اوسني کفار او یأجوج او مأجوج، نښې او دلایل

ابو یاسر افغان

د لیکنې له پیل مخکې باید ووایم چې ما دا لیکنه له نورو مأخذونو په لږه تغییر سره را ژباړلې ده، د ایتونو تفسیر مې نه دی لیکلی او نه هم تفسیر لیکل زموږ د وس او پوهې کار دی، بلکې دا د سترو علماء کرامو کار دی؛ بل دا چې ما ایتونه په مسلمانانو نه دي تطبیق کړي، کومو ایتونو کې چې د یاجوجو او ماجوجو په هکله څه راغلي، یا د یهودو او نصاراو او یا د دوی د فسادونو په هکله، نو ما هغه لیکلي او ویلي مې دي چې دا نښې او علامې اوس ټولې شته او موجودي دي، دا که په هر چا کې دغه علامې وي په هغوی دا ایتونه د تطبیق وړ دي، لکه اوسني کفار او منافقین یا د کفارو متحدین.

د یاجوج او ماجوج ساده لفظي معنی سوځوونکي او خپله سوځېدونکي ده، یعني فاعلین او مفعولین فاعل او مفعول دي؛ دا چې موږ څرنګه کولای شو د یاجوجو او ماجوجو په هکله معلومات تر لاسه کړو، دلته په مختصر ډول ځیني هغه معلومات لیکو چې علماؤ ورته اشاره کړی ده:

۱- قرآن کریم کې د دوی یوه نښه دا ښودل شوې چې دوی مفسدین دي: سوره کهف ۹۴ نمبر ایت:

قَالُوا يٰذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِى الْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلٰىٓ أَن تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا

هغو خلكو وويل: “اې ذوالقرنېنه! ياجوج او ماجوج پدې سيمه کښي فساد خوروي، نو ايا موږ تا ته ددې لپاره څه محصول درکړو چي زموږ او د هغو په منځ کې يو بند واچوې؟”

فساد څه شی دی؟ پورته ایت کې مفسدون ذکر شول: مطلب: فساد یعني دا چې څوک یا څه خلک جمع شي او د خلکو د ژوند چارو او حالت ته زیان ورسوي، د خلکو لپاره کړاوونه او ستونزي جوړې کړي. یاجوج او ماجوج هم همداسې وو چې په ډلییز ډول به یې فساد کاوه، پورتنۍ معنی د مفسدون جملې لپاره ده.

فسادونه هم ډېر ډولونه لري موږ دلته ځیني ذکر کوو او قضاوت بیا لوستونکو ته پریږدو چې آیا اوسني کفار یاجوج او ماجوج دي یا څرنګه؟

۱: مذهبي فساد: دا چې یو څوک یا یوه ډله یوه معاهده وکړي، یوه لاره تسلیم کړي، وروسته دغه معاهده ماته او هغه لاره پریږدي، یا خپلو ناکاره عادتونو ته د مذهب اصطلاح کاروي او په دې ډول د مذهب او یا حقې لارې د بدنامولو هڅه کوي:

الَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثٰقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَآ أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِى الْأَرْضِ أُولٰٓئِكَ هُمُ الْخٰسِرُونَ

هغه خلك چي د الله عهد له ټینګ تړون څخه وروسته ماتوي؛ او الله چي د كوم شي د پيوندولو امر كړيدى، هغه غوڅوي او په ځمكه كښي فساد خوروي، په حقيقت كښي همدا خلك زيانكاران دي

۲- د کورني نظام ړنګول: پورته ایت شریف کې د ویقطعون ما امراللهُ…. په جمله کې اشاره ورته وشوه، اوس مهال په غرب کې کورنی نظام نشته او په شرق کې د بربادۍ په حال کې دی، د دې کار لپاره منظم پروګرامونه په لاره اچول کیږي، چې زیاتره لوستونکي په دې راز او حقیقت پوه دي.

۳- عام وژنه: په خپلو سترګو یې وینو او په غوږونو یې اورو، چې دا نن سبا کفارو څه ډول عام وژنه پیل کړې ده.

۴- کرنیز فساد: له دې فساد نه مطلب د طبیعي بوټو او فصلونو له منځه وړل دي لکه دا اوس چې غربي مؤسسات په پراخه پیمانه د اصلاح شویو تخمونو په نوم ساده لوحو خلکو ته داسې زهرجن تخمونه ورکوي چې هم ځمکه خرابوي، هم صحت یا روغتیا ته مضر دي او هم یې خلک له طبیعي تخمونو او فصلونو خلاص کړل، په سوره بقره ۲۰۵ نمبر ایت کې الله جل جلاله فرمایي:

وَإِذَا تَوَلّٰى سَعٰى فِى الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ

او كله چي هغه ته قدرت په لاس ورځي (يا كله چي بېرته وګرځي)، نو په ځمكه کښي د هغه ټولي هلي ځلي ددې لپاره وي چي فساد خپور کړي، كښتونه لوټ کړي او انساني ځوځات له منځه يوسي. په داسي حال کښي چي الله (هغه ذات چي هغه به شاهد نيوه) هیڅكله فساد نه خوښوي.

