نظــر

د غرنیو او اطرافي سیمو د خلکو لپاره عجیبه زیری

ابو یاسر افغان

د ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

د حدیث شریف مفهوم:

داسې وخت به ضرور راځي چې د مسلمانانو قیمتي شتمني به د هغوی میږې (رمې) وي، کومې چې دوی به یې غرنیو او باراني سیمو ته بیایي، هغوی به د خپلې عقیدې سره یو ځای د هغه وخت له فتنو او مصیبتونو څخه لرې تښتي (غرونو او غرنیو سیمو ته به پناه وړي). رواه البخاري

په دې حدیث شریف کې تاسو وګورئ د اطرافي خلکو او د غرنیو مناطقو اوسیدونکو ته په کې یو ښایسته بشارت او عجیبه د بریا زیری دی، اوس وخت کې چې د فتنو یوه توده څپه را الوتي او ډېر کمزوري ایمانونه یې له ځان سره یوړل، ډېر ایماندار خلک یې هم په لویو فتنو کې ښکېل کړل، د اطرافي یا کلیوالي سیمو اوسیدونکي د بازاري سیمو د اوسیدونکو په نسبت د فتنو نه خو‍ په امن دي مګر د دې عصر د دجالي لښکرو د ظلمونو او وحشتونو څخه خلاص نه دي. تاسو وګورئ امریکا او د امریکا متحدین تر ډېره حده اطرافي سیمي په نښه کوي، د دې دوه مهمې وجهې دي یوه دا چې د ښارونو خلک اکثریت د دجال په فتنه کې اخته شوي او د زور له استعمال څخه پرته هم کفار ترې خپلې موخې تر لاسه کوي، د دې تر څنګ که په ښارونو کې کومه چاودنه وشي، یا جنګ وشي او یا بمباري وشي، نو د خلکو توجه ورته ژر را ګرځي، ځکه چې د میډیا جال په نړۍ خپور دی په څو ثانیو کې د دنیا یو سر کې خلک د دنیا د بل سر د خلکو د حال څخه خبریږي او دغسې د ځینو خلکو عکس العمل ژر ښکاره کیږي، ((مګر اطرافو کې کیسه برعکس ده، هلته سلګونه او زرګونه خلک وژل کیږي، خو د د نړۍ نور هېوادونه او خلک څه چې ورته نږدې پراته په څو کیلومټرۍ کې خلک د دې حالت څخه په اسانه نه خبریږي او دا د وحشت کیسې همداسې ګونګې پاتې کیږي)) نو په دې خاطر هم دجالي لښکر ښاري سیمي په اسانه نه په نښه کوي، او دویم علت یې دا دی چې د اطرافو خلک ماشاءالله د کفر څخه باغیان او د اصحابو کهفو په څېر د خپل ایمان په فکر کې دي، د اصحاب کهفو کیسه په دقت ولولئ بیا اوسني هغه خلک وګورئ چې د ښارونو او بازارونو څخه لرې په اطرافو او غرنیو سیمو کې د کفارو د تمې خلاف د خپلو ایمانونو په ساتلو توانیدلي دي، همدا شان کفار او د دجال پوځونه زیات تلفات په اطرافي سیمو کې ګالي، د دې لپاره چې اطرافي څڼیور او شډل خلک سرشاره ژوند لري، دا کفارو ته د منلو وړ نه ده، ځکه خو د دوی ډېره هڅه دا وي چې په اطرافو کې حملې کوي، نه یوازې دا چې په افغانستان او وزیرستان کې د دوی د ډرونو طیارو او بمبار الوتکو له لاسه خلک په ارام نه دي بلکې تاسو د صومالیا، یمن او اردن اطرافي سیمي وګورئ هلته هم د یهودي دجالي فریمیسنري جنګي او ډرون طیارې په شدت سره خپلو حملو ته دوام ورکوي دا ټول حقایق د دې ښودنه کوي چې د بازارونو او ښارونو خلک یا خو د دجال په دام کې نښتي دي او یا د نښتو په حال کې دي الا ماشاءالله، مګر د اطرافي یا کلیوالي سرشاره او آزاد طبیعت وګړي لا هم د دجال په سترګه کې سترګې اچوونکي او د نړیوال کفر لښکرو ته ستر خطر دی.

د دې لپاره چې د اطرافو خلک هم د دجال په لومو کې ښکېل شي، دجالي فریمیسنري یا د یهودو نړیوال پټ فعال سازمان په شدت سره هڅه کوي چې د مرستو او بیا رغونې په نوم په کلیوالي سیمو کې خپلې موخې تر لاسه کړي، ښځو ته د درس او عامه پوهاوي په نوم داسې کورسونه خلاصوي چې د ښځو په منځ کې شیطاني افکار ترویجوي، باید ووایم چې د ښځو په منځ فحاشي عامول دا د دجال د فتنو تر ټولو ستره او مؤثره فتنه ده چې نورو فتنو ته پرې لاره برابریږي، همدا راز د مؤسساتو له لارې داسې ډلې هلته لیږي، چې هغوی فقط او فقط دجالي منصوبې او پروژې تطبیقوي هغه که اقتصادي وي، کرنیزي وي یا خوراکي او روغتیایي وي، غرض دا چې دا د شیطان پوځونه دي د مسلمانانو د ګمراه کولو لپاره له مخې، شا، ښي او چپ اړخ نه د مسلمانانو په عقایدو حملې کوي، د مذهبي اختلافاتو تر نامه لاندې یې مذهبي فساد ته هوا ورکړې او مسلمانان یې په عادي او کوچنیو مسائلو د یو بل وینو ته تږي کړي دي.

لنډه دا چې د اطرافي سیمو اوسیدونکي د بازاري او ښاري سیمو د اوسیدونکو په نسبت په دین زیات مئین او قرباني ورکوونکي دي، د ښارونو په نسبت دوی د میډیا له عذابه هم یو څه په امن دي، نو کوم ځای ته چې د رسنیو شیطاني تبلیغات په اسانه نه رسیږي، دجال مجبور دی چې دغو سیمو ته په خپله پوځیان ولیږي، ځکه خو موږ ګورو چې کلیوالي او اطرافي سیمي د دجالي لښکرو د ظلمونو او وحشتونو له امله زیاته قرباني ورکوي، خو ان شاءالله بری به هم د همدغو خلکو وي، څوک چې د اصحاب کهفو په څېر فقط د خپل ایمان او عقیدي د ساتلو په موخه اطرافي سیمو کې اوسیږي یا ورته له ښارونو او بازارونو پناه راوړي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

سلامونه او نیکی هیلی. دا خو یو څرګند حقیفت دی چی کفار هیڅ کله د مسلمانانو ښیګڼه نه غواړی او تل یی هڅه کړی چی مسلمانانوته ستونځی او کړاونه جوړ کړی دوی د دی لپاره دلته ندی راغلی چی د مونږ له غمه مړه دی د دوی هدف یوازی همدا دی چی د اسلام پاک او سپیڅلی دین په ضد خلک وهڅوی او د اسلام په نوم همدی فاحش کفارو داسی کارونه وکړل چی اوس ډیر د ضعیف ایمان واله خلک د اسلامی شریعت خلاف دی او داسی فکر کوی چی اسلام د دحشت او وحشت دین دی او په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x