ادبي لیکني

د شهادت تلين

 

بوډۍ مور يې خپل کور کې خاورین دیوال ته ډډه وهلې وه. د خپل شهید زوی د شهادت تلین يې په اوښکو او ژړا یوازې لمانځه. بهر د موټرو هارنونو اوشور لږه بې پامه کړه. کلي ته د ټاکنو د کمپاین موټر بېخي راورسېدل. په لوډسپيکر یې خلک د رايې اچونې لپاره هڅول. د نوماند او ورسره معانينو عکسونه چې درې واړه په يوه کاغذ کې چاپ شوي وو وېشل. یوه ماشوم چې څنګه عکس ترلاسه کړ نو په منډه او خوشالۍ کور ته راننوت او خپلې نیا ته یې عکس ورښود. نیا په عکس کې سترګې خښې کړې؛ خو څوک يې پکې ونه پيژندل. له لمسي يې وپوښتل: زويه دا څوک دي؟ دا عکس دې څنګه دلته راوړو؟
لمسي په ډېر جرئت سره ورته وویل،
دا د تحول او دوام ټيم دی، ښې خواته يې د دانش په نوم يو معاون دی او دا چپه خوا رشید دوستم او په دې منځ کې اشرف غني احمدزی دی. نیا یې ماشوم لمسی په غیږ کې ونیوو او ښکل يې کړو او ورته يې ویل:
زویه! پلار دې دې ظالم دا ګورې دا يو دی په قلعه جنګي کې په ظلم شهید کړی و، ښه شوه چې داسې ورځ باندې دې دا عکس راوړو چې د کسات اخیستنې لپاره زما لپاره اوس يوازې يوه لاره پاتې ده. عکس يې په غاښونو وژولو او په ډیره غوسه يې اور ورکړو او د خپل شهید شوي بچي تلين يې د اوښکو پر ځای سږکال د قاتل دوستم د عکس په ژوولو او سیځلو ولمانځه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x