۵- نسلي فساد: د واکسینونو په نوم زهر، د نفوس د زیاتوالي څخه د خلکو ویرول، د اقتصادي کمزورتیا مهم سبب د زیاتو بچیانو درلودل ګڼل او خلک هڅول چې یو یا دوه اولادونه وزیږوي.

۶- اقتصادي فساد: د سودي نظام، کریډیټ کارډ، بانکونو او آزاد بازار په نوم د عامو خلکو او کمزورو هېوادونو د اقتصاد تباه کول او د سرمایي لوټ تالان، د پانګه والو رژیمونو ملاتړ او د اقتصادي پروژو، مرستو او تړونونو په نوم خلک لوټل، قرضداره کول او محتاج ساتل دي. په سوره اعراف ۸۵ نمبر ایت کې الله جل جلاله فرمایي:
[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 85]

وَإِلٰى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلٰهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَآءَتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَآءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا فِى الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلٰحِهَا ذٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

او د مدين اوسېدونكو ته موږ د هغوى ورور شعيب علیه السلام ولېږه؛ هغه وويل: “اې زما قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هیڅ بل خداى نشته؛ تاسي ته ستاسي د رب څرګنده لارښوونه راغلې ده. [نو تله او پېمانه پوره وركوئ، خلكو ته د هغو په شيانو کښي تاوان مه اړوئ او په ځمکه کښي [فساد] مه راولاړوئ] چي كله د هغې اصلاح شوېده؛ په همدې کي ستاسي ښېګڼه ده كه په رښتيا مؤمنان ياست.

۷- لواطت او د همجنس بازۍ فساد: ښځې د ښځو سره، نارینه د نارینه و سره جنسي اړیکي او ودونه، اوس یوه عامه چاره ګرځېدلې ده، په غرب کې خو دا کار قانوناً روا ګرځول شوی. او د دې فساد د لا ترویج لپاره سترې شبکې انلاین فعالیتونه کوي. سوره عنکبوت ۲۹ ایت:

أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ السَّبِيلَ وَتَأْتُونَ فِى نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّآ أَن قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِن كُنتَ مِنَ الصّٰدِقِينَ

ايا ستاسي دا حال دى چي نارينه ؤ ته ورځئ او لاري وهئ (خلک شکوۍ)؛ او پخپلو غونډو کښي بدي چاري كوئ؟” – نو د هغه له قوم سره بل هيڅ ځواب نه و، پرته له دې چي هغوى وويل: “راوله موږ ته د الله عذاب كه ته رښتينى یې؟”.

راځئ اوس لږ دې ته فکر وکړئ: د یاجوجو او ماجوجو په هکله قرآن کریم کې داسې ښکاره اشاره نشته چې دوی دې کوم مشخص یا یو کار ترسره کوونکي وي، بلکې دوی ته مفسدون ویل شوي او د مفسدون د جملې د لا وضاحت لپاره موږ وویل چې دا جمع ده د مفسد، او مفسد هر هغه چاته وایي چې د الله جل جلاله په مخلوقاتو کې تباهي او هلاکت خپروي، اقتصادي فساد، عام وژنه، نسلي فساد، د طبیعي بوټو او ونو له منځه وړل او مصنوعي کول او…. نو دا ټول فسادونه خو همدا اوس موږ په خپلو سترګو ګورو، ګواکې چې موږ له کوم دور نه تیریږو د دې دور کفار هم که یاجوج او ماجوج نه دي نو ترې کم نه دي، بلکې د اعمالو په لحاظ خو همدوی یاجوج او ماجوج دي، امریکایان، روسان او چینایان، دوی مفسدین دي او د دوی ملګري د دوی همکاران او د دوی په څېر مفسدین دي او فساد د یاجوجو او ماجوجو مهم خاصیت دی. اوس چې څوک په هر نوم او په هره نوع د امریکایانو، روسانو، اسرائیلو او چینایانو ملاتړ کوي، کار ورته کوي، خپل دوستان یې ګڼي او هغوی چې دغه خلکو(د امریکایانو ملاتړو) ته ښه نظر کوي دوی ټول د یاجوجو او ماجوجو د فساد ښکار شوي دي باید په خپله تګلاره له سره فکر وکړي.

