افغانستان

ننګرهار: په سرتېري برید کې درانه مالي زیانونه اوښتي

نن ټکی اسیا: د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې خالص فامیلیو ته څېرمه د بهرنیو عسکرو د موټرو او ټانکونو پر تم ځای ډله ایز سرتيري برید درانه مالي زیانونه اړولي دي.

طالبان وايي چې د دوی دريو ملګرو په یاد برید کې برخه اخیستې وه، چې د بريد په پایله کې ۱۶۷موټر او ۲۲۶ ټانګونه له منځه تللي دي. یاده جګړه چې د شپې په لس بجې پیل شوه، لومړی د موټر بم درنده چاودنه وشوه او وروسته سرتېرري تمځای ته ننوتل.

جګړه نږدې دشپې تر یوې بجې روانه وه، چې د عیني شاهدانو له قوله له تم ځای نه لا سهار وختي هم لوګي پورته کېدل.
طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي، چې دغه درې تنه سرتېري بریدګر عزیزالله د ننګرهار، اسلام غني د لوګر او محمد عثمان د کابل ولایت اوسېدونکي و، چې د شپې تریوې بجې يې مقاومت وکړ، خبرپاڼه زیاتوي: «هغه 113 ټيلر موټران چې 226 ټانګونه پکې بار وو، 33 کانټينر او 21 ټانکر موټر يې په چسپکي ماينونو والوزول چې اور يې واخيست او په بشپړه توګه وسوزېدل.»
د ننګرهار د والي ویاند د پېښې د تاید ترڅنګ وايي چې طالبانو په یوه عامه پارکینګ برید کړی و، او په خبره يې دولتي مسوولینو ته هیڅه ډول مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی.
په شپږمه ناحيه کې د دې پېښې عیني شاهد د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې دلته سلګونه هغه موټر او ټانکر درېږي چې بهرنیو عسکرو ته د اړتیا وړ مواد رسوي.
د ننګرهار مرکز تر دې وروستیو پورې خورا با امنه ښار ګڼل کېده، دا بریدونه پکې په داسې وخت کې کېږي چې راتلونکو ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي. لوړ پوړي دولتي مسوولین د دغسې بریدونه اړوند خورا په اندېښنه کې دي، چې ښايي ټاکنې به په دولتي مقرونو پورې بندې پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x