د نن سرلیکنه

د اسمعیل خان غوښتنو ته د طالبانو مثبت ځواب

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

طالبانو نن د یوې رسمي اعلامیې له مخې د هرات د پخواني والي او د کرزي په حکومت کې د اوبو او بریښنا پخواني وزیر هغې غوښتنې ته مثبت غبرګون ښودلی چې نوموړي (۵) ورځې وړاندې په هرات کې د یوې غونډې په مهال له طلبانو څخه کړې وه.

ښاغلي اسماعیل خان چې پرافغانستان د سرو لښکرو د یرغل په مهال په جنوب لویدیځه حوزه کې یو مشهور جهادي قومندان او بانفوذه شخصیت و تیره اونۍ یې له طالبانو وغوښتل چې که د سولې د وړاندیز په اړه د ولسمشر غني غوښتنو ته ځواب ویل نه غواړي د ده په اند له جهادي رهبرانو سره دې په دې اړه خبره وکړي تر څو په ګډه د هیواد غمیزې ته حل لاره وموندل شي.

د ولسمشر غني په ځای د پخوانیو جهادي رهبرانو په استاز ولي د ښاغلي اسماعیل خان غوښتنې ته د طالبانو مثبت ځواب د سولې په لاره کې یو هیله بښونکی اقدام دی که مثبته استفاده تري وشي .

طالبانو په تلمیحي ډول په خپلې اعلامیې کې دا هم ویلي چې دوئ د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي چې په واقعي ډول په هیواد کې د سولې ټینګښت او جګړې خاتمې ته لاره پرانیزي.

پخواني جهادي رهبران چې د شوروي اشغال په مهال یې د هیواد په آزادي او شوروي ځواکونو خلاف جهاد کې فعال رول درلود له بده مرغه چې د امریکايي اشغال په مهال ټول په غلط فهمي سره د امریکایانو ترڅنګ ودریدل او دوی په دې نظر وو چې امریکایان ریښتیا هم افغانستان ته د افغانانو د مصالحو د تحقق او دلته د یوه قانوني حکومت جوړولو لپاره راغلي دي.

امریکایانو په دې پلمه د هغوی له شتون څخه د اشغال په ګټه ښه استفاده وکړه تر دې چې د دوئ په خلاف جهادي مقاومت یې هم د همدې رهبرانو په خوله ناروا او امنیتي شوم تړون یې د هغوي تر نظارت لاندې لاسلیک کړ.

خو اوس چې د همدې شوم تړون له لاسلیکولو وروسته لیدل کیږي چې د هیواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلي خراب او هیواد د بحران خواته بیول کیږي هغوی پوه شول چې په افغانستان کې د امریکایانو شتون د افغانانو په ګټه نه ؛ بلکې د هغوی او د هغوي د هیواد د تباهي لپاره دی.

اوس هم که همدا پروني جهادي رهبران د هیواد د غمیزې د حل لپاره په متحدانه ډول اقدام وکړي او د اشغال د پای ته رسولو لپاره خپلې هلې ځلې له طالبانو سره شریکې کړي ښايي په دې لاره کې د دوئ رول تر بل هرچا موثر وي.

طالبانو هم چې د ولسمشر غني د وړاندیز په ځای د پخوانیو جهادي چارواکو غوښتنو ته مثبت غبرګون وښود ښايي لامل یې دا وي چې دهغوی په اند همدا پخواني جهادي رهبران هم د ولسمشر غني په نسبت مؤثر او هم یې د افغان غمیزي په هواري کې د هغه په نسبت هلې ځلې صادقانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

هو هغه په اصطلاح جهادي رهبران خو مو داسي روغ پرېښوول

نا پيژاند

زما پوشتنه داده، که چيرته جهادى مشران ورسره خبرى وکړى او موافقى ته سره ورسيږى نو د ناټوځواکونو زموارى به سوک وواهى چى په دوى به عمليات ودروى ، طالبان چى کله جنګ سست کړى نو ناټوشايد ددوى په ضد عمليات سخت کړى

عبدالقدیر مهمند

دروازه توبه برای همه افغانهای فریب خورده ما باز است حتی برای جهاد فروشان دین فروشان تنظیمی !

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x