نړۍ

ملي عوامي ګوند د ځوانانو کمیټه لغوه کړه او مشر یې وشړئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د پښتنو لوی قومي ګوند ملي عوامي خپل د ځوانانو (نیشنل یوت ارګنایزیشن) مرکزي کمیټه ځکه ماته کړه چې ددغه کمیټې مشر محسن داوړ د منظور پښتین د تحریک ملاتړ وکړ.

د راپورونو سره سم د ملي عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان د ځوانانو کمیټې څخه محسن دواړ لیري کړی او له دغې کمیټې څخه یې نور غړي هم شړلي دي.

عوامي نیشنل ګوند پر خپل فیسبوک پاڼه د محسن داوړ د لیري کولو په اړه ویلي چې د دوی د ګوند غړي د نورو ګوندونو په فعالیتونو کې د ګډون اجازه نه لري.

په ټولنیزو پاڼو کې د نیشنل عوامي ګوند دغه کار په پراخه کچه غندل شوی او ویل شوي چې نیشنل عوامي ګوند ددې پر ځای چې د پښتنو د حقوقو لپاره اواز اوچت کړي، خپل هغه غړي له ګونده شړي چې پر پښتنو غیرت کوي او د پښتنو د حقوقو غوښتونکو څخه ملاتړ کوي.

منظور پښتین په نامه د وزیرستان یوه ځوان په دې وروستیو کې د پښتنو د حقوقو لپاره سیاسي تحریک پيل کړی چې نوم یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ورکړی او د پښتنو په نامه پخواني ګوندونه یې د ځان لپاره ګواښ بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

فه افغانستان کی دخلقیانو څنګ کی دعوامی نشنل ګوند دریدل دا هم یوه دسیسه وه او ددوی ناری لر او بر افغان یو ده دا هم ددوی یوه دسیسه ده عوامی نیشنل ګوند دافغان اولس لپاره تر ټولو لوی مخالف او دسیسه کار ګوند انګریزانو جوړ کړی ۰۰۰۰

Zadran

انګریزانو پاکستان هم جوړ کړ.پاکستان بیا طالیبان جوړ کړل.مطلب دا چه انګریزان د طالیبانو نیکه شو.

افغان

په هر قوم او حتی هر کلی کور کی ښه او بد په بیلا بیلو کچو شتون لری ، مګر په ځينو کی تر نورو یی که کچه زیاته وی هغه ټولی کورنۍ ، کلی کور او یا هغه قوم هغه ښه هم په بدو کی شمیرل کیږی ، لکه د ځدرانو قوم خو په ماضی کی ډیر کوټلی او مجاهد قوم وو ، مګر نن صبا چه د چا نوم خډران دی هغوی تل الحادی او د نورو منحیث غلام د یو څو ډالرو د باره د بادارانو د ګټو د پاره بی وزنه او بی منطقه خبری کوی… نور لوستل »

سنګین

یاره ځدرانه د تاسو سم نیم قوم د پاکستان تابیعت لری، هغه بیا د چا بجی او د چا لمسی دي؟

haroon

لمړی خو دې خدای(ج) وکړي چې دا خبر سم نه وي. دوهم نو که رښتیا وي دا به د عوامي نشنل ګوند لویه جفا وي چې داسې یو پښتون ضد عمل یې تر سره کړی دی. د منظور پښتین تر مشرۍ لاندې غورځنګ خو سیاسي ګوند ندی، دا د ټولو پښتنو د حقونو او ازادۍ غورڅنګ دی او په تولو پښتنو پورې که په لر کې دي یا بر کې دي، تړاو لري. دا پرېکړه که شوې وي د دې تش په نامه مشرانو کوچنیتوب ښي.

اقبال

هارون صاحب ، ستاسی دا دعا چه ( خدای دی نه کړی دا خبر سم نه وی ) داسی معنی لری لکه د یو ښه سړی په اړه چه ناسمه خبر خپور شی نو خلک وایی چه خدای وکړه چه دا اوازه یی دروغ شی . مګر د نشنل عوامی پارتی په اړه دا خبره هم ډیره کوچنی خبره ده چه د ځوانانو د کمیټی مشر یی شړلی . دا هم معلومه نه ده چه دا به ډرامه وی په دی واسطه به له هغه ځوان انقلابی جوړوی او نشنل عوامی ته ورته مافیاوی باند به ورباندی نوی کوی ځکه… نور لوستل »

مجيب الرحمان

اسفنديار پسې چې اوس هم ځينې بوس سري ولاړ دي ډېر د شرم ځاى دى ځکه اسفنديار نه په سياست پوهېږي نه په پښتونولي. وروسته له دروند فخر افغان څخه د لراوبر يوافغان ګوند ىې ولي خان مات کړ اې أن پي يې جوړه کړه تر دا ننه پورې يې د پنجابي په ملاتړ او پېښو کې ډله او ګروپونه په نوم مخته وړي پخپله پاکستان يې هم ناپوه بوليفيا او د خس اهمیت نه ورکوي. کله چې د پښتنو د مرګ ژوبلو عمليات د پاکستان پوځ چمتو کړي نو دوى څخه لکه د کرزي او شمال ټلوالې مريان کار… نور لوستل »

اجمل

مجیب الرحمان صاحب ! ستاسی د نورو تبصرو معلومیږی چه نشنلستی لید لوری لری او دغه نوم دی هم د بنګله دیش د نشنلست څخه چه د بوتو مقابل کی یی بنګال د هندوانو په ملاتړ له کمونست بوټو جلا کړو . د اسفند یار په اړه ارزونه دی زه نسبی تاییدوم خزله ده څه وزن نه لری ، هغه څوک وزن نه لری چه د خپل خالق مقابل کی سرغړونی کوی . اسفند یار د کوچنی والی په اړه یی مونږ ته یو کس چه د پشاور د اسلامی کالچ مشر دی هغه سوګند یاد کړو چه هغه ورسره… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx