fbpx

هغه وختونه چې اوبه څکل په کې روغتیا ته زیان رسوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۱ وری، ۱۳۹۶ل): د انسان بدن اوبو ته تر بل هر څه زیاته اړتیا لري، په عام ډول ډاکټران په ورځ کې تر اتو ګیلاسو یا ۲ لیټرو او یا هم د بدن اړتیا مطابق اوبو څکلو مشوره ورکوي، خو ځینې داسې وختونه هم شته چې که اوبه په کې وڅکل شي د ګټې پر ځای زیان رسوي.

هغه وختونه چې د اوبو څکلو سره د بدن روغتیا ته زیان رسیږي:

د خوب نه وړاندې اوبه څکل

د خوب نه وړاندې د اوبو څکلو زیان دوه لاملونه لري، لومړی دا چې د شپې لخوا اوبه څکل د انسان خوب زیانمنوي، یو خو به د تشو متیازو لپاره زیات راپاڅیږي، او بل ویده کېدل ترې زیات وخت نیسي.

دویم دا چې پښتورګو ته زیان رسوي، ځکه چې د شپې لخوا پښتورګي په بدن کې خپل فعالیت کموي، همدا لامل دی چې ځینې خلک سهار کې د مخ، لاسونو او پښو پړسېدلو شکایت لري، دا شکایت هغه څوک کوي چې د خوب څخه وړاندې اوبه څکي.

ورزش په دوران کې اوبه څکل

د څیړنو پر اساس د ورزش پر وخت اوبه څکل پر بدن منفي اغیز کوي، ځکه چې د ورزش پر مهال د بدن تودوخه لوړیږي، چې د ګرمۍ احساس کیږي، او د ګرمۍ پر وخت اوبه څکل تنده ماتوي، نو که په داسې وخت کې اوبه وڅکل شي، سر دردي، زړه بدوالی او سر تاوېدل او نورې ناروغۍ رامنځته کوي.

همدا رنګه هغه خلک چې د زړه ناروغي لري او د ورزش په دوران کې اوبه وڅکي، نور یې هم پر زړه بوج زیاتیږي، همدا لامل دی چې ډاکټران د ورزش نه څه شېبه وروسته د اوبو څکلو توصیه کوي.

د تشو متیازو سپين رنګ

کله چې تشې متیازې بې رنګه یا سپينې شي، دا په ګوته کوي چې بدن کې د اوبو اندازه ډیره شوې ده، لامل یې د ورځې په اوږدو کې ډيرې اوبه څکل دي، چې ددې د پاسه نورې اوبه څکل روغتیا زیانمنوي، ځکه چې په زیاتو متیازو کولو سره بدن کې د سوډيم کچه ټيټیږي، چې د زړه حملې سربېره د بیلا بیلو روغتیايي ستونزو لامل جوړیږي.

د مرچک خوړلو پر وخت اوبه څکل

د مرچک یا ترخې مصالحې خوړلو نه وروسته که انسان ته د سوزش احساس کیږي، نو د اوبو څکلو څخه دې ډډه وکړي، ځکه چې په مرچک کې د مالیکول ماده اوبو څکلو سره پر ځای پاتې کیږي، او د خولې څخه تر ستونې نالۍ پورې خپریږي، چې نور هم زیان رسوي.

اوبو پسې اوبه څکل

په یو وخت زیاتې اوبه څکل بدن کې د سوډیم کچه ټيټوي چې پر بدن منفي اغیز کوي، همدا ډول په پښتورګو هم بد اغیز کوي، ځکه چې د ډیرو اوبو څکلو پر وخت پښتورګي د وینې تنظیمولو کار پریږدي او پر ځای یې د اوبو ویستلو ته اړ کیږي، چې پر بدن منفي اغیز کوي، او د یو شمېر ناروغیو لامل کیږي.

همدا ډول ویل کیږي چې د ډوډۍ نه مخکې، دوران کې یا وروسته اوبه څکل هم زیانمنې دي، ځکه په دې سره هاضمي سیستم ګډوډيږي، چې د وخت تېریدلو سره معده کې ستونزې راولاړیږي.

سرچینه: ډان نیوز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د