افغانستان

کابل: د کال خونړی پيل، په چاودنه کې ۸۱ کسانو ته مرګ ژوبله ورسیده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ وری، ۱۳۹۷): نن د چهارشنبې په ورځ چې د هجري شمسي کال لومړۍ ورځ ده، د کابل ښار په کارته سخي کې د چاودنې له امله ۲۹ تنه ووژل شول او ۵۲ تنه نور ټپيان شول.

چاودنه غرمه مهال پر ۱۲ بجې د کابل ښار په دریمه حوزه کې د کارته سخي په سیمه کې هغه مهال را منځته شوه کله چې خلک د نوروز د جشن د مراسمو څخه بیرته د ستنېدو په حال کې وو.

د عامي روغتیا وزارت په خپل وروستي راپور کې ویلي چې ۸۱ کسانو ته مرګ ژوبله ورسیده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح رسنیو ته وویل چې ۲۹ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان شوي دي، چې د کابل بیلا بیلو رغتونونو ته د تداوي لپاره لیږل شوي دي.

دغه پيښه په افغانستان کې د سیاسي شخصیتونو، تنظیمي مشرانو، او ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له لوري په کلکو ټکو غندل شوې ده او د غندنې په موخه یې خبرپاڼې خپرې کړي دي.

ویل کیږي چې د برید پړه داعش په غاړه اخیستې او ویلي يې دي چې د نوروز لمانځني مراسم یې په خپل یوه سرتیري بریدګر هدف ګرځولي تر څو شیعه ګان ووژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x