افغانستان

فراه: د دولتي الوتکو به بمبار او چاپه کې ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې / انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ وری، ۱۳۹۷): د تېره ورځ د فراه ولایت په انادره ولسوالي کې د دولتي ځواکونو په بمبار ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله رسیدلې ده.

د سیمي څخه یوه تن عیني شاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې تېره ورځ سې شنبه دولتي الوتکو د بابوس په سیمه کې بمبار وکړ چې له امله یې اوه تنه ملکیان ووژل شول.

نوموړي وویل چې دغو کسانو په خپلو پالیزونو کې کار کوی چې الوتکو بمبار باندي وکړ. نن ټکي اسیا ته په لیږل شویو انځورونو کې یو موټر هم ښکاري چې د یوه کور تر څنګ ولاړ دی او په بشپړه توګه تخریب شوی.

نن ټکی اسیا ته د وژل شویو کسانو نومونه په لاندي ډول رسیدلي:

خدایداد، غلام محمد، قدوس، عیدګل، حاجي ګلابشاه، حسن، عبدالسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x