fbpx

نیویارک ټایمز: امریکا بايد له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي (د لیکنې ژباړه)

لیکوال: برهان عثمان / نړیوال افغان تحلیلګر دی، د افغانستان په موضوعاتو نړيوالو رسنيو ته ليکل کوي او په افغانستان کې د بحران د نړيوال ګروپ مشر دی.

سرچینه: نیویارک ټایمز

داسې ښکاري چې طالبانو د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د سولې هغه وړانديز رد کړی، چې دوی يې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته دعوت کړي وو. تېره اونۍ د طالبانو له رسمي ويب پاڼې په خپره شوې بي ليکواله ليکنه کې راغلي وو: « د سولې او جګړې ټول واک له امریکايانو سره دی.» او ادعا يې کړې وه، چې دوی غواړي، چې «امریکايي اشغالګرو سره د سولې او ثبات خبرې وکړي، نه د هغوی له مزدور او غلام رژيم سره.» د طالبانو دغه پاليسي د غربي نړۍ په کارپوهانو او تحليلګرانو کې په پراخه کچه منل شوې ده.

د کابل له حکومت سره د خبرو پر ځای طالبان غواړي، چې له متحده ايالتونو سره د سولې خبرې وکړي ځکه دوی امريکا ته د جګړې په ډګر کې هم د تر ټولو ځواکمن قوت په توګه ګوري. سره له دې، له ۲۰۱۵ م کال راهيسې چې په مخامخ جګړو کې د امریکايانو رول کمرنګه شوی، خو بيا هم د امریکايانو هوايي بريدونه او د ځانګړو ځواکونو عمليات د طالبانو لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.

په تېرو کلونو کې مي چې له طالبانو او د دوی له قومندانانو سره څومره مرکې کړي، يوازېنی خبره او پايله مې دا موندلې، چې دوی ټول په دي اړه يوه خوله دي د امریکا لومړنی دښمن ګڼي. په تېرو وروستيو اوونيو کې هم طالبانو د سولې د خبرو وړانديز کړی، خو يوازې له متحده ايالتونو سره د مخامخ خبرو.

ښاغلي غني د سولې په اړه په خپل وړانديز او خبرو کې د امریکايي او نورو بهرنيو ځواکونو د وتلو يادونه نه ده کړي، په داسي حال کي چې دا د طالبانو بنسټيزه غوښتنه ده. د تېرې فبرورۍ په ۲۸، چې د کابل پروسې ګډونوالو کوم پرېکړه ليک لاسليک کړ، هلته د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د بحث د امکان يوازي اشاره شوي. د طالبانو مشران د سولې دې وړاندیز ته د شک په سترګه ګوري؛ ځکه بنسټیزه او اساسي غوښتنه په کې نه وه ياده شوې.

له امریکا سره د طالبانو د خبرو غوښتنه نوره هم په دې قوي کېږي، چې د طالبانو په باور په کابل کې لوړپوړي چارواکي سیاسي روغې جوړې ته نه دي تيار او دوی نه شي کولی، چې د طالبانو اساسي غوښتنې هم پوره کړي. طالبان ګومان کوي، چې جګړه به تر هغو دوام وکړي، تر څو، چې غربيان د افغان حکومت پوځي او مالي مرستې کوي او په دي توګه د دوی ګټي په جګړه کي خوندي ګڼي چي د غربیانو د مرستي د دوام تضمين کوي، نه په سياسي جوړجاړي کې چې له مخې یې بايد واک له طالبانو سره نيمايي کړي. طالبان په دې باور هم دي، د بهرنيو ځواکونو ويستل د افغان حکومت د توان خبره نه ده.

د ښاغلي غني د ايتلافي او په خپلمنځي جګړو اخته حکومت د دغسي يو ګومان له مخنيوي سره مرسته نه ده کړي. د غني حکومت پر ضد د اپوزيسيون کړۍ مخ پر پراخېدو دي. د طالبانو مشران په دې باور دي، چې افغان حکومت د افغانستان د ګڼو مخالفو ډلو څخه يوه ډله ده، چې دوی بايد د بين الافغاني پروسي په ترڅ کې ورسره خبرې وکړي.

سره له دې، چې طالبان له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو مسلسل انکار کوي او دې کار د سولې پر وړاندې خنډ رامنځته کړی، خو دغې ډلې تل د روانې جګړې د سوله ییز حل لپاره هم وړانديز کړی دی. د طالبانو مشرانو تل له امریکا سره د سولې دروازې پرانيستې بللي او په تېره فبرورۍ کې يې امریکايي ولس ته د يوه پرانيستي ليک له لارې له واشنګټن سره د مخامخ خبرو وړانديز کړی و.

د سولې خبرو ته بېړنۍ اړتيا ده، خو د جګړې د ښکېلو ډلو ترمنځ د بې باورۍ له امله دا خبرې له خنډ سره مخ دي.