غربي مؤسسات خلک د مرستو او همکارۍ په نوم تیر باسي خو په حقیقت کې همدا مؤسسې خپله د یاجوجو ماجوجو شبکې دي چې فساد کوي په دې هکله د سوره بقره ۱۱-۱۲ ایتونو کې ښکاره وضاحت شته:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِى الْأَرْضِ قَالُوٓا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ

كله چي هغوی ته وويل شول: “په ځمكه كښي فساد مكوئ!” – نو هغوى همدا وويل: “موږ خو اصلاحات را وستونكي يوو.

أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلٰكِن لَّا يَشْعُرُونَ

پام ولرئ! په حقيقت كي همدوى فساد كوونكي دي، خو شعور ورسره نشته.

د یاجوجو او ماجوجو څخه په خلکو کې ویره او ترهه خوره ده، خو د دې دور یاجوج او ماجوج بیا داسې دي چې همدا ترهیدلي خلک یې هم په خپل خدمت کې بوخت کړي دي، که اوس وخت کې چاته ووایې چې د دې کفارو ملګري مه جوړیږئ او مخالفت یې وکړئ دوی وایي: دا خو لوی قدرتونه دي او کوم خلک چې د دې قدرتونو مخالفت کوي هغوی کمعقل دي ځکه چې دغو قدرتونو ته هیڅ ضرر نه شي رسولی، بلکې موږ باید د همدې قدرتونو په همکارۍ خپل ځانونه قوي کړو او بیا وروسته به نورو پریکړو سره ګورو!! خو د دې خلکو کمعقلتوب همدا دی چې دوی د کفارو او اوسنیو یاجوجو ماجوجو ملاتړ او غلامي کوي، دوی نورو ته کمعقلان وایي خو حقیقت کې خپله کمعقلان دي د سوره بقره په ۱۳ ایت کې د کمعقلو خلکو علامه ښودل شوې ده، چې اوس هم په ډېرو خلکو کې همدا عادت دی:

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ ءَامِنُوا كَمَآ ءَامَنَ النَّاسُ قَالُوٓا أَنُؤْمِنُ كَمَآ ءَامَنَ السُّفَهَآءُ أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَآءُ وَلٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ

او كله چي هغوی ته وويل شول: “څنګه چي نورو خلكو ايمان راوړی دی، هماغسي تاسي هم ايمان راوړئ!” – نو هغوى ځواب وركړ چي: “ايا موږ د كم عقلانو (ناپوهانو) غوندي ايمان راوړو؟” – پام ولرئ! په حقيقت كي همدوی په خپله كم عقلان دي، خو دوی نه پوهيږي.

غرض دا چې اوسنیو کفارو هیڅ یو فساد نه دی پریښې، تر دې پورې چې خپل روزل شوي خلک او غلامان یې په اسلامي هېوادونو مسلط کړي دي، دغه مسلط خلک په ښکاره چیغې خو وهي چې د خپلو خلکو د خیر او ګټې لپاره کار کوي مګر کله چې واشنګټن، مسکو او لندن ته لاړ شي، هلته بیا خپلو بادارانو ته خپل کاري راپور او اخلاص وړاندې کوي، سوره بقر ۱۴ او ۷۶ نمبر ایتونو کې راځي:

وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ ءَامَنُوا قَالُوٓا ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلٰى شَيٰطِينِهِمْ قَالُوٓا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِءُونَ

كله چي دوى له مؤمنانو سره يو ځاى شي، نو وايي چي: “موږ ايمان راوړی دى.” – او كله چي په ګوښه ځاى كي له خپلو شيطانانو سره يو ځاى شي، نو وايي چي: “په اصل كښي خو موږ له تاسي سره يوو او په دې خلكو ملنډي وهوو.”

وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ ءَامَنُوا قَالُوٓا ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ إِلٰى بَعْضٍ قَالُوٓا أَتُحَدِّثُونَهُم بِمَا فَتَحَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَآجُّوكُم بِهِ عِندَ رَبِّكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

او کله چي (دا یهودان) د ایمان راوړونکو سره يو ځاى شي؛ نو وايي چي موږ هم ايمان راوړى دى. خو كله چي په خپلو منځو کښي يو له بله سره په ګوښه کښي خبرې اترې كوي، نو وايي: “(احمقان شوي یاست) چي دوی ته هغه خبرې ورښایاست چي الله تعالى تاسي ته (په تورات کي) درښودلي دي، تر څو چي (دا مؤمنان) ستاسي د رب په وړاندي یې ستاسي په خلاف د دليل په توګه وړاندي کړي؟”

