شعـــــرونه

غزل: عرفان الله عرفاني

په خمار حُسن دې کتاب لیکمه
نوم دې پر پاڼو د ګلاب لیکمه

زه یم خطیب ته مخاطب شه راته
ښه په تفصیل درته خطاب لیکمه

داچې خړپړ یې په ګردونو باندې
له مینې تا ابو تـــــــراب لیکمه

راټولومه ستا د ژونـــد افسانې
هر یو عمل دې باب په باب لیکمه

راتلونکي نسل ته تاریــخ جوړوم
خــوږې، تــرخې د انقلاب لیکمه

تشریح کوم ټول مضامین د جهاد
ګوره په نیت یې د ثـــواب لیکمه

عرفاني تاچې کوم یو سوال کړئ ؤ
اوس د هغه درتـــه ځواب لیکمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

په پښتو شاعري کښي عربي توري خوند نه کوي

الجاج استاذ بیانزی

ناپیزانده صاحب سلامونه می ومنه ! دا سمه ده چه هره ژبه کی له اوله د هری خبری یا هر شی د پاره خبل عام او معمول لغاتونه ولری باید وکارول شی ښه ده مګر که نه وی یوه ژبه هم مکمله نه ده په انګلیسی کی ډیر فرانسوی ، روسی او لاتنی لغاتونه شته فارسی، اردو او داسی نورو ژبو کی د نورو ژبو لغاتونه ګډ شوی یواځنی ژبه چه هیڅ یا کم لغاتونه ورسره ګډ شوی هغه د عربی ژبه ده او دا چه قران او اسلامی کتابونه په عربی لیکل شوی نو په ټولو اسلامی ژبو کی… نور لوستل »

Zadran

بیانزی صاحب،ښه حکومت په افغانستان کی پاکستان نه غواړی،حتی دټولو افغا نانو قتل غواړی.ژبه په افغانستان کی هم پنجا پی غواړی،

اقبال

خذران صاحب سلامونه مو ومنی ! افغانستان کی د امریکا په مشری ۴۸ هیوادونه نظامی او سیاسی حضور لری او یوه ناوړه او فاسده اداره یی جوړه کړی چه هغه اداره او اشغلګر دواړه ورته فاسده وایی او حتی نړیوال وایی چه فساد کی یی د ۱۷ کاله د سروزرو مدال ترلاسه کول ساتلی دی ، د کابل غلامه اداره کی پاکستان هم دخالت لری مګر په هغه کچه چه امریکا او ناتو یی لری قراردادونه پاکستان نه ورکوی امریکایی ورکوی او پوشتنه تری نه کوی چه څه وشول او هغه ډآلر په کومه خوا ولاړل ، زه باور لرم… نور لوستل »

غ.حضرت

ناپېژند لیکی:
( په پښتو شاعری کی عربی توری!!! خوند نکوی).
عرض می دادی چه:
په پښتو ژبه کی فقط ۱۲ پښتو توری شتون لری باقی نور ټول عربی توری( حروف) دی
په ۱۲ حروفو به حتی هاغه د اندونیزیا مستری ونه شی کولای یو شعر ولیکی.
مخکی لدې چه غواړو څه ووایو باید لومړی سوچ وکړو.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx