ورزش

د اماراتو پر وړاندې لوبه کې اصغر ستانکزی لوبډلمشري کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او عربي اماراتو ترمنځ لوبه کې پچه اماراتو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د ۲۰۱۹م نړیوال یو ورځیني جام غوراوي سیالیو په سوپر سیکس سیالیو کې نن په مهمه لوبه کې افغانستان له اماراتو سره مخ دی، چې ګټل یې اړین او په مخکې تګ لوړ ګام دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزی په ننۍ لوبه کې یو ځل بیا له څه مودې راهیسې بېرته لوبډلې ته راستون شو.

نوموړي څه موده وړاندې د اپنډيکس ناروغ شوی و، او عملیات یې ترسره کړي وو، چې له امله یې له لوبډلې څخه بهر شوی و، او پر ځای یې راشد خان لوبډلمشري مخته وړله.

اصغر ستانکزی د افسر ځاځي پر ځای (چې دده پرځای لوبه کې شامل شوی و) د غوراوي سیالیو د سوپر سیکس پړاو سیالۍ کې لوبډله کې شامل شوی او اوس د عربي اماراتو پر وړاندې لوبه کې لوبډلمشري پر مخ وړي.

ننۍ لوبه کې د افغانستان نوملړ په لاندې ډول دی:

محمد شهزاد، اصغر ستانکزی (لوبډلمشر)، محمد نبي، رحمت شاه، راشد خان، دولت ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، ګلبدین نائب، سمیع الله شینواری، نجیب ځدراڼ او شرف الدین اشرف شامل دي.

اوسمهال عربي اماراتو لوبډلې په ۸.۲ اورونو کې ۱۵ منډې جوړې کړي او ۲ لوبغاړی یې له لاسه ورکړي دي.

دولت ځدراڼ ۴.۲ اورونه کړي، ۱۲ منډې یې ورکړي او ۲ لوبغاړي یې سوځولي دي، همدا ډول ورسره سوکه توپ اچونکي مجیب ځدراڼ ۴ اورونه ترسره کړي، ۲ منډې یې ورکړي او په کومه ویکټه اخیستلو نه دی بریالی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

دننورځی کریکټ په اړه راته معلومات راکړی

نا پيژاند

دکریکیت په اړه وس تازه معلومات

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx