كفر او تكفير

محمد اکبر سائل

د كفر تعريف : په شرعي اصطلاح کې کفر د هر هغه څه نه انکار کول دي چی په شریعت کی په واضح ډول معلوم وي چي دا دین له امورو څخه دي (ما علم من الدین بضرورة).

د كفر ډولونه :

كفر په دوه ډوله دى

۱: کفر اکبر ۲: کفر اصغر

کفر اکبر : هغه دی چې انسان له اسلام پرې وځي او ابدي جهنم ورته واجب کيږی .

کفر اصغر : هغه دی چې انسان له اسلام نه پرې وځي، خو د د غیرې ابدي جهنم د وعید مستحق کیږی.
امام بغوي فرمایي چی کفر اکبر څلور اسباب لري

1 كفر إنكار 2 كفر جحود 3 كفر عناد 4 کفر نفاق

کفر اصغر : په اصل کی دا هغه ګناهونه دي چی قران او سنتو کی ورته کفر ویل شوی ، خو جمهور علما په دې متفق دي چې په ارتکاب یی انسان د اسلام له دين نه وځي .

د کفر اصغر لنډ مثالونه :

د الله ج د کتاب پرته په بل څه حکم کول خو چی اعتقاد یی جوړ وی.

الله ج فرما يي : وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ

دلته که موږ امام بخاری کتب وګورو صحیح البخاري په کتاب الایمان کی باب ته نوم ورکوي کفر دون الکفر چی مراد یی هم دا پورتنۍ تقسیم دی.

د مسلمان وژل رسول الله ص. فرمايي : سِبَابُ المُسْلِمِ فُسُوقٌ، وَقِتَالُهُ كُفْرٌ. اخرجه بخاري.

امام نووي فرمایي: مسلمان که څوک په ناحقه ووژني دا لویه ګناه ده خو کفر نه دی چی له دين نه انسان وباسي.
کوچنی نفاق : رسول الله ص فرمايي : آيَةُ الـمُنَافِقِ ثَلاَثٌ: إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ. دا نفاق کفر نه دی.

پاتي دې نه وي چې لوی نفاق کفر اکبر دی لکه چې یو څوک په ظاهر ځان مسلمان بولي خو اعتقاد یي د کفر وي.

چي خبره اوږده نه شي په هم دې اکتفا کوو، او را ځو تکفیر ته.

زموږ په ټولنه کې خلک په دې شومه ډیر جرأت کوي ، او ډیر په اسانی یو چاته وايي چې ته لاړې کافر شوې، خو د دې خبرې په اثارو او احکامو ډیر کم خلک پوه دي. د تکفیر حکم کی به موږ ګورو چي عامو خلکو ته هیڅ د دې حق نشته، او بلکل حرام دي چی یو چاته ووایی چې ته کافر يې یا له اسلامه ووتې

اصلې موضوع ته راځو :

د تکفیر تعریف : په بل چا د کفر حکم کولو ته تکفیر وایی.

د تکفیر حکم

اول واجب : په علماوو چی د افتاء او قضاء شروط پکې وي، واجب ده چی څوک چی د دین د معلوم کار انکار وکړي کافر يي وبولي.

دوهم تحریم : هغه څوک چې علم نه لري د قران په احکامو، ناسخ منسوخ ، حدیث، علم الکلام، اصول او نورو علومو پوه نه وي او د افتاء او قضاء شروط پکې موجود نه وي دا ورته بلکل حرام ده چی يو چاته دې کافر ووایی مګر صرف هغه څوک چی يې کفر مشهور وي یا یی اصل کفر وي لکه دار الکفر کې.

او بل ته دیې کفر نسبت کول، دا ډیره لویه خبره ده او که هغه کافر نه وي نو دا حکم په ده راګرځي. رسول الله صلی الله علیه سلام فرمایی :إذا قال الرجل لأخيه يا كافر فقد باء به أحدهما، فإن كان كما قال، وإلا رجعت عليه”.. [أخرجه البخاري في صحيحه 10 / 514 الفتح .

ژباړه : که څوک خپل ورور ( مسلمان) ته ووایي چي ای کافره نو یو د دوی نه کافر دی که چیرې هغه کافر وي، کنه کفر خپله دې ویونکي ته راګرځي.

بل ځای فرمایي :من صلى صلاتنا، واستقبل قبلتنا، وأكل ذبيحتنا فهو المسلم، له ما لنا وعليه ما علينا .. [أخرجه البخاري في صحيحه 1 / 496 الفتح]

ژباړه چا چی زموږ لمونځ کړ، زموږ قبلي ته یی مخ کړ ، زموږ زبیحه وخوړله هغه مسلمان دی د ده له لپاره ټول هغه څه دي چې د یو مسلمان لپاره دي او هغه څه په ده باندي دي چی په یو مسلمان دي.

خبره اوږده نه شي دې ته ورته ډیر نور احادیث او ایاتونه شته چی په دې خبره ټينګار کوي چې یو مسلمان ته کافر مه وایی حتی علما وایی که یو چا په اسلامی مجتمع کي درته وویل چی ما کفر وکړ او کافر شوم ته مه ورته وایه چی کافر یی بلکی ورته وایه چی نه ته ښه نه یی یا په قهر یی چې کلیمه ووایی ته مسلمان یی. دا خو لا څه چې یو سړی په خوله درته وایی چې زه مسلمان یم او ته ورته رنډ یی چی نه نه ته په دې دې دلايلو کافر يي !!

له ټولو ملګرو می هیله ده چې دا خبره تر خلکو ورسوي او د تکفیر په مخنیوی کی مرسته وکړي تر څو د شر نه يي په امان کی شو .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د