
أَلَمْ تَرَ كَيْفَ که د مفکر آزار؟ ( طنز )
ليکوال: حفیظ الدین پیرزادہ
وزیر ګل را ته وویل: اشنا ګله! دا دوہ ورځې وشوې چې له کور څخه بیرون نه یم وتلی. بس بلا وہ او برکت یې نه!
ما وویل: خیر شه! ولې څه شوي؟
راته یې کړہ: دوہ ورځې وړاندې جومات ته لاړم، د ماښام لمانځه ته لږ وخت پاته و! په جومات کې کوچی حاجي او ځینې نور سپین ږیري کلیوال ھم ول! د ملا صیب په غاښ درد و او کور ته تللی و. د ماښام له آذان سرہ کوچي حاجي زہ له مټ څخه ونیولم او مخکې یې کړم. ما چې شاته وکتل، ځان راته په ړندو کې یوہ سترګه والا ښکارہ شو. په جګ آواز مې غږ کړ، صفونه برابر کړئ او اقامت ووایئ! نور مې نیت وتړہ. له سورت فاتحې په خیر او خیریت تیر شوم، او بیا په إنا اعطینا ( سورت الکوثر ) ورغلم. ھلته ھم له کومې ستونزې سرہ مخ نه شوم، رکوع او سجدې په ارامه تیرې شوې! خو دویم رکعت ته چې پورته شوم او د جومات په مخامخ آئینه لرونکیو کړکیو کې مې وکتل نو شاته مې ټول صفونه ډک و. د ډیریو یې سپینې پټکۍ پر سرونو وې. دا د طالبانو او ملا صیبانو کوم ګروپ و چې له لیارې څخه زموږ جومات ته راګرځیدلي و. دغه مھال مې لینګي و رپیدل، د زړہ ضربان مې زیات شو، په سترګو مې تیارہ راغله. ډیر وارخطا شوم. ما دومرہ ډیرو خلکو ته کله جمع نه وہ ورکړې، او ھغه ھم ملایانو ته. خو اوس راته پیښه وہ.
نو د سورت فاتحې په قرائت مې پیل وکړ. خو اواز مې له ستوني نه وتلو. بس سر به دې څه خوږوم، فاتحه مې په ډیر کړاو وویله. بیا مې ھیڅ سورت ذھن ته نه راتلل، ھمداسې لکه بوتل ولاړ وم، چې یو ناڅاپه مې خولې ته أَلَمْ تَرَ كَيْفَ راغله. زہ ھم پرې ورغلم، لومړی ایت مې سم قرائت کړ خو نور سورت مې سوچ له مغزو و وتلو. بیا پرې له سرہ را تاو شوم. خو ذھن مې قسم وکړ چې له فیل څخه وروسته یې که یو ټکی ھم په یاد وي. اوس نو دومرہ وارخطا شوم چې ټول بدن مې په رپیدو شو. له شاته صفونو څخه راباندې د فتحو باران و خو قسم که پر یوې مې ھم غوږ ګرولی وي.
ما ور ته وویل: ښه نو بیا دې څه چم وکړ؟! را ته یې کړہ: څه چم به مې کړی وای؟ خو ھماغه لغماني چل مې وکړ. له جیب څخه مې دستمال را و ایست. او په لوړ اواز مې وویل: زما اودس مات شو، له پوزې مې وینه راغله! او بیا مې په لومړي صف کې کوچی حاجي له مټ څخه ونیو چې په خپل ځای یې امام کړم او زہ پښې سپکې کړم.
په دې کار کې مې دوہ موخې وې؛ لومړی دا چې دا لانجه راته ھم ھغه کتلې وہ نو ما به مې خپل بدل اخیستی وي او دویم دا چې خپل قایم مقام به مې ھم مقتدیانو ته پرې ایښی وي. خو کوچی حاجي د خوشال بابا په
تعبیر:
زړہ مې نه خوځي له ځایه – غر خو ھسې دی کنه
او یا لکه د طالبانو دریځ یو انچ مې ھم له خپل ځایه و نه ښورولی شو. ما چې ھر څومرہ له مټ څخه کش کړ پر خوځولو یې بریالی نه شوم. دغه مھال مې نظر په لومړي صف کې ولاړ په یوہ ټیټ، خوار او کمزوري سړي پریوت، نو پر ھغه ور غوټه شوم. په یو لاس مې له مټ او په بل لاس مې له څټ څخه ونیوہ او چې ھغه تر څو پر ځان پوھیدہ، ما د امام پر ځای درولی و. نور مې بیا بیرته خپل دستمال پوزې ته ونیوہ او له مسجد څخه ووتم. کور ته پر لارہ ځان را ته داسې مفکر، مفکر بریښیدہ.
اوس داسې فکر کوم دا د مفکر صیب آزار و. ځکه ما د ھغه د دعای قنوت او سورت الفیل په غمیزې پورې ډیر خندلي و. اوس دا دوہ ورځې له کورہ بھر نه یم تللی، له خپلو کلیوالو شرمیږم!
ما ور ته وویل: مه شرمیږہ او په ډاډہ زړہ له کورہ بھر لاړ شه. ته باید د الله تعالی شکر دوہ ځله اداء کړې! اوّل دا چې مسلمان یې او دویم دا چې د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله پر مذھب یې! دا که د امام مالک رحمه الله پر مذھب وای یا مو امام شافعي تعقیبولای، نو بیا مجبور وې داسې یوہ بھانه وکړې چې عذر به دې له ګناہ بدتر وای.
ځکه زموږ د نورو مجتھدینو او فقھاو په نزد په وینه اودس نه ماتیږي!
وزیر ګل په چرت کې لاړ او ما له ھمدې خاموشۍ په استفادې ورسرہ خدای پاماني وکړہ!
د مارچ ۱۹/ ۲۰۱۸م – ستاکھولم سویدن