د ټرمپ او محمد بن سلمان تر منځ د ناستې مهم ټکي / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ وری، ۱۳۹۷): د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې دا وخت په امریکا کې دی او تمه ده چې دوه اونۍ به په دغه هیواد کې تیري کړي، تېره شپه یې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرامپ سره ولیدل.

په دغه ناسته کې چې د نړۍ اکثرو تلویزونونو په ژوندۍ بڼه ښکاره کړه، د ځینو په اند ټرمپ په ډېره توهین امیزه توګه د سعودي عرب سره خپل وروستي قراردادونه څرګند کړل او د محمد بن سلمان مخته یې د لوحې تر نیولو ورسته تشریح کول په داسي حال کې چې محمد بن سلمان له مجبوریه ورته خندل.

ټرمپ په دغه ناسته کې وویل: « مونږ به له دوی څخه په ملیاردونو ډالر امریکا ته را نقل کړو، مونږ پوهیږو او دوی هم ښه پوهیږي».

نوموړي دوه لوحې چې په هغو کې د وسلو، الوتکو او میزایلونو انځورونه وه، د محمد بن سلمان مخته ونیولې او وې ویل: «دا ددوی د حمایت لپاره».

او زیاته یې کړه: «ملیارد او ۵۲۵ ملیونه ډالره، ۶۴۵ ملیونه ډالره.. ۶ ملیارده ډالره..» او بیا یې محمد بن سلمان ته وکتل او وې ویل: «دومره خو تاسو ته هیڅ هم نه دي».

ټرمپ وویل: « سعودي ډېر موړ (مالداره) هیواد دی، مونږ خو امید لرو چې له خپلې سرمایې څخه به امریکا ته یو څه ورکوي، د وظایفو په توګه او د عسکري آلاتو د رانیولو په توګه».

امریکايي ولسمشر وویل: سعوديان ښه پوهیږي چې زمونږ میزایلونه، الوتکې او عسکري آلات تر بل هر ځای ښه دي، دوی تجربه کړي.

ټرمپ وویل: زمونږ تر منځ اړیکې او ملګرتیا ډېره قوي ده، مونږ یو په بل باندي پوهیږو، زه باید ووایم چې د اوباما په وخت کې دغه اړیکې سمې نه وې، مګر اوس تر بل هر وخت ډېرې ښې دې، امید دی چې اړیکې به د نورو ډیرو پانګو اچونو وروسته نورې هم ښې شي، چې په ترڅ کې به یې زمونږ ولس او هیوادوالو ته وظیفې وموندل شي او د سعودي څخه به دفاع وشي، سعودي د ټول منځني ختیځ څخه د دفاع بیل پرې کوي».

او زیاته یې کړه: «زه په تېره مئي میاشت کې سعودي ته ولاړم، هلته مو ډیرې موافقې وکړې، چې اوس په عملي برخه کې کار پرې روان دی، ډېر ژر به سعودي ته ورکړل شي تر څو دوی ځانونه په وساتي».

ټرمپ وویل چې مونږ د ۷۶۰ ملیارده ډالرو وړاندیزونه سعودي ته لرو چې دوخت په تیریدو سره به خبرې باندي کوو او پریکړې به کیږي.

بل اړخ ته محمد بن سلمان وویل: «مونږ په اوس وخت کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر ۲۰۰ ملیارده ډالرو پانګې اچونې باندي کار کوو».

په ټولنیزو پاڼو کې فعالانو د ټرمپ له لوري د محمد بن سلمان مخته د وسلو د قراردادونو لوحه په داسي توګه نیول د سعودي لپاره توهین امیزه وبلله او وې ویل چې د ژورنالیستانو مخته د ټرمپ دغه سي یو عمل هیڅ د توجیه وړ نه دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورالدین
میلمه
نورالدین

تہ کہ دخپلو زرخریدہ غلامانو سرہ ھر چلند کوی ھغوئی لایق دی ورسرہ ښائی-امادمؤمنو پرګنو عزم بہ ستا سوپرزلت منتج وی