اوسني اسرائیل هم د یاجوج او ماجوجو مهمه برخه ده، چې اوس وخت کې د دوی استخباراتي جال د موساد او سي آی ای په مرسته په ټوله نړۍ خپور شوی دی، د یاجوجو او ماجوجو په څېر دوی هم ستر هېوادونه وران کړل، لوی لوی ښارونه یې په هدیرو بدل کړل، عراق، لیبیا، سوریه او یمن یې ښه مثالونه دي، بیا یې د کډوالو د بیرته پرځای کولو لپاره سازمانونه فعال کړل او په هره چاره کې دوی د فساد او ذاتي ګټو لپاره سرګردانه دي. همدا حال په دوی هم تیر شوی و د بخت نصر پاچا په هکله چې تاریخ څه لیکلي دي، لنډه دا چې د دې وخت د فتنو څخه یوه ستره فتنه همدا د کفارو ملګرتیا او غلامي ده، په حقیقت کې همدا اوسني کفار د دې وخت یاجوج او ماجوج دي، د دوی مشران واړه دجالان دي او د دې خلکو ملګري په لویه فتنه کې لویدلي د هلاکت په لاره روان دي، الله جل جلاله دې موږ له دې فتنې څخه وساتي.

والله اعلم

یوه تبصره

  1. الجاج استاذ بیانزی

    افعان صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو وم!
    ستاسی ښکلی ، په نقلی او عقلی دلایلو متکی او اموزنده لیکنه می ډیره خوښه او ډير هغه څه می تری زده کړل چه په اړه یی مونږ حدث یا خیالات په کار اچولی وو له یوه اړخه مو د دچال او چوچ او ماجوج او له بل اړخه مو د مهدی او عیسی ع په اړه سوچونه کول چه دوی به کله او په څه دول راښکاره او یا به د هغوی نومونه یو سمبول او دا به د اخری زمانی د سیستمونو په ډول ظهور او حضور پیداکوی په ځانګړی دول د جوج او ماجوجو خو په معنی هم نه پوهیدلو مونږ ویل چه دا به څه ډول مخلوق وی دوی چه نه پیریان او نه انسانان دی نو اخر دا دریم ډول مفسدین مخلوق به څرنګه زیږول کیږی او کارول کیږی او څرنګه به یی مخه نیول کیږی دوی به د حیواناتو او د ځینو انسانانو په شان ځناور وی چه زمکه کی به فساد کوی .
    د فساد د کیمی له یادولو داسی معلومیږی چه دوی به د انسانانو ته ورته مخلوق او د انسانانو ترمنخ دننه به انسانانو سره معاشرت لری ځکه به فساد کوی که دوی یواځی خوړونکی حیونات یا انسان خوړونکی انسانان وی هغوی ته خو بیا مفسدین نه ویل کیږی فساد په ورځنی چارو کی د عدالت په نه شتون کی رامنځته کیږی درجی لری ،
    ستاسی له ارزونو او ښکلی معلومات او د قرانی ایتو له استدلال په ډاګه کیږی چه جوج و ماچوج تر حیوانیت انسانی مخلوق ته ډیر نزدی او یا د انسانانو یو ټولی ته ویلی شی لکه دجال هم جنی نه دی انسانی لوی شیطان ته دجال ویلی شی کوم چه چنی لوی شیطان ابلیس وو لکه څرنګه چه الله ج جن او انسان دواړه د عبادت د پاره خلق کړی همدا د عبادت خبره پیریان او انسانان په شو او بدو ډلو ویشی طبیعی ده چه شیطانان د دوی په بدو ډلو کی قرار لری مګر د شیطانیت دا ګراف په پیریانو کی د انسانانو دګراف سره سرچپه شوی یعنی په بیریانو کی د شیطانت کچه اوله کی زیاته او انسانانو کی اخره کی زیاته شوی لکه ابلیس چه لمړی تر ټولو لوی جنی شیطان او دجال په انسانی ټولنه او تر ټولو اخره کی ظهور کوی .
    مګر د جوج او ماچوچ په معنی او کړنو او دا چه له کوم جنس څخه دی اوله کی نه پوهیدلم او حتی فکر می کولو چه په اړه به معلومات هم نه وی چه پسی وګرځم . نو پسی نه ګرځیدلم مګر دا چه اوس تاسی په څومره ښکلو جملو کی دغه معلومات وړاندی کړی کیدی شی ستاسی د دی معلومات او که نور مو په راتلونکی کی وړاندی کړل، څخه د ماخذ په حیثت استفاده کولو به راتلونکی وخت کی کومه لیکنه کی په دی اړه خپلی ارزونی هم درنو لوستونکو ته وړاندی کړم مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.