fbpx

بنګلدیش افغانستان سره د درې یو ورځنیو سیالیو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۲ وری، ۱۳۹۷ل): د یو شمېر راپورونو له مخې د بنګلدیش کرېکټ بورډ ددغې خبر پخلی کړی چې دوی به د روان کال افغانستان سره د هند په دیهرادون لوبغالي کې په جون میاشت کې د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز ترسره کوي.

د بنګله دیش ګرګټ بورډ اجرایوي مشر نظام الدین چوهدري وایي: مونږ افغانستان سره د هند په دیهرادون لوبغالي کې د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ پریکړه کړې چې اټکل کیږي دغه سیالۍ به د جون میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ترسره شي».

دغه سیالۍ لومړی په عربي اماراتو کې کېدونکې وې خو د څه ستونزو له امله افغانستان کرېکټ بورډ دوی ته په هند کې د لوبې کولو وړاندیز وکړ چې وروسته یې پر اړه پریکړه وشوه.

په فرورۍ میاشت کې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي شوي وو چې دوی د بنګلدیش کرېکټ بورډ سره د درې یو ورځنیو سیاليو سیریز پریکړه کړې، خو د بنګلدیش لخوا د اوسني خبر په ورکولو سره د افغانستان کرېکټ بورډ تر دې دمه چوپه خوله دی.

افغانستان او بنګلدیش تر دې مه یوه پنځوس اوریزه کرېکټ لړۍ ترسره کړې چې بنګلدیش افغانستان ته په ۲.۱ ماتې ورکړې ده، او له دوه اړخیزو لړۍ پرته یې ۲ نورې یو ورځینۍ لوبې ترسره کړي چې یوه افغانستان او بله بنګلدیش ګټلې ده، همدا ډول ددوی ترمنځ یوه شل اوریزه لوبه ترسره شوې چې د بنګلدیش په بریا تمامه شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د