fbpx

غزل: زما هجرت، زما پګړۍ

مهاجر زاهد ساپي

زما د ژوندون راز، زما هجرت، زما پګړۍ
وماته دی اعزاز، زما هجرت، زما پګړۍ

په شونډو وچ پتري، تڼاکې پښې، شډل وجود
د څړیکو سوز او ساز، زما هجرت، زما پګړۍ

له وخت نه بغاوت، زما همت، زما غیرت
زما ناز او انداز، زما هجرت، زما پګړۍ

د ژوند په دم قدم صبر او زغم آخر تر څو
لري که نه جواز؟ زما هجرت، زما پګړۍ

جنون ته مې ټاکلې وې د عشق تودې سړې
سفر کړلو آغاز، زما هجرت، زما پګړۍ

زاهد ساپي په زړه کې مې کړ ځای مهجور غزل
د هر توري اواز، زما هجرت، زما پګړۍ
ــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۲مارچ۲۰۱۸م
کونړ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د