عربي اماراتو لوبډلې افغانستان ته ۱۷۸ منډې هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۶): د افغانستان او عربي اماراتو ترمنځ لوبه کې عربي اماراتو لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.

د ۲۰۱۹م نړیوال یو ورځيني جام غوراوي سیالۍ په سوپر سیکس پړاو کې د افغان لوبغاړو په غوره توپ اچونه عربي اماراتو لوبډلې ونشو کړای ستر هدف وټاکي او ټوله لوبډله یې په ۱۷۷ منډو وسوځېده.

ددوی لخوا شیمان انور او محمد نوید غوره توپوهنه وکړه، شیمان انور ۶۴ منډې جوړې کړې او د راشد خان په توپ کیچ اوټ شو، همدا ډول محمد نوید چټکې ۴۵ منډې جوړې کړې او د راشد خان په توپ وسوځېد، نوموړي ۲ شپږیزې او ۷ څلوریزې هم ووهلې.

د افغانستان لخوا مجیب ځدراڼ اقتصادي توپ اچونه وکړه چې په ۹ اورونو کې یې ۲۶ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه، همدا ډول دولت ځدراڼ ۳ او محمد نبي ۱ ویکټه ترلاسه کړه.

له بل اړخه راشد خان له ډيرې مودې وروسته یو ځل بیا غوره توپ اچونه ترسره کړه او د عربي اماراتو لوبډلې ۵ لوبغاړي یې وسوځول، چې شاید دده د غوره توپ اچونې یو لامل دده لوبډلمشري پریښودل وي، دده یو ورځینۍ ویکټې ۹۶ ته ورسیدې.

که راشد خان په راتلونکو لسو لوبو کې ۴ ویکټې ترلاسه کړې نو د نړۍ لومړی غوره توپ اچونکی به شي چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې په چټکې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړي. دا ریکارډ تر دې مهاله د استرالیا چټک توپ اچونکي میچل سټارک په نوم دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د