ورزش

پي ایس ایل: د پيښور زلمو کويټې لوبډله له سیالیو بهر کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۱ وری، ۱۳۹۷): د پاکستان سوپر لیګ په ایلیمینېټر سیالۍ کې د پيښور لوبډلې کویټې لوبډلې ته له سختې لوبې وروسته په یوه منډه ماتې ورکړه او له سیاليو يې بهر کړه.

ننۍ لوبه کې لومړی توپوهنه د پيښور زلمو وکړه چې په شل اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۷ منډې جوړې کړې او کويټې لوبډلې ته یې د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه.

ددوی لخوا لییم ډاوسن په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۶۲ منډې یې جوړې کړې، چې د کویټې لخوا په توپ اچونه کې راحت علي په ۴ اورونو کې د ۱۶ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د کویټې لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۶ منډې جوړې کړې او د یوې منډې په توپير یې لوبه وبایلله.

لوبه هغه وخت په زړه پورې شوه کله چې کویټې لوبډلې ته په پای اور کې ۲۵ منډو ته اړتیا وه او انور علي توپوهنه کوله، نوموړي ۳ شپږیزې او یوه څلوریزه ووهله چې په پای توپ ۳ منډو ته اړتیا پاتې شوه، په داسې وخت کې يې په پای توپ شاټ وواهه او پر پاونډرۍ کیچ میس شو چې له امله یې یوه منډه جوړه او د دویمې منډې جوړولو پر وخت رن اوټ شو، همداسې یې د یوې منډې په توپیر ماتې وخوړله.

حیرانونکې داده چې د پيښور او کویټې لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله د پي ایس ایل په درېواړو سیالیو کې درې پلی آف لوبې ترسره شوي چې درېواړه سیالۍ د یوې منډې په توپير ګټل شوې دي.

سبا به پیښور لوبډله له کراچۍ لوبډلې سره په دویم ایلیمنېټر سیالۍ کې په لاهور لوبغالي کې مخ کیږي چې ګټونکې لوبډله به یې اسلام اباد لوبډلې سره پایلوبه کې د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x