fbpx

نوی کال – عبدالباري جهاني

نوی کال په ساندو راغی نوبهار په وینو سور دی
بیا قاصد په وینو ژاړي بیا رویبار په وینو سور دی

له چا وغواړو ګلونه چاته وروړو امېلونه
له کابله ویني څاڅي کندهار په وینو سور دی

اوس به څوک جنډۍ کړي پورته د خاټول په سره لمن کي
سخي جان زخمي زخمي دی لاله زار په وینو سور دی

د اسمان زړګی لا ډک دی د قسمت سترګي لا سرې دي
شپه له ساندو ستړې سوې شین سهار په وینو سور دی

پسرلی دي مبارک سه د فلک لاسه ظالمه
زما ماشوم اندام اندام دی زخمي پلار په وینو سور دی

څوک به پورته کي سندري څوک به ولاړ سي تر دښتونو
په شپېلۍ کي نغمې وچي یکه زار په وینو سور دی

دا د غم په شپه راغلی پسرلی نه دی ماتم دی
هم د ګلو څانګي ماتي هم ملیار په وینو سور دی

له هر کوره ږغ د ساندو پر هر کلي کربلا ده
دا یوازي کابل نه دی زموږ هر ښار په وینو سور دی

یا به نن یا به سباوي له ار غنده به یې واوری
سترګي سرې د انارګل دي شالمار په وینو سور دی

نګهبان دي کړي خوبونه رقیب نوی لام تړلی
پر اغیار باندي اختر دی کور د یار په وینو سور دی

د ۲۰۱۸ کال د مارچ یوویشتمه د ۱۳۹۷ کال د حمل د لومړۍ شپې ماتم

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدنعیم سادات
میلمه
محمدنعیم سادات

ښاغلی جهانی ‌‌‌‌‌‌ډیر ښکلی شعر دی لیکلی خوشحاله شوم چی اوس دا ‌‌‌‌‌‌ډول شعرونه لیکی او د الحادی شعرونو ویل دی پریښی دی . کله چی حقیقت په شعر کښی انځور شی خلګ یی په مینه لولی . د الحاد د ورکی په هیله

افغان
میلمه
افغان

هغه جهانی چه زه پیژنم ، په بدو کی ښه سړی دی یا په بل عبارت نیکان او بدان هم کچی لری جهانی په بدانو کی لږ بد سړی دی او لا به یی دا کچه اول زیاته او وروسته کمه شوی . مګر دا چه کمه شوی دا هم د جهانی او زمونږ د مظلوم اولس او ورسته پاتی ټولنی د پاره تر ډیره ښه زیری دی . په دی شرط چه جهانی په دی هڅو کی زیاتوالی راولی تر څو دغه د بدی کچه یی نه یواځی صفر ته تقرب وکړی بلکه د نیکانو په صف کی ودریږی… نور لوستل »

نورالدین
میلمه
نورالدین

ښاغلی صاحب او الحاد څہ معنٰی -لکم دینکم ولی دین

اقبال
میلمه
اقبال

نورالدین صاحب ، ستا په مطلب پوه نه شوم ، تاسی لیکلی [ ښاغلی صاحب ؟ او الحاد څه معنی ؟ بیا مو لیکلی چه لکم دینکم ولی دین ؟ ] الحاد ، کفر ته ویلی شی او ملحد کافر ، لغوی معنی ته یی اړه هم نشته الحاد ډيره معمول کلیمه ده خلک وایی چه د لحد څخه اخستل شوی کفار مړه دی ملخدین هم مړه دی . حتی ستاسی په همدغه لکم دینکم و لی دین کی هم معنی شوی ، چه د کفارو دین د کفارو او د مسلمانانو دین د اسلام دین دی د جهانی د… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

اقبال صاحب ، همدی پاڼه کی د مسلمان ، منافق او ملحدینو څیری د هغوی د ویناوو څخه په ډاګه کیږی نورالدین بیچاره د هفتی ورځی ویشل شوی یوه ورڅ کمونست ، بله ورځ نشنلست ، بله ورځ سکولریست او بله ورځ مسلمان او کله بیا منافق او کله بیا ښه مسلمان جوړ شی که تاسی د ده تبصری تعقیب کړی دی هره ورڅ او کله په عین ورح کی یوه لیکنه کی یو رنګ عینکی بله ورځ بل رنګ عینکی کاروی وخت پری مه ضایع کوی الله ج هادی دی او قهار هم دی ډیر منافقین د یو څو… نور لوستل »