افغانستان

طالبان: د بغلان له سیلاب ځپلو سره په غم کې شریک یوو

د تېرې شنبې په ورځ د بغلان ولایت د ګذرګاه نور په ولسوالي کې د ډېرو ورښتونو له امله نږدې سل تنه مړه او ګڼ شمېر کورنۍ زیانمنې شوې. د یادې ولسوالۍ مسوولینو په اته ویشتو کلیو کې د پنځه زره کورنیو د زیانمنېدو خبر ورکړ. طالبانو د بغلان ولایت له اوسېدونکو سره په یاد ناورین کې ځان شریک ګڼلی او لاندې پیغام يې خپور کړی:

د بغلان له سیلاب ځپلیو سره داسلامي امارت د خواخوږۍ پیغام

د تیرې شنبې په شپه او ورځ د بغلان ولایت په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله د راوتلیو سیلابونو په نتیجه کې زموږ ګڼ شمیر هیوادوالو ژوند له لاسه ورکړی او درانه مالي زیانونه وراوښتي دي.

له سیمي څخه د وروستیو معلوماتو په اساس په دې طبعي ناورین کې په لسګونو هیوادوال چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، په حق رسیدلي او ترسلو زیات کسان لا هم نادرکه دي، د سختو سیلابونو له امله تر څلورزرو زیات کورونه زیانمن شوي دي او دسیمې دخلکو مالونو او کښتونو ته دروند زیان اوښتی دی.

دافغانستان اسلامي امارت د بغلان په ستر ناورین کې له متاثرو شویو هیوادوالو سره په دې مصیبت کې ځان شریک بولي او خپله ژوره خواخوږي ورسره شریکوي، الله تعالی دې په دې ناورین کې ټولو وفات شویو کسانو ته مغفرت او اخروي سعادت نصیب کړی او پاته شویو قریبانو ته دې ددې ستر مصیبت په مقابل کې کامل کامل اجرونه او عوضونه ورکړي.

په دې وروستیو کې چې په بدخشان، سرپل ،جوزجان او دهیواد په یوشمیر نورو سیمو کې زموږ مؤمن هیوادوال په طبعي آفتونو کې سخت زیانمن او غمجن شول، دا چې الحمدلله موږ ټول داسلام په مبارک دین اعتقاد لرو د مصائبو په دې شیبو کې مو د ډاډ لپاره دا حدیث شریف کافي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې مؤمن بنده په هیڅ وخت کې هم تاواني نه دی :

عَجَبًا لأمرِ المؤمنِ إِنَّ أمْرَه كُلَّهُ لهُ خَيرٌ وليسَ ذلكَ لأحَدٍ إلا للمُؤْمنِ إِنْ أصَابتهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فكانتْ خَيرًا لهُ وإنْ أصَابتهُ ضَرَّاءُ صَبرَ فكانتْ خَيرًا لهُ “. رواهُ مُسْلِمٌ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : د مؤمن حالت عجیب دی ځکه بي له شکه دده لپاره هرحالت د خیردی او داسې دبل چا لپاره نشته، که مؤمن ته خوشالي ورسیږي او شکر ورباندې وکړي هم ورته خیر دی او که مصیبت ورته ورسیږي او صبر ورباندې وکړي نو مصیبت هم ورته خیر دی .

اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په حدودو کې له ټولو مصیبت ځپلیو هیوادوالو سره مرستې او همکارۍ ته ځان ژمن بولي او په سیمه کې خپلو مجاهدینو ته توصیه کوي چې مصیبت ځپلیو ته د مرستوپه رسولو کې له هیڅ راز همکارۍ څخه دریغ ونه کړي .

الله تعالی ته سوال کوو چې زموږ هیوادوال او په درسته نړۍ کې مسلمانان له مصائبو او ناورینونو څخه خلاص کړي او د ورته رسیدلیو غمونو پوره پوره اجرونه ورکړي .

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۵/۸/۱۰ ه ق

۱۳۹۳/۳/۱۸ ه ش

۲۰۱۴/۶/۸ م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x