azadi

ازادي اخلمه…

همت بدري

زه نه په سوال نه په خیرات کې ازادي اخلمه
نه یې په عذر نه زکات کې ازادي اخلمه

زمادمینې کور ړنګ شوی دی جواب یې غواړم
کور مې ګټـم درنـه کسـات کې آزادي اخلمه

که دموسی او دفرعون مقابله حقه وي
یادساته نیل نه په نجات کې ازادي اخلمه

خیرزه دې نه یم زه دې مړشم چه امت ازادوي
که خدای کول درنه حیات کې ازادي اخلمه

توره او ډال قلم اوژبه بندول هم ګران دي
زه په ممبر زه په جومات کې ازادي اخلمه

ستاعقیده او ستانظر دی له دې ټول منکر
زه په انجیل زه په تورات کې ازادي اخلمه

همتـه رب(ج) نه نصرتونه مددونه غواړم
دقـدمو نو په ثُــبات کـې ازادي اخـلمه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د