fbpx

غوراوي سیالۍ: ملي لوبډلې اماراتو ته مهمه لوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ملي لوبډلې په مهمه لوبه کې عربي اماراتو لوبډلې ته د پنځو ویکټو او ۹۳ توپونو په توپیر ماتې ورکړه.

د غوراوي سیالۍ په سوپر سیکس پړاو کې د اماراتو لوبډلې پر وړاندې ګلبدین نائب او نجیب ځدراڼ مسؤولانه لوبه ترسره کړه او لوبډلې ته یې مهمه بریا ورکړه.

که څه هم افغان لوبډله په پېل کې له یو شمېر ستونزو سره مخ وه، او د پېل لوبغاړي یې په کمو منډو وسوځېدل خو وروسته نجیب الله ځدراڼ په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، او د ګلبدین نائب سره یې ګټونکې ۱۲۴ منډې چټکه ملګرتیا جوړه کړه.

افغان لوبډلې د ۱۷۸ منډو هدف په ځواب کې د پېل لوبغاړي نه لرلو پر مهال ګلبدین نائب ته فرصت ورکړ چې ښه ثابت شو، نوموړی له پېله تر پایه ولاړ و او ونه سوځېد.

ننۍ لوبه کې محمد شهزاد د تېر په څېر یو ځل بیا ونه ځلېد او خپله ویکټه یې په ۳ منډو له لاسه ورکړه، ورپسې رحمت شاه ۱۶، سمیع الله شینواري ۲ او محمد نبي ۶ منډې جوړې کړې.

اصغر ستانکزی چې له څه مودې وروسته لوبو ته راستون شوی وو، د تېر په څير یې یو ځل بیا خپل مسؤولیت ادا نه کړ، او د فشار پر وخت یې ویکټ له لاسه ورکړه، دا په داسې حال کې چې اټکل کېده افغانستان شاید عربي اماراتو ته لوبه وبایلي.

خو له بل اړخه ګلبدین نائب او نجیب ځدراڼ په ۱۹ اورونو کې ۱۲۴ منډې چټکه ملګرتیا ترسره کړه او بریا یې خپله کړه.

ګلبدین نائب د ۲ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۷۴ منډې جوړې کړې، همدا ډول نجیب ځدراڼ د ۲ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته ۶۳ منډې جوړې کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د