افغانستان

چین او اوروپايي ټولنه: طالبان دي د اشرف غني وړاندیزونه ومني

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۶ل): د چین او اروپايي ټولني خاص استازیو په کابل کې نن د چهارشنبې په ورځ یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې طالبان باید د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له لوري ورکړل شوي وړاندیزونه ومني او د یوه سیاسي مشروع ګوند په حیث د کابل حکومت سره خبرو ته چمتوالی وښيي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم اشرف غني د کابل په پروسه کې طالبان د یوه سیاسي مشروع جهت په حیث د منلو وړاندیز وکړ او وې ویل چې ددغې ډلې بندیان به ور خوشي کړي، د اساسي قانون بدلون ته یې تیاری وښود، د طالبانو سره به اوربند وکړي او په ټاکنو کې يې طالبانو ته د یوه ګوند په حیث د شمولیت اختیار ورکړ.

که څه هم طالبانو تر اوسه پوري د نوموړي وړاندیزونو ته رسما مثبت یا منفي ځواب نه دی ورکړی خو ځیني نیوکې شوي چې ولي د اشرف غني په وړاندیزونو او وینا کې د بهرنیو ځواکونو شتون او نه شتون ته هیڅ اشاره ونه شوه او ولي د کابل په پروسه کې چې تمه وه دا به د سولې یوه پروسه یي، پر امنیتي او عملیاتي اړخ هم ویناوي وشوې او کابل حکومت بریاوو ته په کښي اشاره وشوه. په داسي حال کې چې د طالبانو پر ضد د ټرمپ ستراتیژي هم د عملي کېدو په پړاو کې ده او د ټرمپ په شمول افغان حکومت په مکرر ډول اعلان کړی چې د جګړې په زور به طالبان سولې ته اماده کوي.

د طالبانو ځیني جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وايي چې په اوس وخت کې د کابل حکومت وړاندیزونه منل به په دې مانا وي چې دوی د جګړې څخه ستړي او یا مات شوي دي او یا د امریکایانو د جګړییز فشار له امله خبرو ته چمتو شوي دي. خو دوی غواړي د افغانستان د لانجې د حل لپاره د حکومت څخه بغیر له هر چا سره مخامخ وویني او خپل نظر د روښانه کولو تر څنګ د امریکایانو سره مستقیم مذاکرات وکړي ځکه چې هغوی د جګړې اساسي اړخ دی نه د افغانستان اوسنی حکومت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عنایت الله عبدالجلیل

که له جهادی مشرانو سره دا سی احساس پیدا شی دا خوبه واقعا ددوبی لپاره دخیر سبب شی مخکنی عزت به بی احیا شی مسولیت به بی تر سره شی ملت نه به صفا شی دا خرت له که توری له هلا س سی .

نورالدین

اوروپائی ټولنہ خومجبورہ دہ داچین بیا پہ کومہ خوشحالی کی کسر ورسرہ وائی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x