ټولنیزه برخه

نوی کال نوې هیلې

امرالله عمران

دنوي کال سره عموماً په نباتاتو او حیواناتو کې تغیرات راځي په نباتاتو کې خو دا تغیرات جوت وي چې ونې نوې څوکري کوي او ګلان نیسي ، بوټي را زرغونیږي چې په دې سره ټوله فضا معطره کیږي ، هرې خواته دګلانو خوشبویئ خوره وي .

په انسانانو کې هم تغیرات راځي په تیره دفکر خاوندان په تیر کال کې له ځان سره محاسبه کوي چې په تیر کال کې یې څه کړي ؟ کوم هدفونه یې چې درلودل هغې ته رسیدلی او کنه ،که نه وي رسیدلي نو؛ هغه کوم عوامل و چې د ده دهدف ته درسیدو مخه یې نیولې وه؟

اوبله دا چې په تیر کال کې چې کومې لاسته راوړنې لري هغه بررسي کوي ، او دنوي کال لپاره نوي پلانونه ، امیدونه جوړوي ، چې په یو کال کې به یې ترلاسه کوي ، او ددې هدف لپاره عملي روزمره ، میاشتینۍ ارزیابي هم ترسره کوي ، او تیر کال چې کومې تیروتنی ترې شوی وي احتیاط کوي چې بیا دغسې غلطیو سره مخ نشي.

ابن عمر (رض) فرمایلي: ( چې زه په هیڅ شي دومره نه یم پیښیمانه شوی څومره چې په دې پیښیمانه کیږم چې دیوې ورځې لمر ډوب شې زما عمر ورسره کم شي اوعمل مې پکې زیات نشی .همداشان په بل ځای کې وایې چې هغه څوک زیان من او تاواني دې چې نن یې دپرون ورځې څخه غوره نه وي)

نو موږ محاسبه کیدونکی خلک یو، مخکی له دی چه محاسبه راسره وشی نو راځئ چه موږ هم د یو کال محاسبه له ځان سره وکړو چې په تیر کال کې مو څه وکړل ؟ ایا خپلوهیلواو هغه څه مو چې غوښتل، او دیو کلن هدف لپاره مو دځان لپاره ټاکلي وه هغه مو تر لاسه کړي کنه، که چیرې په خپلو موخو کې بریالي شوي و نو راځئ دځان لپاره نورې موخي وټاکو ځکه هره کامیابي دنورو کامیابیو دریڅې پرانیزي.

موږ باید بې موخې او بې هدفه ژوند ونه کړو ، ځکه موږ دې دنیا ته بې هدفه نه یو راغلي بلکې دیو معلوم هدف لپاره رالیږل شوي یو ، چې هغه ابدي ژوند ته توښه برا برول دي .

که مو ښه وکړل دښو بدله به راکول کیږي او که مو له رالیږل شوو احکامو سرغړاوی وکړو نو سزآ به راکول کیږي.

راځئ خپل کارونه دوخت سره سم تنظیم کړو ددې لپاره چې ځیني په ځینو نورو غالبه نشي غیرمهم کار په مهم ، لږ مهم په ډیر مهم باندی اویا هغه چې وخت ورته نه وي ټاکل شوی ، په هغه کار چې وخت ورته ټاکل شوي وي غالب نشې.

ځکه هغه کار چې په عاجله توګه یې کول پکار دې باید هغه زروکړای شي اوغیرعاجل کار باید ورته وځنډولای شي ، او هغه کارونه چې موږ یې هیله لرو خو په یو کال کې یې په پوره ډول نشوبشپړکولای ، نو دخپل توان په اندازه باید هغې ته ځان ورنیږدې کړو.

همداشان نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي : ( په هغه اندازه اعمال پیل کوی چې تاسې یې طاقت ولری ، ځکه الله تعالی خو داجر په ورکولو نه ستړی کیږي، چې تاسو یې په کارکولوستړی نشۍ په یقیني توګه دالله په نیزد تر ټولو غوره کار هغه دې چې همیشنی وي که څه هم لږوي) ،نو موږ باید په دیني او دنیوي کارونو کې دافراط او تفریط څخه خالي روا لاره دځان لپاره غوره کړو.

۱ حدیث بخاری او مسلم دعایشه (رض) څخه نقل کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط پسرليه ليکونکئ فدامحمد نومير پسرليه وايه اسلامي قهري توپان څه ويل ؟ شاهد د تورو دبريښناشينکي اسمان څه ويل؟ چي يي ژوندۍ کړې خاطرې د احد، بدر، خندق سنګر، مورچل کي په جهاد مين افغان څه ويل ؟ ترې په لړزه چي دښمنان دي په لويديځ ، ختيځ کي ها څوکيدار دهسکو غرونو مسلمان څه ويل ؟ تا چي ګذر ورباندي وکړ حال يي څرنګه وو په وينو لژند مجاهد بهادر ځوان څه ويل ؟ پامير، سپين غر او فيروزکوه د پتيالو څه وايه په هندوکښ او بابا غر کي قهرمان څه ويل ؟ چي… نور لوستل »

غوربندی

په ګوتو او فکر مو برکت او افرین شه

غ.حضرت

د ادې شیدې دی سه عمران خان وروره پدې ظاهراً ساده خو په حقیقت کی ډېری ژوری او خوږې او ګټوری لیکنی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx