نړۍ

د کراچۍ پر هوايي ډګر د سپکو او درنو وسلو ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسيا: د پاکستاني رسنيو له قوله د کراچۍ پر جناح نړيوال هوايي ډګر د سپکو او درنو وسلو ډله ييز بريدونه روان دي او تر اوسه پکې د هوايي ډګر څلور امنيتي کسان وژل شوي دي.

د امنيتي ځواکونو او بريدګرو تر منځ سخته نښته روانه ده.

د ايکسپريس تلويزون له قوله بريدګرو غوښتل، چې د الوتکو رن وې ته ځانونه ورسوي، مګر د امنيتي ځواکونو له خوا مقاومت سره مخ شول او له دواړو لوريو د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي.

خبر زياتوي، چې د جګړې له امله د کراچۍ هوايي ډګر ټول کورني او بهرني پروازونه ځنډول شوي دي.

 

د کراچۍ جناح نړيوال هوايي ډګر يو لوړپوړی افسر عابد قايم وايي، چې تر دې دمه هوايي ډګر ته د زيان او مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه شوي، خو دومره ويلی شي، چې تر اوسه د هوايي ډګر څلور امنيتي ساتونکي وژل شوي او د ځينو بريدګرو د ټپي کيدو خبر يې هم تر لاسه کړی دی.

د هوايي ډګر د پوليسو ډي ايس پي” راو انور” رسنيو سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې پنځه يا شپږو بريدګرو د کراچۍ پر نړيوال هوايي ډګر بريد کړی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x