تر کوم وخته به داسي تېز او چټک لمونځونه کوو؟

ژباړه: حافظ سفیان خالد

دوستانو! لږ دمه شئ او دا وينا په غور ولولئ!

څه سبب دی، چي ۶۰ کاله لمونځ کوو، مګر نه قبولېږي؟

ايا سبب یې پېژنئ؟

أبوهريرة -رضي الله عنه- فرمايي:

يو سړی به ۶۰ کاله لمونځ کوي، خو قبولېږي به نه، چا ورته وويل: هغه څنګه؟

ويل: د لمانځه رکوع، سجده، ولاړه او خشوع یې سمه او برابره نه وي.

عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- فرمايي:

يو سړی په اسلام کي بوډا شي، خو يو رکعت لمونځ به يې قبول نه وي،

ورته وويل شوه: ولي يا أمير المؤمنينه؟

ويل: رکوع او سجده يې نه پوره کوي.

إمام أحمد بن حنبل -رحمه الله- فرمايي:

پر خلګو داسي وخت راتلونکی دی، چي لمونځ به کوي، مګر په حقيقت کي به لمونځ نه وي. (سم به يې نه ادا کوي).

امام غزالي -رحمه الله- يو سړی په دي ګمان سجده کوي، چي الله تعالی ته پرې نيږدې شي،

مګر په الله قسم که ددې سجدې ګناه د ټول سيمي پر اوسېدونکو ووېشل شي، نو تباه به شي،

پوښتنه تري وشوه، چي هغه څنګه؟؟

ويل: سر د خپل مولا په حضور کي ږدي، خو زړه يې په دنيا او ملهياتو مشغول وي،

نو دا کومه سجده شوه؟؟؟؟؟

نبي -عليه الصلاة والسلام- فرمايي: ((او زما د سترګو یخوالی په لمانځه کي اېښودل شوی دی ))

د الله په خاطر ايا يو ځل موږ داسي لمونځ کړی، چي سترګي مو پرې یخي شوي؟؟؟

ایا کله مو دي ته شوق شوی، چي کور ته ژر ګرځېدلای وای او الله ته مې دوه رکعته لمونځ کړی وای؟

ایا کله مو شپې ته شوق شوی، چي ته په خلوت کي له الله سره يو ځای شې؟

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ [سُورَةُ الحَدید : 16]

ايا د ايمان راوړونكو لپاره لا تر اوسه پوري هغه وخت ندى راغلى، چي د هغو زړونه د الله له ذكر څخه ويلي شي.

ابن مسعود -رضي الله عنه- فرمايي: زموږ د اسلام راوړلو ۴ کاله کېدل، چي الله دا ایت نازل کړ، نو د الله په دې عتاب او په خپله لږ خشوع وژړل،

وروسته راووتلو او يو بل ته مو ويل: چي ايا د الله دا قول دي نه دی اورېدلی:

ألم يأن للذين آمنوا أن تخشع قلوبهم لذكر الله ……

نو زموږ څخه يو صحابي له وېري پر ځمکه ولوېد ..

نو ګرانه وروره او ګراني خورې!

