ورزش

کرکیټ: ویسټ انډیز لوبډله نړیوال جام ته ووتله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ وری، ۱۳۹۷): تېره ورځ د نړیوال جام لپاره د غوراوي په سیالیو کې د ویسټ انډیز لوبډلې سکاټ لینډ ته په ۵ منډو ماتې ورکړه او د ۸ پواینټونو په لرلو سره لومړۍ لوبډله شوه چې د کال ۲۰۱۹ پنځوس اوریزه نړیوال جام ته یې لاره وموندله.

ویسټ انډیز لومړی توپوهنه وکړه او په ۴۸.۴ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۸ منډې جوړي کړي.

که څه هم هدف ډېر اسانه وو، خو د سکاټ لینډ لوبډلې ته په حقیقت کې باران او ددوی غلطې اندازې ماتې ورکړه، ځکه چې دوی په اسانۍ سره کولای شوای چې په دقیق حساب کولو سره د موسم مطابق خپله لوبه یوازي ۵ منډې چټکه وساتي او لوبه وګټي.

سکاټ لینډ په ۳۵.۴ اورونو کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي وه او ۱۲۵ منډې يې جوړي کړي وې، چې د موسم مطابق (DL method) ۵ منډې کمې وي او پر اساس یې ویسټ انديز لوبډله ګټونکې اعلان شوه او لوبه پایته ورسیده.

باید وویل شي چې د غوراوي سیالیو څخه یوازي دوې لوبډلې کولای شي چې په انګلینډ کې د ۲۰۱۹ نړیوال جام برخه وګرځيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x