نظــر

اخوان المسلمین؛ پرون، نن، سبا – دریمه برخه

په تیر پسې

لنډه دا چې د پوځیانو ظلم او زیاتی په خپل قوت ادامه لري، ورځ تر ورځې  زور اخلي دا ځکه چې لویدیځ هیوادونه په سر کې امریکا یې تر شا ولاړه ده، اسراییل او نور غاصب قوتونه یې هڅوي، ډاډ ور کوي او ترڅنګ یې عربي هیوادونه ورته مالي امکانات برابروي.

په وروستیو کې د اخوان المسلمین تر ۵۰۰ زیاتو غړو باندې د مصري کودتایی محکمې له لوري د اعدام حکم صادرول ددې بې انتها ظلم او زورزیاتي منحوسه اود هر ډول انساني ارزښتونو تر ټولو ناوړه څیره را دبره کړه. پوځ ښايي تر دې نور هم خپل شدید ظلمونه و غزوي، تر دې به لا کلک ځپلو ته ادامه ور کړي او څه چې یې له وسه و شي د خپل واک او اقتدار د ټینګولو لپاره به یې تر سره کړي. خو اوس اصلي پوښتنه داده چې ایا هغوی به لدې لارې خپلو موخو ته ورسیږي؟ آیا اقتدار به یې دوام و کړي؟ آیا اخوانیان به لدې لارې تسلیم کړی شي؟ آیا  د مصریانو د ارادې په ځپلو کې به بریالی شي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د تیر وختونو پر بنسټ ورته مناسب ځواب پیدا کولی شو.
تاریخ راته وايي نه؟ که خبره د اخوان المسلین د ځپلو پورې وي نو چې په تیرو څه باندې پنځه اتیا کلونو په ترڅ کې اخوان المسلمین تسلیم نشول نو اوس یې د تسلیمیدو هیله لرل یو وهم او خیال دی، لکه چې په تیرو بحثونو کې مو یاده کړې اخوان تر دې سختې شپې ورځې تیرې کړي، تر دې یې خورا ناوړه تجربې لیدلي، مشران یې د همدې ډول پوځي واکمنانو له لوري زنداني شوي، اعدام شوي، سلګونه نور ډول ډول ظلمونه یې لیدلي خو نه یې خپل  هدف ته شا کړې، نه یې له چا سره سازش کړی، نه د سرکار ناروا غوښتنو ته تسلیم شوی او نه یې په عزم او ارادې کې بدلون راغلی، دا هغه واقعیتونه دي چې موافق او مخالف ټول سیاست پوهان او شنونکي پرې اقرار کوي، تاریخ راته ښيي او په لوړه راته وايي چې اخوان نه تسلیمیدونکی خوځښت دی، اخوان د خپلو آرمانونو په لاره کې هر ډول قربانۍ ته حاضر دی خو په هیڅ حال تسلیمیدونکی ندی، اخوان د تسلیم پنامه څه نه پیژني، ځکه د آزادۍ تر ژوند مرګ غوره ګڼي، وژنې، زندانونه او بې شمیره ډول ډول ستونزې او کړاوونه د خپلې بریا فرصتونه بولي او پر وړاندې یې مبارزه کوي، د اخوان تیر تاریخ راښيي چې د اخوان په قاموس کې ډار او وهم ځای نلري، اخوان مادیات پرستان ندي چې د واک او ځواک په اخیستو یې پښې و لړزیږي، دا احساسات ندي او نه هم احساساتي خبرې دي، که د چا زړه ته نه لویږئ لاړ شئ یو ځل د مصر زندانونه و ګورئ، لاړ شئ یو ځل د مصر د ظلم او استبداد د دار کړۍ ننداره کړئ، لاړ شئ یو ځل د مصر د پخوانیو مستبدو واکمنانو د قبرونو ډبرې ور و ټکوئ چې د همدې کلک نه ماتیدونکی مقاومت له لاسه زره چاودي و. نژدې یوه میاشت مخکې په مصر کې له خپل یوه ملګري سره د سکایپ له لارې په تماس کې وم، نوموړی هلته د ماسټري زده کړې کوي او ور سره بیلابیلو رسنیو ته د خبریالۍ دنده هم لري. د خبرو په منځ کې مې و پوښت چې د مصر حالاتو په اړه راته ووایئ او تر ټولومهمه دا چې د څه باندې شپږو میاشتو مظاهرو، وژنو، زنداني کولو او نورو ستونزو وروسته د هغوی په احساساتو کې څه بدلون راغلی؟؟،ویل قسم په خدای چې زه کله له اخوانیانو سره خبرې کوم او یا هم ور سره ناسته لرم نو د صحابه کرامو دور چې مې په سیرت کې لوستی را یاد شي، له کوره به یې یو یا دوه شهیدان ور کړي وي، پلرونه او زامن به یې د شدیدو ټپونوله امله په روغتون کې بستر یا به زنداني شوی وي خو دا به داسې ډاډمن وي چې تسلیت به درنه هیر کړي، یاني داسې ډاډمن به ناست وي چې سړی به ځان سره فکرو کړي چې د څه شي تسلیت ور کړم. نوموړی چې د اخوانیانو دې حالاتو سخت اغیزمن کړی و راته وايي: قسم پخدای چې زه کله لدوی سره کښینم نو د اسلام په عمليي مانا پوه شم، ویل ماته د خالد بن ولید هغه خبره مخې ته ودریږي چې په یوه جګړه کې یې خپل مقابل لوري ته کړې وه: اسلام راوړه او مسلمان شه، ګني قسم پخدای چې د داسې لښکر سره به در شم چې له هغوی مرګ سره داسې مینه لري لکه تاسو چې یې له ژوند سره لرئ، هو!! د هغو کسانو د ایل کول فکر چې له مرګ سره مینه لري او په خندا یې بدرګه کوي هیڅ مانا نلري. دوکتور ریچارد میشل په خپل مشهور کتاب (The Society of Brotherhood) کې لیکي: مرګ یا شهادت د اخوان په تعلیماتو کې تر ټولو با ارزښته او بنسټیزه کلمه ده، شهادت هغه توری دی  چې شهید امام حسن البنا به تل په خپلو ویناوو کې ترې یادونه کوله او فرمایل یي:(د آزادۍ لپاره مړ کیدل یو هنر دی بلکه تر ټولو هنرونو پورته ).  چون د اخوان تعلیمات له سوچه اسلامي لارښوونو سرچینه اخلي نو ځکه شهادت یې بنسټیز اصل جوړوي. د اخوان دا تعلیم لدې سرچینه اخلي چې پیغمبرعلیه الصلاوت والسلام فرمايي:که چا جهاد ونکړ او یا یې تر مرګه د شهادت مینه هم په زړه کې نه وه نو بیشکه چې د منافقت په مرګ مړ شوی. هو مرګ او وژل د اخوان اراده نشي کمزوری کولی او نه یې هم د باطل منلو ته تسلیمولی شي، دا کومه فرضیه او یا هم د احساساتو خبره نده بلکه د اخوان تیر پنځه اتیا کلن تاریخ یې را ښيي….
ادامه لري

لیکوال: سید الرحمان عمران

ددې لیکني دوهمه برخه په لاندي لینک ده:

http://www.nunn.asia/index.php/leekani/articles/11325

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x