ايا کله دې دا احساس کړی، چي الله په دي ایت سره موږ او تاسو ته عتاب اوروي.؟

د ګناه کوچنيوالي ته مه ګوره، بلکي دې ته وګوره، چي د چا نافرماني کوې..؟

3 تبصرې

  1. سلام علیکم.
    ما څلور پنځه کاله مخکی د کوم دوست په توصیه د نن ټکی آسیا وبسایټ ته مراجعه وکړه، دوه درې ځله می وکوت او شاید کومه تبصره می هم ورلېږلې وی خو وروسته می نوموړی سایټ اصلاً د خاطرې څخه پاک سو یعنی د پاملرنی د مدار څخه می بیخی ووت. څو میاشتی مخکی می بیا ورته پام شو، هم اول ځل او هم دا وروستئ ځل د نن ټکی آسیا د سطحی لیدنی څخه می داسی و فهمول چه ګواکی نن ټکی آسیا د مستو یا شلومبو یو ساده دُکان دی او فقط د پیسو تخته دان ئې غټ او دروند ایسی او فکر می کاوه چه فقط د طالبانو فرهنګی سنګر دی خو کله چه ښه ورته ځیر شوم یعنی په دُکان ئې ورننوتم، صاحبه دُکان نه چه یو مارکېټ دی، واقعاً چه پخپل آرشیف کی ګټور او خوندور آثار لری. د نن ټکی آسیا تر غیبت کولو!! به تېر شو او اصلی خبره:
    لمونځ کول رشتیا هم چه د دین ستن یا ستنه ده. په بانډار کی بانډار:
    په پښتو ژبه ( چه د نړۍ او تاریخ سخته ترینه ژبه ده او انیشتین غوندی نابغه ئې بېله د مور د غیږی او غږه په بشپړ توګه نشی زده کولای) کی ټول مؤنث اسمونه په ( ه) ختمیېږی خو فقط یو څو معدود اسمونه ظاهراً د ( ه )سره جنګی ښکاری لکه مثلاً ستن، لمن، ورځ، وریځ،میاشت، ږمونځ او ځینی نور خو دا جنګ ئې زرګری دی یعنی کولای شو چه (ه) د مؤنث اسم غېږی ته ور وغورځوو او ووایو یا ولیکو چه مثلاً ستن= ستنه
    ږمونځ = ږمونځه
    ورځ= ورځه
    لمن = لمنه
    نوموړی مؤنث اسمونه به د مقاومت او چنو او نخرو حق ځکه ونلری چه په هر صورت ئې د ( جمع )حالت په ( ی) ختمېږی لکه مثلاً ستن = ستنی یا ورځ = ورځی.
    بلی، لمونځ د دین او عقیدې ستن یا ستون یا سنګر دی، د لمونځ اداء کولو یا اقامه کولو په خوند او ګټه فقط هغه کسان ښه پوهیږی چه دا اساسی رکن پر ځای کوی البته رښتینی لمونځ ،نه د اړګ یا ولایاتو د واکدارانو او سود خورانو او قاچاقبرانو سیاسی لمونځونه ( د اختر لمونځونه) او همدارنګه نه هغه لمونځونه چه د طالب د حاکمیت په وخت کی په خلګو په زور تحمیلېدل.
    زه د ابوهریره د څرکندونو په هکله فقط دومره ویلای شم چه د قبلېدو او نه قبلېدو د معیار او تصمیم مرکز فقط او فقط د هغه پاک ذات په حریم کی دی کوم چه سجود او رکوع ورته تر سره کیږی نه زما او یا کوم بل چا البته دا هم ډېره مهمه ده چه ځینی جدّی اعمال باید د خپلو قوانینو په چوکاټ کی تر سره شی. د کوم چا خبره، که څوک خپل یو میلمه ته شنې یا توری چای د چاینکی پر ځای مثلاً په ګډوه کی کښېږدی یو نا مناسب کار دی که څه هم چای، چای دی او ګډوه هم چاینکی غوندی یو لوښی دی.
    بله خبره داچه :
    د نن پېړۍ د سرعت او تلوار او عجلې پېړۍ ده، هر څه په سرعت مخته روان دی البته ځینی انسانی اخلاقیات په سرعت شاته روان دی.
    نن سبا زموږ ټولی کړنی په سرعت تر سره کیږی چه غالباً د سرعت ډېره ملاحظه د ژور فکر او سوچ د بطی کولو سبب هم کېدای شی، زموږ اکثره دنیوی خصوصاُ کورنۍ او اقتصادی او حتی فرهنګی او ملی معاملې په سرعت بخۍ خوری او څرنګه چه د نتیجې او پایلی د څرنګوالی په هکله ئې لازم فکری تدبیر ندی نیول سوی نو دا امکان او احتمال ډېر قوی دی چه( سرعت ) د سقوط سبب شی.
    خبری رانه اوږدې شوې،
    دا یو ترِیو حقیقت دی چه نن سبا د ژوند د اړخونو او لمنو ساحه ډېره پراخه ده او په ضمن کی وخت همهغه د پلار او نیکه پخوانئ وخت یعنی څلورویشت ساعته دی بناً هری چاری او اجراء ته ئې کافی وخت نه پاتیږی خو خبره داده چه څرنګه چه د لمانځه اقامه په یو بل ستر نیت او پراخه انګېزه تر سره کیږی نو ښه داده چه هر هغه څوک چه لمونځ د یوې ابدی نیکمرغی په هیله اقامه کوی نو باید په همهغه مسنونه یا حد اقل معقوله او مناسبه طریقه ئې تر سره کړی چه البته د قبلېدو او نه قبلېدو په فکر کی دی نه وی بلکه د صحیح طریقې د اجراء په فکر دی وی البته صالح ترینو بندګانو د خپلو ښکلو لمونځونو د قبلېدو دُعا هم کړېده او کوی ئې. د آرام او غیر تلواری او غیر سرعتی لمونځ اقامه به قوانینو ته د درناوی په معنا وی او د قوانینو درناوی خپله یو صواب او یو ثواب کار دی.

  2. غ حضرت صاحب
    نن پاڼه په نسبي توګه تر ټولو خپلواکه درنه او ملي اسلامي نوامیسو ته ژمته پاڼه ده، چلوونکي یې چې هر څوک دي خدای ج دې اباد لري.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.