افغانستان

روزګان: په دوه ویشتو پوستو بریدونه روان دي

د روزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې ګڼ شمېر طالبانو په دوه ویشتو امنیتي پوستو یوځای بریدونه پیل کړي دي. چې لا اوس هم جګړه روانه ده.

د چارچینو ولسوال محمد اسماعیل حقیار د پېښې پخلی کوي او وايي چې موږ لا وړاندې د دې ولسوالي د ګواښونو اړوند لوړپوړو مسوولینو ته خبر ورکړی و.
د ولسوال په وینا د جګړې له سیمې ورته بېلابېل خبرونه راځي، خو پر دې باوري دی، چې د طالبانو په دې زورور او هم مهالي ناڅاپي برید کې به پولیسو ته درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې وي.
د سرچينې په قول یاده جګړه د سرڅيني کوتل، سیاسنګ، لوړ دوان، کوه لکه ، کیشي او ځینو نورو سیمو کې روانه ده.
طالبانو تراوسه له خپل رسمي ادرسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی، چې راتلونکو ټاکنو ته یواځې پنځه ورځې پاتې دي. چې امنیتي مسوولین يې د پوره امنیتي ډاډ راپورونه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x