ما چې له څومره طالب مشرانو سره خبرې کړي، دوی په أفغانستان کي د امریکا حياتي امنيتي انديښنو ته توجه نه ده کړې (ساده يي نيسي). په دې کې تر ټولو وړاندې د بهرنيو جهادي ډلو د فعاليت په اړه له افغانستان او سيمې څخه امريکا ته ممکنه ورپېښ ګواښونه دي. د دې په مقابل کې طالبان تور پورې کوي، چې د امریکا حضور په افغانستان کې په سيمه کي د ستراتيژيکو او اقتصادي موخو لپاره دی. په عين حال کې ځينې امریکايان او افغان چارواکي په دې باور دي، چې طالبان هڅه کوي، يو ځل بيا خپل اسلامي امارت له سره را ژوندی کړي کوم يې چې په نويمو کلونو کې جوړ کړی و او هغه مهال امکان لري يو ځل بيا د القاعدې په څېر جهادي ډلو ته خوندي ځايونه ورکړي.

په طالبانو کې يو شمېر خلک او همدارنګه په حکومت کې هم داسې خلک شته، چې فکر کوي، تر څو چي د جنګ د ادامې لپاره له بهره مرسته ترلاسه کولی شي، پوځي بريا غواړي تر لاسه کړي. تر اوسه ډېری طالبان په دې باور دي، چې دغه ډول بريا ناشونې ده. د دوی ډېری په دې باور هم دي، چې يو ځل بيا د پخواني اسلامي امارت په شکل حکومت قایمول ناممکن دي.

د دې ټولو بې باوريو سربېره د جګړې ښکېل اړخونه بيا هم هڅه کوي، چې پوځي بريدونو او عملياتو ته زور ورکړي، تر څو خپل دښمن د سولې خبرو ته حاضر کړي. خو تر ټولو ستر چلينج سمدستي د سولې خبرو ته سره کېناستل دي.

تر څو، چې امریکا د سولې د خبرو په پروسه کې مخکښ رول نه وي منلی «چې د نړيوالو ګډونوالو ملاتړ هم ورسره وي» او د طالبانو مشران هم د خبرو لپاره نرمي او ليوالتيا ونه ښيي د سولې خبرې پيلېدل ناممکن ښکاري.

له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه د واشنګټن شکونه هم پر ځای دي. واشنګټن دا وېره لري، چې دا ډول ګام به د افغانستان حکومت کم راولي.

افغان حکومت له نورو دولتونو سره د طالبانو د اړيکو مخالفت کوي تر څو، چې د کابل له حکومت سره پوهاوی نه وي شوی. او که امریکا له طالبانو سره خبرې کوي، نو غالب ګومان دا دی، چې دا کار به هم د افغان حکومت په مشوره او سلا کېږي.

خو د امریکا دا ادعا، چې متحده ايالات د جګړې طرف نه دی، د امریکا د پوځي وزن او رول سره سر نه لګوي. د افغانستان په جګړو کې، چې متحده ايالتونه کوم رول لري له هېچا پټ نه دي او ولسمشر اشرف غني په خپله پر دې اعتراف کوي. يعني د ټرمپ اداره اړه ده، چې په مذاکراتو کې څرګند او فعال رول ادا کړي.

امریکا بايد لومړی د سولې د خبرو پر مېز له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو خبره مطرح کړي. په دغو خبرو کې د ځواکونو وېستل وار له واره نه وي، بلکې خبره به پر دې کيږي، چې د امریکايي او نړيوالو پوځيانو د وتلو مهال وېش وټاکل شي او طالبان هم بايد د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه مناقشې او بحث ته چمتو شي او په دې خبرو کې بايد د افغانستان حکومت په شمول نور اړخونه هم ګډون وکړي.

کله، چې د سياسي جوړجاړي او سولې خبرې ترسره شي، نو په اينده کې به دا هم بيخي ناممکنه نه وي، چې طالبان دې يو ډول امریکايي حضور يا ملاتړ ومني او يا هم د ځينو سرکښو ډلو پر ضد د مرستو اړتيا به رد نه کړي، د ساري په ډول د داعش ډلې په مقابل کې، چې د سولې له خبرو چورلټ انکار کوي. په شخصي توګه ځينې طالب مشران وايي، چې له جنګه د سولې مرحلې ته د انتقال پر مهال د دوی هيواد د نړیوالو اقتصادي او سياسي مرستو ته اړتيا لري.

د افغان ډلو ترمنځ خبرې به له يوه پيل پرته بل څه نه وي، بلکې دا يوه ستره عمليه ده، چې سختو هڅو او پړاوونو ته اړتيا لري، تر څو يوه سياسي جوړجاړي ته ورسيږي. په دې اړه ټولو ښکېلو سيمه ييزو او نړيوالو اړخونو توافق ته اړتيا ده. او شايد پر پاکستان هم لازمه شي، چې په دې اړه خپل رول ادا کړي؛ ځکه چې دغه هېواد طالب مشرانو ته ځای ورکړی او پاکستان بايد د سولې په اړه خپل مثبت نفوذ وکاروي.

د سولې د خبرو پروسه به ډېره باريکه او نازکه وي، خو متحده ايالات او طالبان بايد په ګډه د موجوده سياسي مشکل د حل لپاره لاس په کار شي. دا چې طالبان له افغان حکومت سره له خبرو چورلټ انکار کوي او امریکا چې ځان د جګړې طرف نه بولي او نه هم په دې اعتراف کوي، دې مسايلو د خبرو پيل ستونزمن کړی دی. تر څو، چې دواړه لوري په خپلو ټينګو دريځونو کې نرمي را نه ولي، دا ډېره ستونزمنه ده، چې کله دي هم د سولې خبرې په عملي ډول پيل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د