نظــر

ایا طالبان ریښتیا پر «بین الافغاني تفاهم» باور نه لري؟!

لیکوال : شریف الله خالد

د څه مودې راهیسی بین الافغاني تفاهم د مجلسونو یوه ګرمه موضوع او د بحث سرټکی دی چې له مخې یې ځینو امریکايی مفتیانو هغه څوک آن له اسلامه هم خارج وبلل چې په بین الافغاني تفاهم باور نلري.

زما په اند د بین الافغاني تفاهم معنی دا ده چې افغانان د خپل منځی مذاکرې او تفاهم له مخې د روانې غمیزې حل ولټوي خو دا خلک به په ریښتیا افغانان وي او د خپل سري خبرو او کړنو اختیار به ورسره وي نه دا چې په چوکئ غیر افغان (جان کیری) کینولې وي، نه دا چې په تذکره کې افغان نه غواړی خو چیغې د افغانیت وهي، نه دا چې د غیر افغان (امریکا) له مرستو پرته ۶ میاشتې هم خپل فوځ نشي تمویلولی ، نه دا چې د غیر افغان (ټرمپ) د اعلان وروسته دوئ هم سوله د جګړې په ډګر کې لټوي ………

بناءً بین الافغانی تفاهم باید داسی افغانان وکړي چې په ریښتنوی ډول د روانې وحشي غمیزې حل غواړي او د نیواک ګرو او اشغالګرو تر تسلط لاندی نه وي .

ولسمشر غني د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې طالبانو ته له شرط او قید پرته د سولې وړاندیز وکړ خو شل ورځو تیریدو نه پس هم طالبانو هیڅ نوعه جواب ورنکړ بل لور ته د جهادي مشرانو په مشرئ د هرات پخوانی والی او جهادي شخصیت اسماعیل خان د جهادی شخصیتونو په توسط د غمیزې د حل وړاندیز وکړ چې طالبانو یې نن د یوی اعلامیې په نشر سره هرکلی وکړ او ( دا یې یو هیله بښونکی اقدام دی چې هر څومره وستایل شی بیا هم کمه ده ) هیواد والو ته یې روښانه کړه چې طالبان په کامله معنی په بین الافغانی تفاهم باور لري او همدا د حل لار بولي خو چې تفاهم په ریښتیا د افغانانو ترمنځ وي نه دا چې اول اجازه د امریکا د سفارته اخیستل کیږي او بیا تفاهم کیږي نو داسی تفاهم ته بین الافغانی نه بین الامریکایی تفاهم وئیل کیږي خو وس سوال دا دی چې ولی طالبانو یوه افغان (اسماعیل خان )ته ځواب ورکړ او د بل (اشرف غني )په غوښتنه لا هم غلي دي ( بلکې د اشرف غنی د وړاندیزه په لنډه موده کې یې د نظامي افرادو د نویو ګمارنو راپورونه خپاره شول چې د سیاسی شننونکو په اند یو نوعه منفي ځواب بلل کیږي ) جواب یې ډیر ساده او اسانه دی چې طالبان بلکې افغانان ریښتونی سوله او د جګړې ختمول غواړي خو دا چې د امریکا ګټې د جګړې په دوام پوری تړلی دي هیڅ کله به خپلو ملګرو افغانانو ته د داسی کړنو اجازه ورنکړي چې له مخه یې جګړه ختمه او امریکایان د افغانستان په بریښودلو مجبور شي نو بناء د امریکا افغانان نه بین الافغانی تفاهم کولی شي او نه یې واک او اختیار لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x