افغانستان

ننګرهار: رينګ روډ سره د بهرنيو عسکرو د موټرو پر تم ځای ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسيا: لږه شېبه مخکې مو خبر تر لاسه کړ، ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار ته څېرمه رينګ روډ سره د بهرنيو عسکرو د موټرو او ټانکونو پر تم ځای ډله ييز بريدونه پيل شوي دي.

د لومړيو معلوماتو له مخې درې سرتيري بريدګر د موټرو او ټانکونو تم ځاید په سپکو او درنو وسلو سمبال ننوتي او دمګړۍ د سپکو او درنو چاودنو غږونه اوريدل کيږي.

د عيني شاهدانو له قوله د بهرنيو عسکرو له موټرو او ټانکونو د اور لمبې پورته کيږي او جګړه لا هم روانه ده.

د يادونې وړ ده، چې بريد پر هغو موټرو پيل شوی، چې د بهرنيو عسکرو ټانکونه د تورخم له لارې کراچۍ او له هغه ځايه يې امريکايي بيړۍ امريکا ته وړي.

 

د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x