
د اشغالګرو په شتون کې مو هم اختر خونړی وي هم نوروز
نن ټکی اسیا – سرلیکنه:
نن د چهارشنبې ورځ چې د هجري لمریز کال لومړۍ ورځ وه ، د کابل ښار په کارته سخي سیمه کې د چاودنې له امله ۳۳ تنه مړه او ۶۵ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز تیره ورځ د هیواد په جنوب لویدیځ ولایت فراه کې د امریکايي بمبار له امله اووه تنه کلیوال مړه او په لسګونو نور ژوبل شول.
دا چې د کال د لومړۍ ورځې د مرګ ژوبلې شمیره مو تر سلګونو کسانو رسیږي له دې څخه ښکاري چې د هغه راتلونکي ورځې به لا خونړۍ او تر دې هم لا ویرجنې وي.
وژنې، ویرنې ویجاړي او تباهي د امریکايي اشغال هغه شوم محصول دی چې د افغانانو د خوښۍ ورځې یې په غم او درد بدلې کړي او د هغوی تر شتون پوري د کال په هر فصل او موسم کې د هیڅ ډول خوښي توقع ناممکنه ده.
ګډ حکومت د اشغال د ناولي محصول په توګه د هغه په بدنه کې د شته فساد، بیواکي او ګوډاګیتوب له امله د افغانانو د دغو ټولو ناخوالو اساسي لامل دی.
همدا وجه ده چې اشغالګر حامیان یې د افغانستان د مزیدې تباهي او بربادي لپاره پر نامشروع دوام ټینګار کوي او د هغه د فاسد واک د بقاء لپاره له یوې خوا د جنګي ستراتیژۍ په مټ بمونه اوروي او له بلې خوا د نظام د فاسدو چارواکو تر رعایت لاندې د جګړه مارو اجرتي ډلو د تکثر او تولید پروژې جوړوي.
د کابل ننی خونړی برید په حقیقت کې د امریکايي اشغالګرو په تمویل او تجهیز د روزل شویو او ساتل شویو داعشي ملیشو هغه وحشیانه اقدام دی چې د افغانانو د مرعوب کولو او د هغوی تر منځ د قومي او مذهبي اختلافاتو را پارولو په غرض تر سره کیږي.
هغوی غواړي په دغه وحشت سره له یوې خوا زیات ولسي افغانان ووژني او له بلې خوا دلته د جګړې جاري ساتلو لپاره د هغوی ترمنځ قومي او مذهبي اختلافاتو ته زمینه مساعده کړي.
IS and Taliban both killing innocents which is forbidden by holy Quran and against Mohammad’s(pbh) teachings.