افغانستان

د سید حسین انوري پر موټر چاودنه شوې

نن ټکی آسیا: پخواني جنګسالار قوماندان او د افغانستان د خلکو د اسلامي حرکت مشر سید حسین انوري ته نږدې سرچینې خبر ورکوي، چې نوموړی نن مازدیګر مهال د سړک غاړي ماین له چاودنې روغ ووت.

د نوموړي د ګوند یوې رسمي سرچینې پېښه تائید کړه او زیاته یې کړه، چې له چاودنې وروسته نښته هم رامنځته شوه.

د انوري د ګوند فرهنګي مسؤل سید جعر عادلي حسیني وویل، چې نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوی موټریز کاروان تر چاودنې او برید لاندې راغلی.

د عادلي په وینا، موږ د ښاغلي انوري د موټرو له کاروان سره یو ځای له سياه ګرد ولسوالۍ راګرځېدو، چې ناڅاپه د سياګرد ولسوالۍ له رنګاپول څخه د تېرېدو پر مهال د یوه ولاړ موټرسایکل له کبله چاودنه رامنځته شوه او له چاودنې وروسته سخته نښته پيل شوه.

نوموړي ومنله، چې د برید پر مهال د ډزو په پایله کې یوه مېرمن وژل شوې او د ښاغلي انوري درې ساتونکي ټپیان شوي.

د سیاه ګرد امنیه قوماندان سمونوال یار محمد هم د پېښي پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې لومړی د سړک غاړي ماین چاودنه او وروسته وسله واله نښته را منځته شوې.

تر اوسه د پېښي مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو ویاند هم د یادې نښتې په باب خپل نظر نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x