کراچي :دنامعلومو کسانوپه ډزو کې دسندد وزیراعلی پیلوټ ووژل شو

(نن ټکی اسیا) له کراچي نه په تازه ترلاسه شویو خبرونوکې ویل شوي نن ورځ هم دکراچي په مختلفو سیمو کې ډزو او تشدد دوام درلود.

په وروستیو ترلاسه شویو معلوماتوکې راغلي نن دورځې دګلستان جوهر ته څیرمه درابعه سیټي سیمه کې نامعلومو کسانو پر یوه موټر ډزې وکړي چی له امله یې په موټرکې سپور یو کس ووژل

 شو،دوژل کس له جیب نه په ترلاسه شوي شناخت کارډ کې نوموړي پخوانی میجر اقبال کشمیری دسند دوزیراعلی دالوتکې پیلوټ پیژندل شوی .

دسند دوزیراعلی له مقام نه په خپاره شویو خبر کې ویل شوی ،متقاعد میجر اقبال کشمیری دوزیراعلی دالوتکې پیلوټ وو.

احمد بریال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.