پښــــتو ادب

د لنډې کیسې کرکټر

د لنډې کيسې لنډه تاريخچه

 د انسان دژوندسره سم کيسې هم پرځمکه پل کېښود.په انساني ژوندکې د هرې کړنې بيانول خپله يوه کيسه ده.يوه فلسفي مقوله ده چې (انسان دانسان په وړاندې انسان دى)په دې ماناکه انسان غواړي چې خپل انسانيت ثابت کړي ،نومجبور دى چې له انسانانوسره اړيکې ولري .اوداچې انسان يوټولنيزمخلوق دى ،هرومروغواړي چې له خپل هم نوعه سره راشه درشه اواړيکې ولري.اودهمدې ټولنيزواړيکوله امله کيسه راوزېږېده.

 خوننۍ لنډه کيسه په لوېديځ ادب کې دنولسمې ميلادي پېړۍ په پيل کې پيدا شوه ،اوهرکلى يې ځکه وشوچې نوره نونړۍ دبوختياووپه حال کې وه.اودپخوانيو افسانواو اوږدوکيسواورېد يالوستوته چاوخت نه مونده.اوبل لوى سبب يې داو چې په افسانوکې به کرکټرونه ،پېښې ،چاپيريال اوحتى کله کله خبرواتروله انساني دې ټولوياد وتوکوسره اړخ نه لګاوه،په دې ماناچې په افسانوکې به کرکټرانساني کړه وړه ،انساني خبرې اترې او…نه لرل.دغسې له حقيقته لري کيسې دپورته يادې شوې نيټې را وروسته ورو-ورو خپل ارزښت له لاس ورکړ. په لوېديځ  کې دلنډوکيسولومړۍ ټولګه دنولسمې پېړۍ په دويمه لسيزه کې (د١٨١٤م او١٨١٨م ترمنځ) جرمني کيسه ليکوال (اى ټې ډبليو هوفمين)خپره کړه.ورپسې امريکايې (ارونګ) په (٢٠-١٨١٩م) کې     (the short stories) خپره کړه. اود لنډې کيسې له پاره لومړى ځل امريکايې  ليکوال (ادګارالن پوه) په (١٨٤٢م)کال يولړ ځانګړي اصول وړاندې کړل.چې پرمټ يې له اوږدې کيسې سره لنډه کيسه ښه توپيرکېدله.

 کيسه په شرقي ادب  کې په بېل فورم کې له پخوانه موجوده وه ،په اريايې اثاروکې له ميلاده  دوه زره کاله وړاندې د پنچاتنترا يا پنچاكيانه په نامه کيسې موجودې وي،چې تردې دمه دنړۍ پرمختلفوژبوژباړل شوې دي.اوديادوکيسوپښتو ژباړه له ننه شاوخوادرې سوه کاله وړاندې په ١٢٢٨هـ ق کال افضل خان خټک وکړه. چې له هغه وروسته يې درې نورې ژباړې هم وشوې. پښتوادب ته دلنډې کيسې دراتګ په اړه ځنيې څېړونکي دانظرلري چې د اردو ادب دپريم چند دکيسې په تعقيب پښتوادب ته راغلې ده.اوداچې په پښتوادب کې لومړنۍ لنډه کيسه (کونډه نجلۍ) ده اوکه (شلېدلې پڼه)؟

د ښاغلي تقويم الحق کاکاخېل  دپښتواثارودکرونولوژيک فهرست له مخې دمرحوم سيدراحت زاخيلي (شلېدلې پڼه ) د ١٩٠٨ميلادي کال چې دشلمې پېړۍ لومړۍ لسيزه ده،په چاپي اثاروکې راوړې ده. ډېرى ليکوال نظرلري چې (کونډه نجلۍ) تر(شلېدلې پڼه)يوکال مشره ده. دکاکاخېل صيب ديافهرست پربنسټ ځنيې وايې چې پښتوادب ته مخکې له دې چې په اردوادب کې منشي پريم چند پرکيسه ليکلولاس پورې کړي،لنډه کيسه راغلې ده.  په هرحال په پښتوادب کې دلنډې کيسې دپيلامې وياړ مرحوم زاخيل صيب ګټلى دى.وروسته دشلمې پېړۍ ددرېيمې لسيزې په نيمايې(١٩٢٦م)کې په ((افغان)) مجله کې د ابولمعاني ازاد د ((ديوه مړي پيغام)) اود سربلندخان د ((نواب صيب اشنايې)) لنډې کيسې خپرې شوې.

