افغانستان

زابل: په اکمالاتي کاروان برید دروند مالي زیان اړولی

د زابل مرکز قلات ته څېرمه طالبانو د دولت پر اکمالاتي کاروان برید کړی او د دوی په خبره پنځلس ټانکر او رینجر موټر يې پوره تخریب کړي دي.طالبان وايی چې دوی د قلات اړوند د سپینې غبرګې، خارجوی او بارکزو په په سیمو کې پرون نږدې ماښاما بریدونه کړي دي، چې یو نیم ساعت يې دوام وکړ.

د خبر له مخې په یادو بریدونوکې لومړی د ماښام په شپږ بجې د خارجوی او سپينې غبرګې په سیمو کې په اکمالاتي کاروان برید شوی، چې په پایله کې يې یو رینجر او درې ټانکر له منځه تللي دي.
رسنیو ته د طالبانوله خوا لېږل شوې خبرپاڼه کاږي: «همداراز مازدیګر 6 نیمي بجې دکښته باکرزوپر سیمه بیا ددښمن په کاروان بریدترسره شو چې په پایله کې یې 4 نورټانکر تخریب شول.
اوماښام مهال 7 نیمي بجې بیا دسپیني غبرګي او کټک ترمابین په کاروان دسپکوا ودرنو وسلو په مټ پراخ بریدترسره شو چې له امله یې ددښمن 8 نورټانکر وویشتل شول اوپه بشپړه توګه تخریب شول.
په دې سربیره دښمن ته ځاني تلفات هم اوښتي خوکره شمېره یې نه ده ترلاسه شوي.»
طالبان وايي چې په یادو بریدونو کې د پنځلسو ټانکرو او یو رنجر موټر په تخریبېدو سربېره مقابل لوري ته درانه ځاني زیانونه هم اړولي، چې په خبره يې کره شمېره يې نه ده معلومه.
دا په داسې حال کې دی، چې د زابل ګاونډیو ولایتونو کندهار او هلمند کې دولتي مسوولین د پوره نا امنۍ له ويرې راتلونکو ټاکنو ته اندېښمن دي.
د شنونکو په باور تېرو ټاکنو ته په کتو ښايي په زابل کې د ټاکنو په ورځ د قلات په بازار کې هم ټاکنې ونه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x