردوګان ډزې وکړي.

رسنۍ وايي، بريدګر هڅه کوله، چې خپله توفانچه راوباسي او پر لومړي وزير ډزې وکړي، مګر د رجب طيب اردوګان ساتونکي بريدګر ته متوجه شول او وار د مخه د نوموړي بريد د شنډولو په موخه د بريدکوونکي د نيولو هڅه وکړه.

بريدکوونکي توفانچه وغورځوله او کوښښ يې کاو، چې په تېښته بريالی شي، مګر د اردوګان د ځانګړو امنيتي ځواکونو لخوا سمدستي ونيول شو.

 د ترکيې امنيتي ځواکونه وايي، چې له نوموړي بريدګره پوښتنې ګرويږنې روانې دي.

د لوموړيو راپورونو له مخې بريدکوونکي تر اوسه له هرې ډلې او ګوند سره خپلې اړيکې رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x