دپښتونخوا په دې لوري کې  لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي په ١٣١٢هـ ش (١٩٣٣م)کال کې د (طلوع افغان) په کلنۍ کې د      ((دسرو زروګېند(توپ)))ترسرليک لاندې يو ادبي طرحه خپره کړه، چې دلنډې کيسې څرکونه په کې لګېدل.له ياې نېټې درې کاله وروسته بياهم لوى استادعلامه عبدالحى حبيبي د((توريالۍ پښتنه))په نامه يوه حماسي کيسې خپره کړه.چې ديوې بشپړې لنډې کيسې نمونه يې ګڼلاى شو.وروسته ګڼ شمېرژباړلې کيسې خپرې شوي اوليکوالوپر لنډه کيسه ليکلولاس پورې کړ.

دلنډې کيسې مهم توکي

 مخکې يادونه وشوه چې دلنډې کيسې له پاره لومړى ځل امريکايې (الن پوه) يولړ ځانګړي اصول وړاندې کړل .دلنډې کيسې له پرمختګ اوهرکلي سره پوهانو د لنډې کيسې شننې ته هم مټې رابډوهلې اودلنډې کيسې ځينې مهم توکي چې لنډه کيسه بې له هغوى يانيمګړې وي يابېخې نه شي جوړېدلاى ځينې دلته لولو.

نوم

 يوه لنډه کيسه مې د(نقل)  پرنوم وليکله، دخپله زړه درد مې وو، نه يواځې دخپل بلکې دډېرونورومحصلينو،طالبانواوزده کونکودزړه درد به وو.په دې کيسه کې يو ځوان په پوهنتون کې درس وايې.دى خواريکښ اوپه عين حالت کې دينداره ځوان دى.په کلي کې يې تل چاپې، بمبارې اوچاودنې وي، دى په کورکې يو ورور، ورېندار، مور خوراودوه ورېرونه لري. خوپه ټولګي کې دژبپوهنې استادله ده سره په ږېره وران دى.دى نه يواځې دا بلکې دنورو ځوانانوواسطه بازي هم ډېرځوروي.کله چې دهمدې مضمون ازموينه راځي  نويوه ورځ وړاندې ده ته له کوره زنګ راځي. چې په کلي کې ټانګونه ماين پورته کړي اوتيارې په ټول کلي دورې خوري.دامتحان په صحنه کې ده ته ټلفون راځي .زړه نازړه يې پټ اوکې کوي له کوره يې دخورسوې کړيکې دورېندار،وروراو ورېرو دوژنې دموردزخم …دخبروپه منځ کې استاد پارچه اوموبايل ترې کش کوي.دپارچې په بله خوا په سره قلم غټ ليکي:نقل صفر.

 کله چې مې داکيسه په تليفون کې  و،سيلۍ شروکړه،دنوم  په اورېدو يې په خندا  وويل خامخابه په دې کيسه کې يوڅوک نقل کوي.اودنقل نتېجه به حتما منفي وي. ماورته وخندل چې داخودې نونيمه کيسه راخلاصه کړه.ورسته مې دې کيسې ته نوم (آزموينه )وټاکه.

 له دې مثاله مې مؤخه داوه چې نوم بايد دومره لوڅ نه وي.چې په اورېدويې لوستونکى پوى شي چې په کيسه کې څه پېښه ده.دلنډې کيسې نوم  بايد لوستونکى د پيل لوستوته مجبورکړي.دکيسې له پاره ديواعلان حيثيت ولري.په کيسه تلوسه بايد له نومه  پيل شي.

پاتې شته…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x