ورزش

کرکیټ: ایا افغانستان به نړیوال جام ته لاره ومومي؟ / تفصیل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ وری، ۱۳۹۷): ټاکل شوې چې نن د زمبابوې او متحده عرب اماراتو تر منځ د ۲۰۱۹ نړیوال جام لپاره د غوراوي سیالیو په لړۍ کې پنځوس اوریزه لوبه تر سره شي، د کتونکو په باور که چیري زمبابوې لوبه وبایلي، نو د افغانستان لپاره به بیا هم یو فرصت (د ایرلینډ څخه لوبه ګټل) وي چې نړیوال جام ته لاره ومومي، خو که زمبابوې لوبه وګتله، بیا به افغانستان او ایرلینډ دواړه له نړیوال جام څخه بهر شي.

د سوپر سکس قانون:

سرپر سکس ته د ګروپ A او ګروپ B څخه درې درې لوبډلې راغلي، دوی له ځانه سره هغه نقاط راوړي، چې په خپلو ګروپونو کې يې د سوپر سکس ته راغلیو لوبډلو پر ضد تر لاسه کړي دي. د مثال په ډول د ګروپ اې څخه ویسټ انډیز، آیرلینډ او متحده عرب امارات راوتلي، ویسټ انډیز په ګروپ پړاو کې آیرلینډ او متحده عرب اماراتو ته ماتې ورکړې، ځکه نو دوی بیله دې چې ددغه دواړو لوبډلو سره لوبه وکړي، پر وړاندي يې څلور نقطې لري، او لوبه نه ورسره کوي، بلکې د ګروپ بي څخه د راغلیو ۳ لوبډلو سره لوبه کوي، او د نقاطو د ګټولو هڅه کوي، په همدې لړ کې ویسټ انډیز د افغانستان پر وړاندي لوبه وبایلله خو د زمبابوې او سکاټ لینډ څخه یې وګټله، چې په دې توګه دوی څلور نقطې په سوپر سکس کې هم واخیستې، او د نقاطو ټول شمېر یې ۸ شو. څلور یې د ګروپ څخه راوړي او څلور یې په سوپر سکس کې تر لاسه کړې.

افغانستان چیری دی؟

افغانستان سوپر سکس ته په ډېر تکلیف ځان ورساوه، بلکې د څلورو لوبو څخه یې یوازي یوه لوبه وګټله او هغه هم د یوې داسي لوبډلې (نیپال) پر ضد چې سوپر سکس ته یې لاره ونه موندله.

د افغانستان د ګروپ څخه زمبابوې او سکاټ لینډ سوپر سکس ته وتلي وه، دواړو لوبډلو افغانستان ته په ګروپي پړاو کې ماتې ورکړې وه، ځکه یې پر وړاندي دواړو لوبډلو اتومات دوه نقطې لرلې او ځکه چې افغانستان د دواړو څخه ماتې خوړلې وه، په صفر نقطو سره سوپر سکس پړاو ته رسیدلی وو.

د نقاطو جدول په ترتیب:

ویسټ انډیز : ۸ (نوري لوبې نه لري)

زمبابوې: ۵ (یوه لوبه لري)

سکاټ لینډ: ۵ ( نوري لوبې نه لري)

آیرلینډ: ۴ (یوه لوبه لري)

افغانستان: ۴ (یوه لوبه لري)

متحده عرب امارت: صفر (یوه لوبه لري)

راتلونکي لوبي:

نن ورځ (۲۲ مارچ): زمبابوې X متحده عرب امارات

سبا ورځ (۲۳ مارچ): افغانستان X آیرلینډ

ددې جدول پر اساس ویسټ انډیز په هر حالت نړیوال جام ته ووتله، ځکه چې دوی نقاطو ته بله ډله په هیڅ توګه نشي رسیدای، زمبابوې یوه لوبه د متحده عرب اماراتو پر ضد لري، که یې وګټله نو د نقاطو شمیر به یې ۷ شي، او نړیوال جام ته به ووځي، ځکه د نقاطو شمېر به یې ۷ شي، او افغانستان ، ایرلینډ به بهر شي، ځکه چې افغانستان او آیرلینډ څخه که هر یو راتلونکې لوبه وګټي، د نقاطو شمېر به یې ۶ شي، چې بیا به هم تر زمبابوې کم وي. خو که زمبابوې لوبه وبایلي، د نقاطو شمېر به یې پر ۵ پاتې شي، او د افغانستان ، آیرلینډ لپاره به د وړاندي تګ فرصت وي، د دواړو لوبډلو څخه که هرې یوې لوبه وګټله، د ۶ نقاطو په لرلو سره به نړیوال جام ته لاره ومومي.

خلاصه:

نن د زمبابوې او متحده عرب اماراتو تر منځ مهمه لوبه تر سره کیږي، که چیري لوبه متحده عرب امارات وګټي، د افغانستان لپاره چانس شته چې د آیرلینډ څخه راتلونکې لوبه وګټي او نړیوال جام ته ورسیږي، خو که ننۍ لوبه زمبابوې وګټي، بیا هیڅ چانس نه لري او د آیرلینډ پر ضد لوبه به هسي د رسمیاتو پوره کولو لپاره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x